آرشیف

2020-4-19

شاه ولی آرین

تباه شې کورونا!

(لنډه کیسه)
 
 
هغه یو میـړنی او خورا مهربان انسان و. د پلار یو ځوی و، نو ځکه پر خپله ټولې کورنۍ کې ښاغلی او پر ټولو خورا ګران و. تر دولسم ټولګي یې زده کړې وکړی او د پلار نا څاپې مرګ یې د نورو ټولو ستونزو سره، سره د زده کړو مخه هم ورډب کړه.
 
بلې موضوع چې د ده د زده کړو او نورو ټولنیزو چارو د لا پرمختیا مخنیوی وکړ، پلار او مور یې د خپل یواځنی ځوی د هوس او ارمان د پوره کیدو په خاطر په کوچنیوالی کې واده ورته وکړ، چې د ده هیڅ خوښه نه وه، خو د خپل مور او پلار د خوشالتیا له پاره یې هیڅکله غږ پورته نه کړ او هر څه یې په خپل زړه کې و ساتل، ځکه چې هغه د کوچنیوالي له همغه وخت نه په خپل ګاونډ کې د خپل همزولې ګلالۍ سره مینه درلوده او هغه هم په دی پوهېده.
 
هو! دواړو سره پریکړه کړی وه چې واده به سره کوي او کنه تر پایه به یو بل ته انتظار باسي، مګر شمسو خو د کورنۍ د خوشالتیا او تیرو دودیزو او ناسمو کلتوري مناسباتو په خاطر ستره قرباني ورکړه او خپله هغه مینه یې له لاسه ورکړه، چې له کوچنیوالی د دوو مینانو په زړونو او حتا وینې کې غوټه شوی وه.
 
رښتیا شمس الدین چې مور او پلار به له ډېری مینی ورته شمسو ویل، نور د ټولو کلیوالو له لوري هم په همدغه نوم یادیده.
 
شمسو، نور ګلالۍ ته هیڅ مخ نه درلود، ځکه چې په وعده یې وفا ونه شوه کړای، د مور او پلار د خوشالۍ له پاره یې خپله مینه قربانی کړه.
 
اصلي خبره خو دلته وه چې د ګلپري پلار انځرګل د شمسو د پلار ګلدین سره د عسکري د وخت انډیولان وو او هغه مهال یې سره دا قوول کړی و چې که د دوی اولادونه نارینه او ښځینه پیدا شي، نو هغوی به سره واده کوی.
 
د روزګار کارونه وګورئ چې ګلپري له شمسو سره تر واده وروسته کله چې پیغلتوب ته رسیده، د سل (توبرکلوز) په ناروغۍ اخته شوه، کلونه، کلونه دغې ناروغۍ وځوروله او ددې تر څنګ د دوی ماشوم هم نه کېده.
 
د شمسو پلار خورا ډېرې هلې ځلې وکړې، نه یې ډاکتران پریښول، نه طبیبان او نه هم زیارتونه، خو په خواشینۍ سره چې هیڅ ګټه یې ونه کړه.
 
د کلونو په تیریدو سره د شمسو پلار د لارې د سر د یوه مین په چاودنه کې ومړ او درې څلورکاله وروسته یې مور هم د حق لار ته مخه کړه.
شمسو د خپل د پلار او مور له مرګ وروسته نور د خپلې ناروغې میرمن سره یواځې پاتې شوی و،خورا ځوریده، خو چاره یې نه وه.
 
شمسوچې څه د پاسه څلویښت کاله یې د همدې ناروغې میرمن په خدمت کې تیر کړي وو، له هر کارو باره پاتې و او یوازې د خپلې میراثي ځمکې په حاصلاتو یې ژوند کاوه، نور هرڅه ترې هېر شوي وو، حتا دا چې خپله پخوانۍ مینه ګلالۍ یې هم هېره کړی وه. 
 
شمسو د خپل عمر په ۵۵ کلنۍ کې ګلپری هم له لاسه ورکړه، چې د هغې له مرګ وروسته سم یوازې پاتې شو.
 
کال، یو نیم کال وروسته د شمسو سوچ ته ګلالۍ راغله او په دې فکر کې شو چې تپوس یې وکړي، چې څه حال او احوال به یې وي. 
 
