آرشیف

2015-3-13

حبیب الله غمخور

دافغان ولس تاريخی اواساسی دښمن پاکستانی چارواکي دي!

د هېواد اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی، په ټول هېواد کې توده جګړه روانه ده امنيتي حالت ورځ تر بلې کړکېچن کيږي، تر دې پورې چې په دې وروستيو کې د جګړو له امله دومره خلک بې کوره سول چې تر شين اسمان لاندې دخپلو اولادونو اوکورنۍ دنوروغړو  لپاره د ماښام ډوډۍ نه لرلوسره شپې او ورځې سباکوي .
موږ  افغانان سوله غواړواو سولی ته اړتيا لرو،خوداسي سوله  هيڅکله نه غواړواونه یې پلوي کووچي سپين بيرغ په تور بدل  اودطالب ځاي دداعيش په نوم تر تورجنډې لاندي يوه بله جنگی ډله ونيسي او افغان وژنه دهغوي لخوا دوام ولري .
موږ ټولوافغانانو ته جالبه ده چې  پاکستان دخپل جوړښت نه بياترنن پوري تل په دوامداره توگه دافگان ولس پر خلاف له هېڅ ډول دشمنانه هڅونه لاس په سر سوی ندۍ .ولي  اوس يوځل  ددوي سره  په افغانستان کي سولی اوثبات راوستو پدې کچه علاقه پيدا سول ؟
 دافغانستان سره ددوستۍ اوهمکاری دومره دکومو موخو لپاره پيدا سول ،ځکه موږ اودوي سره پوهيږوچي هر هيواد خپلې گټې لري اوپه چانگړې توگه دپاکستان گټې بايد افغان ولس ته څرگندی وی ترڅودهغوپر بنياد ،موږ پدې پوه سو چي دپاکستانی چاروباکي زموږ سره ددوستۍ  اودسولي په راوستوکي پدې پيمانه لېوال سوئ او ولې ددې پروسې پر ژر پيل دومره  ټيگارکوي ؟؟؟
همدا نن  د سیاسي چارو پوه وحید مژده، چې له طالبانو سره نږ دې او تودې اړیکې لري، باور لري چې د افغانستان د جګړې بڼه د بدلېدو په حال کې ده او داعش یا د اسلامي دولت وسله واله ډله د طالبانو ځای نیسي. 
پدي شپو او ورځوکي  يوځل بيادسولي اوسوله ايزوخبرو بازار تود  دی . هرلوری داخبره کيږي چې دولتي چارواکي دطالبانوسره دپاکستان ،چين ،سعودي عربستان ،قطر او عربي عماراتودشيخانو اودپردي شاته دامريکا  په مټ  دسولي  له  مخالفينوسره  خبري کوي .ددې خبرودپيل لپاره البته دافغان دولت اړونده چارواکو قطر اوډوبی ،کېداي سي پاکستان ،ترکيې اونوروځايوته سفرونه کړي وي، ترڅو ددوي په وينادمخالفينوسره دخبرو امکانات برابرسي .
په افغانستان  کي دسولی لپاره دپاکستانی جنرالانو لخواداوروستۍ منډي ترړي په افغانستان اونړۍ کښي له ډيرو دمسائيلو له څارونکو ،ټولنيزو  اوسياسي گوندونوسره پيداکړی .
زما له  نظره دادپاکستان سياسی لوبه ده اوپاکستان پردي لوبه دومره مسلط دی چې دخپلې خوښي هر هيواد پر طالبانو باندي دتاثيرپه نوم مطرح کولاي سی .کنه چین  يو کمونستی هيواد دی ، نودانالوستی اوبنسټپال څنگه دافغان سره نه بلکې دچين له چارواکوسره ددوي  په وينادخپل هيواد دبرخليک ټاکلو په هکله خبري کوي ؟ځکه خوداټول دپاکستانی استخباراتی ادارې اوددوي دبهرنيو مشرانو اومشاورينو پېچلي اومرموزي لوبي دي .
