آرشیف

2020-11-21

دوکتور ص. سعیدي

ښکاري سوله پنجابۍ شوه!

ښکاري سوله پنجابۍ شوه! 
سر يې وخوړه د سولې برګټۍ شوه!
دوحه کې د شوي توافق (19/11/2020) پر بنياد به نور توافقات به ښه زيرى  وي که نه وي، چې د افغاني مذاکرات  اساس امريکايي توافقات وګرځېدل خو په ياد ولرئ چې د والګا باډۍ ته د بېنس د موټر ماشين لګول به دا باډۍ متلاشي کړي. 
که د  افغان ولس  د سياسي مصالحې په چوکاټ کې اصلي تصميم نيونکى نه شي  يو څيز ثابت شو چې دلته د افغان اولس پر ځاى  پر ارزشونو دوحه او قطر کې تصميم و نيول کيږي او هغه هم د  امريکايي او  د پاکستان له لوري، دا به اول مشروعيت نه و نه لري او دوم به عملي جنبه ونه لري. داسې  په ښکاره ښکاري چې دا  امريکايي او پاکستاني توافق د عمران د افغانستان سفر سره د تشنج د کمولو اړخ لګوي. داسې توافقات به بحران وپاروي او ښکاري چې دا به عملي جنبه ونه لري. داسې ممکن توافقات به  افغان او امريکايي لوري او د سيمې سولې ته ډېر سخت خطر ناکه تمام شي. زمان ثابتوي چې د لوبې او دا ډرامه چې افغان حاکميت او بيا د طالبانو سره ناسته او توافق هسې د دنيا د غولونې لوبه ده او دا د دوحې د طالب د درې مياشتو د عدم توافق ډرامه هم هسې په واقعيت کې د طالب لخوا نه، بلکې د آمريکايي هدايت او برنامې سره اړخ لګوي.  ددې دوه درې مياشتو د وخت تېرونه او  زمان کې لوبه،   ېواځې زما او ستا روان او روحيه دا لوبې  ته برابرول وه. 
زما ارزونه ثابتوي چې   دا به امريکې او د افغانستان خلکو ته دېر ستر قيمت ولري. 
امريکه دې خبره وي چې که ېو وار دا برف کوچ په حرکت راغى،  بيا به د هغه مخه هېڅ څوک و نشي نيولاى او هغه به د امريکې د سيمې ټولې برنامه در خاورو سره برابرې کړي چې دا به د   هغوى دتشويش  خبره او کار وي ، خو دافغان د ولس تراژيدي به لا هم اوږده کړي. 
داچې قطر کې  ګويا د افغان حاکميت لوري او طالبانو د امريکې او طالب د توافق د راتلوکي مذاکراتولپاره اساس قبول کړ (19/11/2020)او له ده توافقه د افغانستان جمهور رئيس خبر نه وه او لابه  ډېر افغان مذاکره چي  ټيم  هم خبر نه وه،  هماغه وشول او يا کيږي چې جناب ترامپ سفارش کوي چې بايد د طالبانو سره توافق ته تر جنوري پورې امريکايي لورى ورسيږي. نړۍ او امريکه بايد په ياد ولري چې د افغان ولس هدف باعزته سولې ته رسېدل دي او نه هرې سولې ته.
 داسې ښکاري چې ېوې پاکستانۍ سولې باندې هم امريکايي لورى راضي دى. داسې ښکاري چې امريکه خپل پوځيان له افغانستانه په هر قيمت اېستل غواړي او يا ايستلو ته اړ شواى. داسې ښکاري چې سپينې ماڼى خپل تصميم نيولاى خو مخکې له وتلو که کوم توافق هم وشي نو بده به نه وي. 
سياسي روغه جوړه او مذاکرات اړتياوه او ده اما سياسي متانت او د متخلف افشاء او تجريد هم اړتيا وه او ده. د سياسي روغې جوړې هدف حتمي توافق نه وه او نه دى. 
خو داسې ښکاري چې افغان ملت د دغه امريکايي v پاکستاني سولې نه روسته، د سختو ورځو شاهد به وي. افغان ولس د سولې په نامه ددغې  د سورين تر مېنځ د شنې شوې اونې سيوري ته د ناستې زمانه به سخت آزار ورکوونکې او درد ناکه وي، سوله  او امريکه به سخته  متضرره کړي. 
په ياد ولرئ چې ګواکې دا په هرقيمت ممکنه د امريکايي v طالب + پاکستانۍ سوله چې اوس د عمران خان د افغانستان له سفر سره (19/11/2020) د تشنج د کمولو اړخ لګوي،  افغان ولس او نړېوالې ټولنې ته ډېر قېمته تمام شي. 
وضع د ريښتني بحران خواته روانه ده او کشتۍ به طوفاني حالت سره مخامخه   شي. وطنوالو خبر اوسئ.

و ما علينا الا البلاغ المبين 
داکتر ص. سعيدى 
19/11/2020