آرشیف

2020-5-5

شاه ولی آرین

‎د هېـواد څلویښت کلنه غمیزه او ځوان نسل: دویمه برخه

په تیره برخه کې دی ټکي ته اشاره وشوه چې د یوې ټولنې په پرمختګ کې د ځوان نسل رول او اغیزې خورا د اهمیت وړ دی، خو په دی شرط چې د دی ټولنې ځوانان په طبعی او نورمال ډول زده کړی تر سره او ښه تعلیم او تربیه شې، د هیواد پالنې روحیه ورکړ شی، په خپله مورنۍ ژبه زده کړې تر سره کړي، ځکه چې په مورنۍ ژبه زده کړې په ټولنه کې د هر انسان او په خاص ډول د ځوانانو يو فطري او طبيعي حق دى او حکومتونه دنده لري چې د دې حق د تامین له پاره لازمې اسانتیاوې او مناسب شرايط د ځوان نسل له پاره برابر کړي.

 

یو عالم په دې اړه وایي:

«زما جهان لیدنه له مورنۍ ژبې ده کله چې جهان لیدنه له مورنۍ ژبې څخه وي او څوک له دې څخه محروم شي، نو په واقیعت کې هغه لید ورڅخه اخیستل کیـږي د کوم په واسطه چې هغه جهان ویني یعنې هغه د یو ړانده په شان وي چې په دې نه توانیږي چې یو څه له بل څخه تفکیک کړې یعنې دغه کس د یو سرګردانه شخص په ډول په نړۍ کې اوسیږي.» 

په رښتیا چې دغه څه هم زموږ په هیواد کې څلویښت کلنې روانې نیابتي جګړی زموږ د ځوان نسل نه یرغمل کړي دي.

 

یو بل ژبپوه داسې وائي چې:

«مورنۍ ژبه د لومړنۍ زده کړې بنسټ ګڼل کېږي او ماشوم باید په داسې چاپېریال کې وروزل شي، چې د پدیدو د ښې پېژندنې له پاره لومړی خپله مورنۍ ژبه زده کړي.» 

همدې اصل ته په کتو سره مورنۍ ژبه د نورو ژبو د زده کړې له پاره ښه زینه جوړوي او په پرله پسې توګه د نورو ژبو د تمرینولو له پاره خپله پوهه او تجربه تراشي، چې په خواشینۍ سره زموږ ځوان نسل او تنکي ځوانان ترې جګړی بې برخې وساتل، د جګړی ترخو اغیزو په پاکستان، ایران او د هیواد په دننه کې ځوان نسل او تنکي ځوانان نه یوازی دا چې د مورنۍ ژبی د زده کړو نه بې برخې کړل، بلکی له عادی او نورمالو زده کړوهم پاتې شول او د تنظیمي، ګروپي، قومي او نورو منفی تمایلاتو ښکار وګرزیدل. 

د جګړې په دغه ځورونکي تراژیدۍ کې نه یوازی زموږ د هیواد له ځوان نسل نه مو نه یوازې د وسیلې په توګه د هیواد په کورنۍ جګړو کې استفاده وشوه، بلکي په زرګونه ځوانان مو د پاکستان، ایران،سوریی، سعودی عرب، فلسطین جگړو ته د تنظیمی اته ګونو او اووه ګونو مشرانو له لوری په بی رحمانه توګه ولیږل شوول، چې ډېرو یې خپل خوږ ژوند د پردیو د نیابتي جګرو قرباني کړ. 

د طالبانو د حاکمیت څو کلنې دوری په هیواد کې د ځوان نسل د زده کړو، روزنو او نورو ټولنیزو مصروفیتونو مخه بیخی ډب کړه، دغه دوره نه یوازی د ښځو او ځوانو نجنو د تیاری او زده کړو د محرومیت دلیل ګڼل کېږي، بلکې د هیواد ټول ځوان نسل اوتنکي ځوانان د زده کړو نه محروم پاتی شوول په جبری توګه د ځوانانود میل، غوښتنو خلاف د اوږدو ږیرو پریښول او د زرګونو نورو کړاونو او ستونزو تر څنګ جلا وطنی ته اړ ویستل شول.  