له يوې خوا دافغان دولت سره دطالبان  دسولي خبروته واماده کولو ترنامه لاندي دپاکستاني لوژپوړو پوځي چارواکو  تگ ،راتگ گړندی سوی اودبلئ خواپه ټول افغانستان کي دطالبانولخوابريدونه په خرپ روان دی .دادی اوس یې دخبرودپيلېدوپه درشل کې دهمدې طالبانونه يوه نوې ډله دداعيش په نوم راپيدا اودهغوي پوسيله ئې دوه بريدونه چې يوه یې دکندهار کابل پر لويه لار د۳۰ هزاره افغانانو کښته کول اوله ځان سره بيول اوبله یې دمارچ پر اومه دشابل په ښارکي پر يوه صوفيانه خاناقاه باندي بريداو هلته ديولس افغانانو په شهدادت رسول دی ،دواړي حملې دداعيش توری اوسړی وژونکی ډلې کړنوته ورته دي .مايونيمه مياشت پخوا چې په ډله ايزورسنيوکښي  زابل ،غزني ،روزگان ،هلمنداويوشمير نوروسېموته دبهرنيو کډوالودراتگ خبر خپورسو په فيسبوک پاڼه کي يوه لنډه ليکنه تردي نامه لاندي وکژه  چې داعيش اوس خپل کورته راورسېد . داپدې معنا چې دداعيش په کوم حرکت رازېږونکی غواړي دطالبانوسره دسولي تربهير وروسته دانوې دله چې نوم به ئي داعيش وي دافغان ولس وژنې ته ملا وتړي .کنه په کوم منطق یې ومنو چې داشي خيل له عراق اوسوريې نه تر افغانستان پوري راورسېدل ؟ ددوي دترانسپورتيشن اولوژيستيکی مسوليت دچاپلاس اودامرستندويان یې څوک وه ؟؟؟؟
دمارچ په نهمه  د سیاسي چارو یوه افغان پوه وحید مژده، چې له طالبانو سره په تماس کې دی، وویل چې غښتلي قدرتونه غواړي چې د طالبانو ځای داعش ونیسي .
سره له دې چې زموږ امنيتی ځواکونو استازي هوايي  چې موږ داسي معلومات نلروچي له عرق اوسوريې نه دي کومه ډله  راغلې وي ،دغه چې اوس یې دداعيش په نوم تور بيرغ پورته کړی ،دا دطالبانو په منځ کي وړې ډلې دی چې دځان پخاطریې توربيرغ پورته کړي اوپر ځان یې دداعش نوم ايښئ  .زما اوډيرونوروډير څېړونکو  لپاره دداعش درازېږدوپه هکله دا ډول تحليل دمنلو وړندی  .تردې اوازو اوتبليغانو شاته يوڅه شته  اوهغه داچې پاکستان او ددوي نړيوال ملاتژی نور دطالبانوپه نوم ډرامې ته دپاي ټکی ايږ دی اوپرځاي به ئې  ديوې مودې لپاره دلته په افغانستان اوسيمه کې دداعيش په نوم روزل سوی جگړه ايزفعاليتونه کوي .
زماددې خبری پخلۍ  ښاغلي مژده صاحب  کوی ،هغه د یوه افغان طالب مشر په قول ایرنا خبري اژانس ته وویل چې آی ایس آی طالبانو او حقاني شبکې ته ویلي چې په نوي نوم، بیرغ او شعار، چې منظور یې داعش و،جګړې ته دوام ورکړي او که دا کار ونه کړي له وسلو او پیسو به بې برخې شي. تاند دمارچ ۹ مه
بلې خوا دنړی دغښتلو هيوادونو امنيتی چارواکي هم يوپه بل پسې داخبره کوی چې ، چې د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په لیبیا، افغانستان او پاکستان کې د پراختیا په حال کې ده.
