آرشیف

2020-12-13

دوکتور ص. سعیدي

د سولې موانع!

 

د سولې موانع سر زوري، جهالت، تماميت خواهى، د مقابل د هضم او نفيه کولو هڅې او د 21 سدې د منل شوو اصولو د اسلام د دين سره برابر اصول نه  منل او د نا اهله انسانانو او افرادو پر امورو حتى انحصاري تسلط او د سولې د مذاکراتو لپاره غلطې پاليسۍ او بلاخره په جنګ او جګړه کې د پنجاب او نورو  پردو د اهدافو او موخو دتأمين سلسله ده. 

دا جنګ او جګړه ده چې په افغانستان او سيمه کې د مخدره موادو بازار ګرم او چليږي. 

دا د جګړې او نا آراميو شتون دى چې امريکه پاکستاني جنرالانو ته جزيه ورکوي. 

دا د جګړې جزيه ده چې پاکستان د افغان پر خاوره په خپله خوښه اغزن تار غزوي او دروازې  جوړي او خپل سرحدات تحميلوي. لا تر اوسه 83% کار يې  بشپړ دى، چې باقي کار بشپړ شي نو بيا به پاکستاني استابلشمنت  بله لوبه پېل کړي. صادق او ساده طالب به د افغانستان د تأريخ تېره برخه کړي او امريکې ته به ووايي:  دادى ماته دې زما سرحد مالوم کړ نو په سيمه او افغانستان کې امنيت ښه شو او پر طالب به دا تجارت بله بڼه غوره کړي. 

دا د جنګ او جګړې زور دى چې يو شمېر جزيه ګير او جنايتکاره افراد افغانستان کې قدرت کې وه او دي. 

دا دترور او دهشت ډار ده چې يو شمېر افغانان د امريکې د حضور ضرورت افغانستان کې توجيه کوي. 

  د سولې موانع د ملت له ارادې نه بهر دامريکى نه، د ټوپک، انفجار او انتحار په کولو او افغان وژنې، هدفي وژنې او ترور په کولو افغانستان  کې سياسي قدرت ته د رسيدو لار د سولې موانع دي.

د سولې موانع د سياسى مذاکراتو پر ميز پر هغو مسايلو او موضوعوعاتو بحث کول تحميلول دي،کوم چې پر هغو بايد ملت تصميم و نيسي.

د سولې موانع د سياسي مذاکراتو او د سياسي مذاکرې پر ميز پر هغو ارزشونو توافق تحميلول دي،کوم چې د ټول ملت حق دى. 

  مونږ د سولې موانع پېژنو نو د مرګ او ترور تخصص حتمى نه ده د سولې متخصص هم وي. د الله ج نه وډار شئ، د ظلم، تجاوز، ورور وژنې حرامې لړۍ ته ناروا او غېر اسلامي توجيه او مبرر مه وړاندې کوئ!

مونږ پوهېږه چې ددې تراژېدۍ نه، د افغان وژنې  نه د وتلو لارې څه زمونږ لاس او څه زمونږ له وس او توان نه بهر دي. خو مونږ ته په کار دي چې خپل تر توانه، خپل رسالت اداء او د تراژيدۍ د اوږدېدو مخه ونيسو او ددغه شوم حالت اثرات لږ کړو. 

د يوه سياسي بندي د منلو نه دى. خو د  امتياز ورکولو مخکې بايد ټول توافقات وشي. چې د 6400 زندانيانو غېر معمول خوشې کول مفاد ونه کړ، د نور بنديانو خوشې کول به هم له سره مرسته ونکړي او د جګړې ميدانبه لانور هم قوي کړي، چې کړاى هم دى. 

د موجود فرصتونو مخکې له دې چې نور هم ناوقته شي،حد اعظمي د خېر استفاده وکړو. 

و ما علينا الا البلاغ المبين 

و ما توفيقنا الا بالله. 

داکتر صلاح الدين سعيدى

12/12/2020