کله چې موږ د ځوان نسل د اړتیاوو، دندو او مکلفیتونه په رابطه بحث کوو، دلته یواځي ځوانان نه، بلکې ځوانې نجونې هم یادولی شو چې زموږ د هیواد د وروسته پاتی کلتور، فرهنګ او نادودو د قربانیو تر څنګ دوی هم د جګړې د لمبو  قرباني شوی او دغه لړۍ دوام لری.

زموږ د ټولنې دغه برخه تل له خپلو انساني، افغاني او اسلامي حقونو نه بې برخې پاتې شوي او د څلویښت کلنې جګړې له اور څخه تر نورو ټولو قشرونو نه دوی زښت ډېر سوځېدلي او دردیدلي دی.

همداچې زموږ د هیواد نجونې له یوی خوا د هیواد په روانه جګړه کې د نورمال ژوند له حقونو، زده کړو، لوړو زده کړو، سپورت، هنر، موسیقی او نورو ټولنیزو ارزښتونو نه بې برخې پاتې شوی دی، له بل پلوه له سختو ستونزه، تشدد او زور زیاتیو سره تل لاس او ګریوان شوی چې د هیواد تاریخ یې هیڅکله نه شې هیرولی.

د څلورو لسیزود جګرو په بهېرکې د هیواد پر ښځینه قشراو په خاص ډول ځوانو نجونود زور زیاتي، جبری او زور ودونه د زورواکو او تنظیمي قوماندانانو او مشرانو، دولتي ارګانونو په خاص ډول ، پولیسو او په نوم د ملي امنیت د ارګانونو له لورې زورونې جنسي تېری او زرګونه داسې نورې منفي پدیدې هغه څه دی چې د تیرو جګړو د روان بهیر حکومتونه، تنظیمونه، زورواکې، محلي قوماندانان او د هیواد د روانې جګړې بهرني اړخونه به یې تاریخ ته محکوم او هیوادوالو ته حساب ورکوی.

هو! جګړه یوه شومه پدیده ده. جګړه تباهي او د ټولنې د هویت، ثبات، پرمختیا او نورو ټولو مادي او معنوي ارزښتونو او اړتیاوو د مخنیوی اساسي ګواښ او لامل دي. جګړه د یوې ټولنې رنګ ، کمیت او کیفیت ته بدلون ورکوي، جګړه پر مدني، علمي، اخلاقي او ټولو ټولنیزو ارزښتونو د بد بختیو جال غوړوي او د ټولنې اصلي او طبعي مسیر ځنډوي،بندوي او د پرمختګ پر ځای یې شاته را تمبوي، نو ځکه په داسې حال کې تر ټولو خورا زیات په هیواد کې د ځوان نسل دنده ده چې د تیرو ناخوالو نه د عبرت درس واخلی، له تنظیمي، قومي او ژبنیو تعصباتو نه ځان راوباسی، کله چې ځوانان دې ته متوجه شي چې دوی په ټولنه کې څوک دي او څه مسوولیت لري، همدومره کفایت کوي چې دوی دې ته هم متوجه شي چې څه باید وکړي.

زما په اند دا چې ځوانان له بل هر قشر نه ډېر د جګړې قربانيشوي دي،همدا ځوانان دی چې خپلې ټولنې ته له دې غمیزی نه خلاصون ور په برخه کولای شې، خو شرط یې دا دي چې: 

خپل ځانونه په زده کړو سنبال کړي پوهه حاصله کړي، هغه وخت به بیا نه د قومي، ژبني، تنظیمي او سیمه ایز تعصب ښکار کیږي، بلکې د هیواد د لوړو ګټو او د هیواد پالنې په لوړ فکر سره به د جګړې او ناخوالو پر ضد اګاهانه علمي او د قلم د څوکې له لارې د نورو هیوادوالو د ذهن او تفکر د روښانولو په لار کې خورا مهم رول لوبولي وشي. 

نني ځوانان ځکه د ټولنې برخلیک بدلولي شې چې دا زمانه د تخنیک او تکنالوژۍ زمانه ده او ځوانان پر دغه تخنیک یو څه برلاسې دې.

راتلونکې او وروستۍ برخه به په پرمختللو هیوادو کې د جلا وطنو افغان ځوانانو د ژوند او ستونزو په هکله بحث وي چې د یادولو وړ یې بولم.

 

نور بیا