آرشیف

2019-8-25

دینداري او دینداران

دینداري درې ډولونه لري، لومړی ډول یې عامیانه(عوامانه) دینداري ده دوهم ډول یې بیا عالمانه دینداري بلل کیږي او درېیم ډول یې تجربه شوې یا تجربي دینداريده. اوس که دا درې ډولونه وپېژنو؛ نو خپله دینداري باید د شناخت له دې فلتره تېره کړو چې کومې پوړۍ کې قرار لرو.د شناخت په اړه یې دومره وایم چې عامیانه دینداري تر ډېره پورې پر مصلحتونو ولاړه وي، مصلحت بد شی نه دی مګر ټول عامیانه دینداران مصلحتونه د ځان په برخه را څرخوي، په دې برخه کې مشهوره خبره ده چې عامیانه دینداري د علت له مخې کیږي نه د دلیل له مخې (یعني چې زما پلار کوم ډول دیني لیدلوری لري زه چې یوه عام او ناپوهه دیندار یم باید ورته لیدلوری ولرم او ددې لیدلوري علت هم زما د پلار دیني لیدلوری دی، له دې لیدلوري انحراف او بې لاري دیني بېلې لارې او انحراف بلل کیږي). عامیانه دینداران عالمانه شک نه لري، دلیل یې دادی چې عقلي جمود او ناپوهۍ سره مخ وي او د مفاهیمو او باورونو په سپړنه او فلسفه نه پوهیږې یا پوهېدل نه غواړي، بلکې ددوی شک جاهلانه وي( یعني په دا ډول دینداري کې شک جاهلانه شک وي؛ ځکه علمي شکي زاویه ترلاسه کول د عوامو کار نه دی؛ بلکې هغوی چې د یقین پر مرتبو او عقلي پوختګي پوه شي؛ عالمانه شک ورسره ملکری وي) دا د توحید یا باورونه په برخه کې مثبت ټکی نه دی بلکې د خفګان خبره ده؛ ځکه ډېر دیني تعلیمات راته وايي چې تر عمله لومړی علم اړین دی او هغه عمل چې د علم په رڼا کې کیږي مقبول وي، نه بې علمه عمل. بله دا چې عامیانه دیندارانو ته تقلید تر تحلیل لومړیتوب لري. هغه سړی چې پر دیني باورنو یې علمي فکر نه وي کړی یا یې پر فکري او منطقي اړخ خبر نه وي تر ډېره تقلید ته ناست وي؛ ځکه خو د تقلید او پیښو په دې زمانه کې ډېری انسانان د جهالت او بي دیني کندو ته ورغورځي.  
دوهم ډول دینداري(عالمانه دینداري) بیا نظري عقل ته په اصلي محور کې ځای ورکوي او عالم دیندار دین ته د شناخت او معرفت له زاویې ګورې. د لومړۍ دینداري په پرتله چې هلته عقل ته ځای نشته او عوام دینداران عقلانیت په غیران هم نه اخلي دلته بیا عالم دیندار انساني عقل له نقل سره یوځای کوي او اساسي موخو ته ځان رسوي یا رسیږي. دا ډول دیندار په تقلیدي عباداتو، باورونو او مفاهیمو پورې نه محدودیږي،(مانا دین ورته څو مشخص او ځانګړي عبادات یا مراسم نه تعریفیږي؛ بلکې هغه د ژوند د هرې برخې نسخه بولي، نه دا چې له دین څخه یې زده کړه یوازې لمونځ، روژه، حج او … اعمال وي) عالم دیندار غواړي دیني مفاهیم او دیني باورونه د خپل نړۍ لید په بڼه وړاندې کړي. هغه ته تر تقلید، څېړنه مهمه وي او د باورونو راز او منځ ته ور ننوتل یې اصلي دنده وي.( مانا دا چې د نن په ژبه فلسفي نظر او لیدلوری هم لري) دی د اقتصاد، تجارت، سیاست او ځينو نورو برخو په اړه محدودو او مطلقو قوانینو کې نه را محدوديږي بلکې له دیني اوصولو سره د هغو همغږي پسې ګرځي. په مسایلو کې د ولې؟ پوښتنه تل پوښتني، دا ډول دینداري کې بیا عالمانه شک د جاهلانه شک ځای نیسي. عالمانه شک تر جاهلانه شک ښه دی؛ مګر دې ته مو پام وي چې هر ډول وي خو شک او شک بیا د دینداري په برخه کې ستر دښمن بلل کیږي. د عالمانه دینداري یوه ستونزه هم عالمانه شک او بې باوري ده چې خورا لوی بحث دي، هغه ستونزه چې تجربوي دینداري ترې پاکه ده، د کومې په اړه چې بل وخت بشپړ بحث په کار دی. 
