آرشیف
دپاکستان پروړاندي سياسی احتياط اومعين دريز اړ ين بولم!
حبیب الله غمخور
دافغانستان اوسنۍ حالت ډير دردونکی برېښې ،هره ورځ دپارلمان نه نيولې ،دولتی چارواکي اوعام خلک سرټکوي اوهر يو داخبره کوی چي دښمن دهيواد دمختليفو سيموداشغال وړتيا ترلاسه کړې ،امنيت دهرې ورځې په تيرېدوسره ټکنی کيږي . دې خبرو پدادسي حال کي زور اخستۍ چي څه موده وړاندي محمد اشرف غنی پاکستان ته يو تاريخی سفروکړی . اشرف غنی پاکستاني لوری ته ددوستۍ لا س وروغځاوه ،خو پاکستاني چارواکوداځل هم دتل پشان ددې پرځاي چې ددوستۍ دغځول سوی لاس درناوی یې کړی واي داشرف غني دحاکميت پرخلاف یې دادۍ دروزل سوو طالبانو لخواچې اوس یې لادداعش په نوم ډله هر ورسره يوځاي کړه (( دعزم )) په نوم دپسرلنيو پوځي عملياتو پيل اعلان کړ .دپاکستانی چارواکو داسياسی ژست اوحرکت اشرف غنی ته هغه ډالی وه چې خپله هم پرې پوهېده او ددې ډالی په پايله کي دهيواد په يوشميرسيموکي ولسونه له امنيتی ستونزو اوکړاونوسره مخامخ سول .
موږ تل داخبره کړې چي پاکستانی چارواکی ، دافغان چارواکو له سياسي ضعيف دريز نه دافغان ولس پر پرخلاف دخپلوسياسی گټوترلاسه کولو په برخه کي استفاده کوي ،ځکه خوډيره اړينه ده چې زموږ دولت د دپاکستان پروړاندي دقيقه او اساسی کړنلاره ولري .
پاکستان زموږ سره په سياست اوسياسی معاملوکي هيڅکله هم صادق ندی .ښه بېلگه یې داده چي پاکستاني چارواکو اشرف غنی ته دومره ځان ورنږدې کړ چې هغه ددوي پرحرکتونو او ويناوو باورپيداکولوپه فکر کي سو ،خوسمدواره یي دادۍ گوروچي اشرف غنی یې دټول صداقت سره داسي يوي جگړه ماری لوبي ته راوباله چي په ټول هيوادکي یي ورته دجگړې اور بل کړ .داده دپاکستانی چارواکوددوستۍ اصلی څېره .پاکستان بايد دسياسي مذاکراتوپرهغه ميز گونډه شي کوم چې دنړيوالولخواپه افغانستان کي ددايمی سولي اوثبات راوستولپاره رابلل سوی وي .که نړيوال زبرځواک وغواړی په افغانستان کي سوله راسې بېله جگړې په ډيره ساده بڼه راتلای اوپاکستان دخپل دې افغان دښمنه سياست اولجاجت نه لاس پرسرکولاي سي .
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور