X

آرشیف

د ښځې مصافحه نامحرم نارینه ته!

 
بسم الله الرحمن الرحیم

مصافحه یا د ښځې لاس ورکول نامحرم نارینه ته، د اسلامی شریعت له مخې په مطلق ډول روا نه ده. توپیر نه کوي اونه دغه ناروا د ښځې او نارینه د عمر، چې کوچني وي که لوی اړه لري او نه عمر په روا و ناروا وو کې اغیزه لري. سبب یې داده، چې په دغه عمل کې د دواړو له اړخه وسوسه او فتنه پیښیږي او شیطاني فتنو سره مرسته کوي، څومره به ښه وي که اړتیا وي دغه ستړي مه سي په ګړني(شفاهي)ډول وشي.
خدای تعالی هم په دې اړه فرمایلي دي: « وإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ ذَلِکُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِکُمْ وَقُلُوبِهِنَّ» (د احزاب سوره ۵۳ آیه).(یعنی: کله، چې د ژوند څیزونه د امانت په ډول هغوې (د نبی له میرمنو) څخه غواړي د پردی له شا څخه یې وغواړي؛ دا کار ستاسو او د هغو د زړونو د پاکوالي لپاره ښه دی.)
مفسرین وایې ددې مبارکې آیه حکم یوازي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم میرمنو پورې اړه نه لري، بلکې حکم یې ټولو مؤمینو میرمنو باندې هم صدق کوي، که داسی وشي، چې یو څیزاو یا امانت اخیستل د پردې تر شا ترسره شي، نو هغه وخت د لاس ورکولو او لمسکولو حکم یې ټاکونکی او مشخص دی؟!
په یو حدیث کې له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:« « العَیْنَانِ زِنَاهُمَا النَّظَرُ، وَالأُذُنَانِ زِنَاهُمَا الاسْتِمَاعُ، وَاللِّسَانُ زِناهُ الکَلاَمُ، وَالیَدُ زِنَاهَا البَطْشُ، وَالرِّجْلُ زِنَاهَا الخُطَا». بخاري(۶۶۱۲،۶۲۴۳) مسلم (۲۶۵۷). (یعنی: سترګې زنا کوي او زنایې نامحرم ته په کتو کې ده، د غوږونو زنا غوږ نیول نوساني او شهوتي خبرو ته ده، او د ژبې زنا په شهوت پارونکو خبرو کې ده، او د لاسونو زنا نامحرم ته لاس ورکولو کې ده، او د پښو زنا نامحرم ته په بد نیت تللوکې ده.)
همدا رنګه په صحیح حدیث کې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي دی، چې فرمایلي دي:
« إِنِّی لَا أُصَافِحُ النِّسَاءَ» (زه له ښځو سره مصافحه نه کوم) أحمد (۶/۳۵۷). (زه په هیڅ صورت کې ښځو ته لاس نه ورکوم).
په یو بل حدیث کې له عایشې رضی الله عنها څخه روایت شوی:
« مَا مَسَّتْ یَدُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّی اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ یَدَ امْرَأَةٍ قَطُّ غَیْرَ أَنَّهُ یُبَایِعُهُنَّ بِالْکَلَامِ»  بخاري (۵۲۸۸)، او مسلم (۱۸۶۶). یعنی: (رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅکله ښځې ته لاس نه دی ورکړي، او له ښځو نه یې په ژبني ډول بیعت اخیستی دی.)
طبرانی په «المعجم الکبیر» کې له معقل ابن یسار رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
« لأَنْ یُطْعَنَ فِی رَأْسِ أَحَدِکُمْ بِمِخْیَطٍ مِنْ حَدِیدٍ خَیْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ یَمَسَّ امْرَأَةً لا تَحِلُّ لَهُ »
 صحیح ألبانی فی«الصحیحة» (۱/۴۴۷). یعنی(که له تاسو څخه د یوه په سر کې د اوسپنې میخ لاړ شي له دینه ښه ده ،چې ښځه لمس کړي، چې ورته حلاله نه وي).
او همدا رنګه طبرانی له ابی امامه رضی الله عنه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم روایت کوي، چې فرمایلي دي:
«لَان یَزْحَمُ رَجُلٌ خِنْزِیرًا مُتَلَطِّخًا بِطِینٍ، أَوْ حَمْأَةٍ خَیْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ یَزْحَمَ مَنْکِبِهِ مَنْکِبَ امْرَأَةٍ لا تَحِلُّ لَهُ»  «الترغیب و الترهیب»۲۶/۳ (۲۹۳۸).
یعنی: (که د چا بدن په خاورو او خټو لړل شوي خوک ولږیږي له دینه ښه ده، چې اوږه یې د هغې ښځې په اوږه ولږیږي، چې ورته حلاله نه وي).