اوس د څو نمونو او بیګلو په وړاندې کولو سره دا دوه  ډوله دینداري روښانه کوو: 
عام دینداران د نوروز په تحریم یا تحلیل باور لرياو په دې معضله کې ګیر پاتې وي، دوی اجازه نه ورکوي چې په دې برخه کې څېړنه وشي او دیني یا اسلامي معارف دي ولوستل شي. هغوی چې د تحریم خبره یې کوي نه غواړي د تحلیل باوره خلکو نظر واوري، دلایل یې وګوري او په اړه یې څېړنه وکړي. بل پلو هغه ډله چې پر تحلیل یې باور لري، که عام دیندار وي؛ نو شونې ده چې په تقلیدي ډول دې پوړۍ ته رسېدلی وي یا یې هم له څېړنې پرته د تحلیل خبره کوي. مګر عالم دیندار له دې شکه وتلی وي یا له دې معضلې را تېر شوی وي، دې او دې ته ورته مقولو یا پدیدو په اړه یې څېړنې کړې وي، اسلامي معارف یې لوستی وي، په تا ویلو او ما ویلو باور نه لري، بلکې غواړي په خپله د شناخت دې دریاب ته ور ودانګي او یوې موخې ته ورسیږي. په اړه یې د کتابونو ورقې مطالعه کوي او د یوه ښه دیني شناخت لټه کوي. 
عام دینداران کلتور، ژبې، فرهنګ او وطني جغرافې ته ښه نه ګوري دوی دې مقولو ته په هرنګه حالت کې د شک له زاويې ګوري. په دې برخه کې هیڅ شرایط او استثناوي نه مني او باریکه یو ته یې پام نه ور اوړي. عالم دیندار د کلتور په ارزښت خبرې کوي او نبوي سیرت کې په دې اړه مصادق لټوي، هلته وطني او کلتوري مفاهیم موندلی شي، دا ورته خورا سخته وي چې د ددې دومره لوی باور او علاقې خلاف غږ پورته کړي، دی هغه علاقه او باور چې په مسلمان روح او وجود کې را ټوکېدلی وي په سخته چلینجوي. دی په دې برخه کې شرایطو ته قایل وي، استثناوي لټوي او بریکۍ ترې نه پاتې کیږي. 
عام دیندار باور لري په قرآن او دیني تعلیماتو کې د علم او زده کړې مصداق یوازې او یوازې دیني علم دی او هر ډول عصري او تجربوي علم له دې دیني او اسلامي ارزښت څخه باسي. مګر عالم دیندار په دې برخه کې په لومړیتوب او کمالیت خبرې کوي. عالم دیندار په دې هڅه کې وي، چې د دیني او عصري زده کړو ترمنځ اړیکه برابره کړي، په یویشتمه پیړۍ کې د دیني او عصري زده کړو پر لارو، استفادې، ګټو او لاسته راوړنو خبرې کوي. عالم دیندار غواړي دیني او عصري زده کړې، نصاب یې، مکانیزم او د تدریس شیوه یې تر بیا کتنې تېره شي او له نړۍ سره سیالي دې وسایلو او نویو غوښتنو کې نښتې بولې.
عام دیندار موبایل، ټیلویزون، موټر، طایره،اخبار، مجله، کمپوټر او … وسایلو ته د مرض له لیدلوري ګوري او ددې وسایلو پر خوبیانو سترګې پټوې. هره وړتیا او اسانتیا یې نفي کوي او تل غواړي طرد یې کړي، مګر عالم دیندار له دې سره ــــ سره چې پر ستونزو او بې کاره استفادې یې خبرې کوي د یوېشتمې پیړي غوښتنې یې بولې او د هغوی زده کړه او شناخت ورته اړین ښکاري، عالم دیندار د دینانت د عامه ولو او رسولو لپاره له دې وسایلو ګټه اخلي او د لسو پر ځای سل مخاطبان مومي. 
دا یو څه باندنۍ(بیروني) دیني بیلګې وې، اوس که په دیني زده کړو او اخځ کې بیلګې وړاندې کول غواړو بیخي زیاتې دي: 
عام دیندار په یوه مسلمانه ټولنه کې د تکفیر، تفسیق او تحریم کلمې بې له ډاره استعمالوي، دی فکر کوي چې په ډېرې اسانۍ سره انسان د اسلام له دایرې وځي، ځکه خو له هرې کلمې او لفظ سره ډېر پام په کار دی هسې نه چې د الفاظو په دې ګرم بازار کې د فتوا تر تیغه لاندې شي. د بیلګې په ډول عام دیندار باور لري چې که دې ږېره وخریله او ودې ویل چې له وړاندې ښایسته شوې نو کافر!!! شوې؛ مګر د عالم دیندار بیا دې ډول قضاوت، فتوا او شناخت ته خندی راځي. دی باور لري چې د ګیرې خریل ګناه ده، خو کفر نه دی، لکه دروغ، غیبت، د بل مال خوړل، عبادات نه کول، د ابرو او عزت له منځه وړل، چغول خوري کول، بې علمي، مشوره نه کول، ښځې ته په کم نظر کتل او هغه له انساني حقوقو منع کول، غصه، قسم او ښکنځلې، د ژبې بې ځایه استعمال او …. نور ګناهونو په څېر. عالم دیندار بیا غواړي د ګناه په بدۍ وغږیږې او خلکو ته ور تداعي کړي چې موږ څومره پاکي ته اړتیا لرو، عالم دیندار دلته د کفر د کلمې په اړه عربي ادبیاتو او ژبنیزو قوانینو ته ورځي او د کلمې پېژندنې له مخې دا کلمې تر څېړنې لاندې نیسي چې آیا هغه کفر چې د خدای د نه منلو له امله یې یوه سړي ته خطاب کیږي له دې کفر سره برابر دی او که دلته کفر د بل څه مانا لري، یا د ګناه په مانا دی. 
