آرشیف

2020-3-25

eazam

د کرونا وايرس په اړه صحيح او اسلامي نظريه

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :  

د کرونا د وايرس په نوم چي په دُنيا کي کوم مرض خپور شوی او د طاعون ( وبا ) شکل يې خپل کړی دی .

غواړم په دې اړه اسلامي نظريه واضحه کړم چي په دې صحيح او اسلامي نظريه کومه ده ؟

د دې په اړه د خلګو په عمومي توګه درې نظريې دي :

۱ : ځيني خلګ داسي دي چي تکيه يې يوازي پر احتياطي تدابيرو او اسبابو ده، هغوی فکر کوي چي له دې مرض څخه يوازي په احتياطي تدابيرو سره ځانونه ژغورلی شو  او پر الله تعالی له توکل کولو څخه غافل دي .  

د دوی ټول پام د ماسکونو او نورو احتياطي تدابيرو په خوا دی .

۲: بله ډله هغه څوک دي چي پر الله تعالی توکل او عقيده لري چي موږ ته به هغه څه را رسېږي کوم چي را ته ليکلي وي او هغه څه به نه را رسېږي چي را ته ليکلي نه وي  او  احتياطي تدابير او د ځان ساتني اسباب نه اختياروي .  

او يا دا چي دوی وايي : دا مرض صرف پر کافرانو اثر کوي، مسلمان ته کومه خطره نه پېښوي .

۳ : دريمه ډله منځلاري دي، دوی وايي چي موږ پر الله تعالی توکل او عقيده لرو چي موږ ته به يوازي هغه تکليف را رسېږي کوم چي را ته ليکلی وي، خو د دې سره سره احتياطي تدابير او اسباب هم اختياروي .

په دې اړه د دغه دريمي ډلي نظر صحيح دی .

په حديث شريف کي راغلي دي : إِذَا وَقَعَ الطَّاعُونُ بِأرْضٍ وَأنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا ، وَإِذَا وَقَعَ بِأرْضٍ وَلَسْتُمْ بِهَا فَلاَ تَقْدُمُوا عَلَيْهِ.( مسند أحمد ص : ۴۱۶ ج : ۳ )

ژباړه :  کله چي طاعون ( وبا ) په يوه زمکه کي پېش شي او او تاسو په هغې کي ياست ، نو مه ځيني وزئ او کله چي په يوه زمکه کي پېښ شي او تاسو په هغې کي نه ياست، نو مه ورځئ !!

دا حديث او همدا راز نور ګڼ احاديث په دې اړه شته چي بايد د وبا د مرض په وخت کي احتياطي تدابير او اسباب اختيار کړل شي او دا د اسبابو استعمالول د ځان ساتني لپاره پر الله تعالی د توکل کولو سره منافي او په ټکر کي نه دي .

بله خبره دا چي کله چي يو مرض د  طاعون او وبا شکل اختيار کړي، نو بيا د مرض خطر مسلمان او کافر دواړو ته متوجه کېږي .

د طاعون او وبا تاريخ ته که نظر وکړو دا خبره به را ته څرګنده شي چي مسلمانان هم د وبا له امله مړه شوي دي .

لکه د بېلګي په توګه د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – په شمول د ده ټوله کورنۍ د وبا له امله شهيدان شوي دي .

حضرت ابو عبيدة بن ا لجراح – رضي الله عنه – د طاعون له امله شهيد شوی دی .

صرف دا فرق يې شته چي د کافر لپاره عذاب دی او د مسلمان لپاره يې مرګ د شهادت درجه لري .

په حديث شريف کي راغلي دي : الطَّاعُونُ شَهَادَةٌ لِكُلِّ مُسْلِمٍ .( صحيح مسلم ص ۱۴۳ ج : ۲ )

ژباړه : طاعون ( وبا ) د هر مسلمان لپاره ( چي له امله يې مړ شي ) شهادت دی !!

نو دا خبره ناسمه ده چي دا مرض مسلمانان نه نيسي .

نو بايد د ځان ساتني لپاره احتياطي تدابير اختيار کړل شي او

ور سره بايد روحاني علاجونه هم وکړل شي، نو ان شاء الله تعالی له دې عذاب څخه به خوندي شو .  څو يې دلته په لنډه توګه ليکو :

۱ : استغفار ډېر ويل : ځکه په استغفار سره له دُنيوي عذاب څخه انسان خوندي کېږي . ( تفصيل يې زموږ په کتاب : کامياب مسلمان ص : ۲۸کي وګورئ ! )

۲ : بِسْمِ اللهِ الَّذِي لاَ يَضُرُ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ ، فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاءِ ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم ( سنن ابي داود ص : ۶۹۴ ج : ۲، الترمذي ص : ۱۷۶ ج : ۲ )

 ۳ ځله سهار او ۳ ځله ماښام لوستل .

۳ : درود شريف لوستل

۴ : له الله تعالی څخه دُعاګاني غوښتل چي الله – جل جلاله – مسلمانان له دې عذاب څخه وساتي .

يوه دُعاء دا ده : اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَدَنِيْ ، اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ سَمْعِيْ ، اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِي بَصَرِيْ ، لَا إِلَهَ إِلا أَنْتَ ( سنن ابي داود ص : ۶۹۴ ج : ۲ ) ۳ ځله سهار او ۳ ځله ماښام لوستل .

۵ : پر الله تعالی توکل او عقيده لرل چي يوازي هغه تکليف به رارسېږي کوم چي را ته ليکلی وي او کوم چي را ته ليکلی نه وي، هغه به هيڅکله نه رارسېږي .

که دا اسباب اختيار شي، نو ان شاء الله تعالی له دې عذاب څخه به مو الله پاک و ساتي .  

و صلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و اصحابه اجمعين

ليکوال : الحاج مولوي عصمت الله عزام