خورا ډېر ورپسې وګرزید خو پته یې ونه میندله.
 
د ګلالۍ پلار ماڼو،چې په تیره کې د شمسو د پلار د ځمکی کرونګر و او دا پته یې لرله چې ګلالۍ او شمسو سره مینه لري او د شمسو د واده وروسته ګلالۍ څومره وځوریده، د خپل لور د ارمتیا او مینی د هیرولو په خاطر یې دغه سیمه پریښوده او د پښتونخوا پیښور ته کډوال شو، مګر هر څومره کوښښ یې چې وکړ، ګلالۍ یې دی ته رازی نه کړای شوه چې له بل چا سره واده وکړي.
 
د ګلالۍ د پلار او مور په زړونو کې هغه غوسه چې د شمسو د کورنۍ او شمسو په هکله موجوده وه، هیڅکه سړه نه شوه او په دی تمه وو، چې کله به تری خپل غچ اخلي.
 
شمسو تر ډېرو پلټنو وروسته پته پیدا کړه او په دې هم و پوهید چې ګلالۍ لا تر اوسه هم واده نه دی کړی، سمدلاسه ور روان شو او کله چې پیښور ته ورسید، د ماڼو پته یې پیدا کړه او په دېره بی صبرۍ یې د دروازی کړۍ وټکوله. کله چې د ماڼو سترګې پر شمسو ولګیدې له ډېرغضب نه یې دروازه پر مخ ور ووهله او ورغږ یې کړ چې ورځه ظالمه ستا له پاره دلته نور هیڅ ځای نه شته.
 
شمسو چې هر څومره دروازه وټکوله، چا ورته خلاصه نه کړه، ټوله شپه یې د یو خوار مجبور او بی پتی سوالګر ملنګ په شان د همدې دروازی تر شاه تېره کړه. سهار چې وختی ماڼو د لمانځه له پاره جومات ته روان و، د دروازې له خلاصولو سره سم یې سترګې پر شمسو ولګېدې چې د دروازې تر څنګ د سوچونو او خوبلنو سترګو سره یې ټوله شپه همدلته تېره کړی وه.
 
ماڼو چې د خپلې لور شاوخوا څلویښت کاله رنځ او کړاونو ځورولي و، شمسو یې له ځایه راجګ او له ځان سره د جومات خوا ته روان کړ. پر لار یې ورته د ګلالۍ د تیرو څه له پاسه څلویښتو کلونو د درد او غم کیسه داسې پیل کړه:
 
«ستا تر واده وروسته ګلالۍ روغه لیونۍ شوه، هره شپه به تر سبا ناسته وه، خوب یې له سترګو الوتی و، ورځ تر بلې یې حالت د خرابیدو په حال کې و. مجبور شوم چې د هوساینې له پاره یې له تا نه لرې کړم، کډوال شوم او دلته راغلم، خو د هغې په ژوند یې هیڅ تاثیر ونه کړ.
 
په لسګونو کورنیو او ځوانانو یې د واده کولو غوښتنه وکړه، خو د دی ځواب منفی او همدا یې ویل چې ما قول کړی، ټول عمر به کینم، خو د بل چاسره به واده ونه کړم، نو ځکه دا دی تر همدې دمه ستا له پاره ناسته ده.»
 
ماڼو چې له یو خوا د ګلالۍ تیر ژوند خورا کړولی و او له بل پلوه یې د شمسو د پلار د کلونو مزدوریو لړمون خوړین کړی و، ویې غوښتل چې له دې فرصت نه څنګه استفاده وکړي. هغه چې د کلونو کینه یې په زړه کې وه د خپل د لور د راتلونکي ژوند فکر یې هم په سوچ کې نه و، شمسو ته یې وویل:
 
«مخکې تر دې چې تا له ګلالۍ سره مخامخ کړم، زما غوښتنې به منې او عمل به پرې کوي. هغه لس جریبه پلارنۍ ځمکه او حویلۍ به دی زما په نوم کوي، که دا کار دې وکړ، نو ګلالۍ به خپله کړې او کنه هیڅکله به یې مخ هم ونه وینی.»
 