عام دیندار باور لري چې په لمانځه کې له ښنګرو ښکته پایڅې که په هر حالت کې وي، انسان د جهنم کندې ته بیايي او د لاندې حدیث له ظاهره دا پورتني تعبیر وړاندې کوي. مګر عالم دیندار ددې الفاظو په ظاهر باندې قضاوت نه کوي او دا د اسلام له مبارک روح ډېر لرې بولي چې په دومره کوچني عمل باندې دې مسلمان انسان د جهنم لایق شي. هغه د نبي کریم(ص) موخې ته فکر کوي چې ګواکې له دې منعې یې موخه څه وه او اخر مومي چې د کبر او غرور نفي ده او دا تعبییر هغه وخت د منلو بولي چې ټولنې کې د غرور، منانیت او مالداري نښه همدا د پایڅو ښکته کول وي ــ څه ډول چې د محمد مصطفی(ص) په زمانه کې وه ــــ 
ما أسفل الکعبین من الازار فهو فی النار۱  
ژباړه: هر هغه څه چې د ښنګرو ښګته تر پرتوګ لاندې شول، په اور کې دي.
عام دیندار باور لري چې د هر ډول کافر انسان وژل روا دي، له دوی سره جهاد او قتل د هر مسلمان انسان وجیبه ده او د مالونو چور یې غنیمت شمیري.  
((په دې وروستیو کې د فقهې او شریعاتو له ځينې زده کوونکو سره مخ شوم، دوی چې د کم علم او کمزوري شناخت څښتنان وو، د لاندې حدیث له مخې یې له هر غیر مسلمان سره جګړه واجب بلله: 
أمرت أن أقاتل الناس حتی یشهدوا ألا  إله إلا الله وأن محمداً رسول الله، یقیموا الصلاة، و یؤتوا الزکاة، فإذا فعلوا ذلک عصموا مني دماءهم و أموالهم إلا بحق الإسلام و حسابهم علی الله.۲
ژباړه: ماته امر شوی، چې له خلکو سره وجنګیږم تر هغې چې شهادتین په ژبو ووایي، لمونځ قایم کړي او زکات ورکړي هرکله یې چې یې داسې وکړل وینه او مالونه به یې په امان کې وي. 
سړی حیران پاتې شي اخر دوی چې د قرآن حافظان دي یا هم د دیني او اسلامي علومو زده کړیالان دي ولې له ډېرو قاطع نصوصو او روایاتونو څخه سترګې پټوي او که له دې دومره دیني معارف څخه منکر دي؟!  دوی هغه نصوص هیر کړي دی چې په ښکاره ډول سره د دوستي، نرمي، جوړجاړي، نیکي کولو او فکري آزادي زده کړه ورکوي او د الله(ج) احکام بیانوي.۳ دا ډول کړنلاره او زده کړه ټول هغه احادیث او روایات د هېرې کندې ته ور ټېله کوي چې موږ ته په کې د نیکي او دوستي درسونه راکړل شوي دي. یقینا ورته زده کړه او شناخت خورا کمزوری دی او د اسلامي معارف په زیان تمامیدلی شي.)) ۴
دا او دې ته ورته په سلګونه بیلګې دي چې ښه يي زموږ دینداري لا هم عوامانه ده او عالمانه دینداري د خدای(ج) د ډېرو کمو او مبارکو بنده ګانو نصیب ده. لیکوال باور لري چې په دیني برداشت او اخځ کې د زیات مخالفت لامل هم د عوامانه دینداري شتون دی؛ ځکه وړاندې مو وویل چې په ورته دینداري کې دیندار کوښښ کوي چې مصلحت او سلیقوي چلند وکړي او کله چې داسې شي؛ نو خبره د ځان ځاني او ځان منلو شوه هلته چې بیا د نورو منل او اورېدل ناشوني وي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ــــ صحیح البخاری 
۲ـــ مسند احمد
۳ـــــ تلاوت کړئ (کهف ۲۹، الکافرون ۶، رعد ۳۱، قصص ۵۶، شوری ۴۸، الغاشیه او بقره ۲۵۶) 
۴ـــ سعید، خلیل الرحمن. دیدن دیگرآموز. لومړی چاپکال ۱۳۹۶