د کاناډا د استخباراتو رئیس مایکل کولمب د دغه هیواد په مشرانو جرګه کې د خبرو په مهال خبرداری ورکړ  چې د اسلامي دولت وسله واله ډله :«داعش (د عراق او شام اسلامي دولت) له عراق او سوریې پیل وکړ، خو څه چې موږ اوس وینو او تاسو هم په رسنیو کې لیدلي، دا ډله لیبیا، افغانستان او پاکستان ته خپرېږي.» خودوي يوه هم داخبره نده واضح کړې چې له منځني ختيځ نه دا ډله ترافغانستان اوپاکستان  پوری څنگه ځان رارسوی ؟
 پداسي کړکېچنو حالاتوکي که افغان دولت له طالبانوسره خبري کوی ،ولي یې ددوي له استازي سره وکړی ؟داستازي په نوم خوپاکستان يوه لوبه وکړه اودکرزی نه یې په ميليونوډالر يووړه ،بلاخيره معلومه سول چي هغه يو عادي دوکانداروو،يوځل بيا بيادپاکستان لخواراپه گوته سوواستازوسره بايد دخبروپه نوم وخت ضايع  نسي . ښه داده چې که ملا عمر په رشتياددوي مشر اوهغه  ژوندی وي سره له دې  چي هيڅ سياسي سواد نلري  دانالوستی بايد خبروته پرېږدي اوټولي خبري دپاکستان ددي  روزل سوی سره  وسی ،چي پاکستان به دا کار هيڅ کله ونکړي  . ښه اومعقوله عملی خبره خوداده چې پاکستان افغانستان اودغودريمگړوسره خبری پيل اودخبروپه جريان کښي خپلې غوښتنې او افغان لوری ته امتياز ورکول مطرح سي .
 پدې صورت کي دادطالبانوپه نوم دهغوسره خبري کول کوم چې دپاکستان تر معنوی ،سياسي اومالي حمايي لاندي دي اودهمديې نامه اوډلې نه په استفادې سره غواړي خپلې موخې ترلاسه کړي ،دخبرو او وخت ضايع کولوته اړتيانسته .داخبره ځکه کوم چي داټولی نړۍ ته لمرگوندي څرگنده ده چي طالبان يو مستقل ځواک ندی ،دادپاکستان لخوا دمذهب نه په استفادې سره دطالب په نوم يوه جوړه سوې  جنگی مپرزه ده چې کله یې داډيالوژيکو موخو اوترډيره بريده دجنگې ډلې په توگه ترېنه استفاده کوي  .
که زموږ دولتي مشرتابه په رشتيادسولي راوستو خبره کوی نو،دطالبانو له نوم نه دعينی واقعيت له مخي تير اوپه نړيواله کچه  دې داخبره مطرح سی چي پاکستان زموږ خاوری ته ترهگررالېږي اوافغانان  په شهادت رسوی .
اوهمدا ډول په نړيوال کنفرانسونوکي  له امريکا غوښتنه وسی که  په افغانستان کي سولی ته ژمن ياست ،چې متاسفانه پدي ۱۳ کاله پې موږ يوه بيلگه هم ونه ليدل  ، نو دالوبه ختمه اوپاکستان ته تاسو وواياست چي پرځاي کښېنی .
زموږ سره پدې  کورنۍ جگړه کې دطالب په نوم پاکستان مصروف دی . خبري بايد له پاکستانی چارواکوسره وسی نه ددوي لخواپه گوته سوو نالوستوسره چي دادی اوس دحقانی ډلي دسپينېدو لپاره هم پدې پلمه استفاده کوی .
زه ددولت دمخالفينو سره هرڅوک چي وي دخبرو مخالف نه يم ،خو پدې شرط چي هغه يوه لږاندازه خپلواکي ولري .
رښتياخو داده چي دادطالبانوپه نوم ډله دومره دپاکستانی پوځيانواواستخباراتی کړيوپه منگلوکي ساتل کيږي چې حتا هغه ديوې لسيزي وړاندي په پاکستان کي دمېشتو تنظيموپه اندازه ازادی هم نه ورکول کيږي . نو متاسفانه له داسی بېواکي ډلې سره به خبري دافغانستان دسولی دمسلې سره کومه گټوره مرسته ونکړ ي .
په هر حال که داپروسه دوام مومی نو دولتی مشرتابه  بايدداپروسه دملی گټودساتلوپر بنيادپه ډير احتياط اوسياسي دريات پرمخ بوزي .
ومن الله التوفيق
حبيب الله غمخور
د۲۰۱۵ ز کال دمارچ يولسمه