اوس نو شمسو ته د ګلالۍ د لاسته راوړلو پرته بل د ژوند هیڅ څه ارزښت نه درلود، نو ځکه یې د ماڼو شرطونه ومنل او دواړه کابل ته راغلل. شمسو له وعدې سره سم خپل ټول جایداد د ماڼو په نوم کړل او په بدل کې یې د خپلی مېنې ګلالۍ سره ګډ ژوند پیل کړ. هغوی نور په یوه کرایې کور کې ژوند کاوه، شمسو کار کاوه او د خپل کار د مزد له لارې یې خپل خوږ او د مېنې ډک ژوند ته دوام ورکاوه. خدای تعالی د دوو ځامنو او یوې لور څښتنان کړل، ژوند یې خورا نورمال پر مخ روان و، سره له دی چې عمر او کاري ځواک یې ورځ تر بلې ستونزمن کیده، بیا هم د خپل ژوند نه خورا راضی و.
 
کله، کله په ټولنیز ژوند کې داسی ناخوالې رامنځ ته کېـږی چې انسان یې هیڅ سوچ هم نه شې کولای.
 
کورونا ورکه شې!
 
څرنګه چې د کورونا وبا په نړۍ کې ټول نړیوال سیستم ولړزاوه، انسانان یې یو له بله په وېره سره جدا او لری کړل، د لوی وحشت او ډله ایزو مرګونو غمیزي یې را منځ ته کړې، د شمسو او ګلالۍ د ژوند یوه بله ترخه او خواشینونکې پیښه یې را منځ ته کړه چې لیکل یې هم زښت زیاد ګران کار دی.
 
هو! شمسو چې د ورځني کار له مدرکه یې یو څه پیسی تر لاسه کولی، نور یې کرنتین د کار مخه بنده کړه.خوراکي توکي، په کور کې خلاص وو، د تشویش او اندیښنو له امله ګاونډیان هم ډېر په همدی وضعیت کې وو، هیچا د ولږی له وېرې یو له بل سره مرسته نه کوله. شمسو چې هر څومره تلاش وکړ چې له کوره بهر شې، پولیسانو اجازه نه ورکوله، یو دوه واره خو جریمه هم شو. یو ځل یې یو څه غنم د حکومتی هیئت له خوا تر لاسه کړل چې وړو کول یې نا شوني وو، بیا یې هغه غنم وایشول او د خپلو اولادونو د ژړا او واویلا غږ یې پری یو څه غلی کړ.
 
شمسو چې پیتاوی ته ناست و او د خپلو اولادونو په سوچ کې به غرق و، نو د واره به پری ګلالۍ غږ کړ:
 
«ای سړیه! لکه سوټی پیتاوي ته ناست یې اخر ماشومان دې له ولږی مري، د یوې چارې په فکر کې شه!»
 
شمسو:
 
«ښځې ولې مې غموې، سترګې لري، وینی می چې څومره هلې ځلې کوم، خو لاسته می هیڅ نه راځی، حتا جومات ته د لمونځ له پاره د وتلو اجازه هم نه لرو، ځان مړ کړم که څنګه، ته اوس یوه لار راو ښیه.»
 
ګلالۍ:
 
«خدایه څه بد مې وکړل، څلویښت کاله دې سړی ته کېناستم، اخر مې دومره تیروتنه وکړه چې له دې سوټې سره مې واده وکړ، ماته یې څه؟ که ځان وژنې یا بله کوې، خو اولادو ته دی ډوډۍ پیدا کړه.»
 
دغو ناندرو او پېغورونو نور شمسو سم له ژوندانه  نه بیزاره کړی و، د وار، وار اوریدو او سپکو سپورو زغم یې نور له لاسه ورکړی و او خپله لار یې د ابدي آرامۍ په لور غوره کړې و. دغه شپه د هغه د ژوند وروستۍ سختې او غم لړلې شیبې وې. سبا سهار ګلالۍ بیا غوښتل چې له پېغورونو ډک زړه په شمسو باندې تش کړي، کله چې له خوبه پاڅیده خپل خاوند یې په برنډه کې زوړند ولید. چیغه یې کړه:
 
«وای خلکو برباده شوم، دا هر څه زما له لاسه پیښ شول.»
 
کورونا خدای دی تباه او برباد کړه!