آرشیف

2017-12-7

دوکتور ص. سعیدي

‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب چا وواژه!

 

كه مو مشران او حكام ښه که بد دي ددې وطن مشران او حکام دي. مونږ حق لرو ورته ښه او یا بد ووایو او دا زمونږ کار دی،آما که زمونږ مشران پردي او زمونږ دشمنان وژني او شهیدوي دا جنایت دی او افغان ولس نباید پاکستان ته دا وبښي. 

په یاد ولرئ او زمان هم ثابته کړه او ثابته به کړي: 

پاکستاني استابلشمنت او ای اس ای د افغان ملت، افغانستان او سیمه کې د سولې دشمن وه، دی، او دشمن به پاتې شي. 

افغان حُکام دې په ده پوه شي چې حتی د پاکستان په لاس جوړ شوای د برهان الدین رباني حکومت هم  پاکستانیانو بعد  له دې چې افغان امنیتي ځواکونه یې پرې کباړ کړل، بیا یې د لمېنځه  وړو لپاره ورته کار وکړ. شواهد ښکاره کوي چې پاکستان افغانستان ته هیڅ حاکمیت نه غواړي او که غواړي لاس پوڅی حکومت  غواړي. 

امریکه د خپل لمړي سل ورځې مخکې جنوبي آسیا له پالیسۍ څخه چې پاکستان یې د سیمې دوه مخی معامله ګر او د دې سیمې د غمیزې عامل باله اوس ښکاري عدول کړای او د پاکستاني جنایتکارو سره د ښکاره او سپينو خبرو پر ځای د تعامل او حتی د افغانستان او افغان منافعو او ملي ګټو خلاف تعامل ته حاضر شوای.  (٤/١٢/٢٠١٧ د امريكې د دفاع وزیر سفر پاکستان ته)، د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ د نامشروع او غیر موجودې کرښې په نامه د فکستان لپاره  پر افغان خاوره سرحد جوړول او د افغان کابل حاکمیت سکوت ددې سترو تاریخي جفاو لړۍ ده چې د افغان ولس له ګټو او ملي منافعو پر ضد تر سره کیږي. 

افغان ولس دې پرې خبر وي.