او په یو بل حدیث کې له ترمذي، ابوداود، ابن ماجه او«الأدب المفرد» کتاب کې د امام بخاري راغلي، چې: یوه ورځ رسول اکرم – صلی الله علیه وسلم – یوه ډله ښځو لخوا تېریده د لاس په اشاره یې هغو ته سلام واچوه. خو محدثین ډېروي، چې: په سنن ترمذي، کې تصریح شوي، چې دغه ښځې په مسجد کې ناستي وي.
علمإ وایي: که کومه مانع ونه اوسی او فتنه هم نه وي، ښځو ته ګړنی یا شفاهي سلام ورکول روا دی. لکه زړو ښځو ته سلام ورکول. ځکه، چې په یو مسلمان لازمه ده، چې زړو ښځو ته سلام واچوي، همرایې وکړي او د حال پوښتنه یې وکړي.
په صحیح بخاري کې راغلي، چې صحابه رضوان الله علیهم اجمعین به د جمعی لمونځ نه وروسته د زړې ښځې خواته ته، چې دده د لارې په سر وه او سلام به یې ورته اچوه.
دا کار یو شفقت او مهربانی ده له زړو مسلمانانو سره، چې دایې یو ښه امر قبول کړی او په زیاترو نصوصو کې ورته هڅول شوي دي. او ابن قیم هم په زاد المعاد کې دغه نظر تایید کړی دی.
بخاري په «الأدب المفرد» (۱۰۷۳) کې او محقق زاد المعاد (۲/۴۱۹) کې وایې: د دغه حدیث سند کې د زړه کمزورتیا (ضعف) وجود لري.
ترمذي په (۲۶۹۷) او ابوداود په (۵۲۰۴) او ابن ماچه په (۳۷۰۱) او الأدب المفرد په (۱۰۴۷). او آلباني همدا په سنن صحیح ابي داوود او نورو کتابونو کې یې صحیح قبول کړی دی. نګاهالصحیحة (۸۲۳) او جلباب المرأة(۱۹۶-۱۹۴).
دغه ټول د لیلونه د اسلام مقدس دین کې موجود دي، چې ښځه او نارینه یې نامحرم ته د لاس ورکولو څخه منع کړي دي.
خدای تعالی هم د ښځو او هم د نارینوو د هدایت لپاره فرمایلي دي:
«قُلْ لِلْمُؤْمِنِینَ یَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَیَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِکَ أَزْکَی لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِیرٌ بِمَا یَصْنَعُونَ * وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ یَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَیَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا یُبْدِینَ زِینَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْیَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَی جُیُوبِهِنَّ وَلَا یُبْدِینَ زِینَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِی إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِی أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَکَتْ أَیْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِینَ غَیْرِ أُوْلِی الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِینَ لَمْ یَظْهَرُوا عَلَی عَوْرَاتِ النِّسَاء» (د نور سوره ۳۱ آیه).
یعنی: مؤمینو نارینوو ته ووایه، چې سترګې دي له نارواوو څخه پټي کړي او پاکې دې اختیار کړي، چې دا ورته غوره ده بي له شکه خدای تعالی چې هر څه کوي پو دی.
او ایماندارو ښځو ته ووایه چې خپلي سترګې نارواوو څخه ونیسي او خپلي لمني دي وساتي او خپل ښایست د (بي له هغې اندازي چې ښکاره ده) ښکاره نه کړي او د خپل ټکري څنډې دي په خپله سینه هم واچوي (چې سربیره د سر ویښتانو او غاړې سینه یې هم پټه اوسي) او خپل ښایست ښکاره نه کړي بی له خپلو خاوندانو، یا پلارونو یا د خاوندانو له پلارونو یا د خپلو ځامنو یا د خاوندانو له ځامنو، یا له ورونو نه یې، یا د ورونو له ځامنو نه، یا د خویندو له ځامنونه یا همدینه ښځو او یا کنیزانو نه یې یا هغه ماشومانونه ، چې د ښځو په غړو خبر ونه اوسي.
نو په دغه صورت کې په مطلق ډول ویلي شو، چې یوي نامحرمې ښځې ته لاس ورکول یا د هغې لمسکول حرام او ګناه ده.
نو اسلامی او شرعی حکم همدا ده، چې د نارینه لاس ورکول نامحرمې ښځې ته په مطلق ډول روا نه ده.
والله اعلم

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.