آرشیف

2014-12-5

حبیب الله غمخور

دافغان کليمې ته درناوی دټولودنده بولم !

درنو دوستانو درنو دوستانو !دتابعيت له تذکرې نه دافغان کليمې ايسته کول دنړيوال منل سوی دودخلاف کاردي!
 زماله نظره دافغان دکليمې دله منځه وړلوپهخاطردټولونړيوالوقوانينوخلاف دکرزی په حاکميت کښي دشمالي ټلوالي دهغه مخالفت له مخي چي دوي ځانته دافغان خطاب نه کوی دهمدي کرزی صاحب په هدايت ددې برېښنا يي تذکرودجوړېدو امروسو.زمادمعلوماتوله مخې داډول کارتونه يادافغان دولتی چارواکوپه اصطلاح برقی تذکرې چې دانوم پر اېښودل خپله غلط دی دهيواد د وگړوپه شمير چاپ اوجوړي سول  .دانتخاباتوپه جريان کي درغليو باندي بحث داپه گوته کړه که زموږ هيوادوالوته داډول تذکرې توضح شې چې په کمپيوټرکي ثبت اوراجستروي نودټولودرغليومخه به ونيول سي .ترکومه چې دهمدې تابعيت په کارتو يا تذکروکي درج سوومعلوماتوپه هکله  دپر کرزی  دامنل سوې وه چې دافغان کليمه ايست کړي ،دډاکتراشرف غني لخوادنوو تحولاتو دپيل دعجولانه هڅونه په استفادې سره ئې ددې تذکرودويش خبره هم يوه له مهمو ملي پروگرامونودپلي کولوپه توگه دهغه ترغوږو ورسول .اوهغه هم بېله دې چې دافغانانودغه گوت نيونې ته چې له نېکه مرغه  دقومی سوداگرودکرغېړنو هڅواوناولی قومی ژبنی سوداگرودهحوخلاف نه يوازي پښتانه بلکې دټولوقومونوغيرتی استازي اوعام وگړی شامل دي پام وکړی اوددې خبرې پوښتنه وکړئ چې ولي  په تذکره کي دافغان کليمه ايسته سوې دنوروفرمانوپه جمله کي دافرمان هم لاسليک کړ .
ما  همدا لحظه  چې په فيسبوک پاڼه کشي مې دحاجي امين باوري څخه نيولې دنورودرنوافغانانواحتجاج ولوست ،هغه تذکره وکتل چې سويډن ماته راکړې .سره له دې چې مادسويډن ددولتي اړونده ادارې ددې قانونی پوښتنې په جواب کښي چې غواړې دافغانستان طابعيت له لاسه ورکړې نۀ ويلې ،يعنې زه همدا اوس دافغانستان اوسويډن طابعيت لرم ،خودوي ماته په راکړه سوې تذکره يادهويت پېژندنې په کارت کي ليکلې سويدنی .اودایې پرځاي کارکړی ځکه زه هرچيري همدا تذکره ښکاره کوم اوپه همدې کارت بېله پاسپورټ نه دنړئ ۶۸ هيحوادونوته بيله وېزې ترلاسه کولوهروخت چي مې زړه وغواړي سفرکوم اوپه سرحدونوکي يوازي همدا تذکره ورشکاره کوم .ځکه نوبايد زما هويت پکښي څرگندويچې اوس سويدنی يم  .نوزه نه پوهيږم چې په کومومنطقو دطابعيت له تذکرې نه دافغان کيلمه ايسته سوی .ستاسو ټولو احتجاج پرځاي اوملي بولم  اوپه ټول قوت مو ملاتړ کوم ،خوهرغوښتنه بايد په معقولوالفاظو اومعقولودلايلو وي .