آرشیف

2015-1-8

eazam

​دنبي عليه السلام د دعـــوت پـايله

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم  امابعد:
نړۍ دنبي عليه السلام دبعثت په پيل کي ترټولوپه بدحالت کي وه.
په عمومي توگه انسانان په بېلاريتوت کي ننوتي ووځکه دخلگوټول پام خوراک،څښاک اودخوندونوداخيستلوپه لوروو.
لامل يې داووچي له خلگوايمان اودين پورته شوی وو،دعبادت نښي زړې شوې وې،ورورولي اوخواخوږي له منځه تللې وه،حياءاوغيرت ترډېره حده پورته شوی وو.
ددغوښوصفاتواثرپه ټولنه کي ډېرکم لېدل کېدی.
دخلگو ترمنځ به په معمولي خبره شخړي اوبدۍ کېدلې اوبيابه ترکلونوپوري رواني وې.
دانسانانودزړونوسختوالی انتهاءته رسېدلی وو.
ددوی ټول کارونه داسي ووچي دوی يې دبدمرغۍ په لورجلبول.
په داسي حالاتوکي الله پاک خپل حبيب جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم دخپلوبندگانودلارښووني اوهدايت لپاره راولېږی.
څودحضرت آدم عليه السلام اولاد دکفراوگمراهۍ له تياروڅخه داسلام اوصراط مستقيم رڼاته راوباسي.
تاريخ شاهددی چي نبي عليه السلام دغه وظيفه په بشپړه توگه سرته ورسوله اوپه دې لارکي يې په پيغبرانه ټينگ عزم،کلکي مجاهدې اوپرلپسې اونه ستړې کېدونکې هلي ځلي وکړي.
چي په نتيجه کي يې داسي ټولنه تياره کړه چي پرهغه لاربرابره وه کوه چي دالله پاک دخپلوبندگانولپاره خوښه ده.
داسي ټولنه چي ددُنيالپاره يوه نمونه شوه اوپه دوی کي ټول ښه صفات موجودوو.
ددوی په رگونواووينوکي توحيد،اخلاص،عبادت،ورورولي اوهمدردي ننوتله تردې چي داسي پړاوته ورسېدل چي دالله پاک په لارکي دهرڅه قربانولوته چمتووو.
په دوی کي هريوه غوښتل چي تربل دخپل ورورپه همدردۍ اوخيرخواهۍ کي  وړاندي شي.
په ټولوکړو وړوکي به يې دالله پاک رضالټوله.
درسول الله صلی الله عليه وسلم  ددعوت په برکت داسي چاپيريال رامنځته شوچي دتاريخ جريان يې بدل کړ.
هغه خلگ چي په نه خبره به يې ديوه اوبل وژلوته اماده کېدل،داسي حالت ته ورسېدل چي له يوه اوبله به يې هرڅه قرباني کول اودايې غوښتل چي ماته دي څه ونه رسېږي خوچي بل مسلمان ته ورسېږي.
زه دي وږی يم خوچي بل مسلمان وږی نه وي.
تردې چي په قرآنکريم کي الله پاک په گڼوآياتونوکي صحابه کرام  رضي الله عنهم وستايل اوددوی لپاره ئې دخپلي رضاءاوددوی سره دنيکي وعدې خبرورکړ.
الله-جل جلاله- ددوی په هکله وفرمايل: وَكُلًّا وَعَدَ اللهُ الْحُسْنَى(الحديد:۱۰)
ترجمه:اودهريوه سره الله پاک دښېگڼي(جنت)وعده کړې ده!!
  وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (البقرة:۵)
 أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ (الانفال:۴)
ترجمه : دغه کسان په حقه مؤمنان دي،ددوی لپاره دخپل رب سره درجې،بخښنه اوعزتمنه روزي ده!!
 أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ (الحجرات:۱۵)
ترجمه : همداخلگ رښتيني دي!!
 أُولَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ (الحجرات:۷)
ترجمه : دغه خلگ لارموندونکي دي!!
 وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ (التوبة:۲۰)
 ترجمه:اوهمداخلگ بريالي دي!!
دغوآياتونوته په پام سره تردې بله کومه درجه اوعزت کېدای شي؟
نه يوازي داچي دوی ته ئې دادرجه ورکړه بلکي دنورولپاره ئې هم نمونه وگرزوله.
الله-جل جلاله- فرمايي:
فَإِنْ آَمَنُوا بِمِثْلِ مَا آَمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوْا وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (البقرة:۱۳۷)
ترجمه:نوکه دوی داسي ايمان راوړ،لکه تاسوچي پرې راوړی دی،نوپه سمه لارشول اوکه ئې مخ وگرزوی،نويقينادوی په مخالفت کي دي،ژربه الله(تعالی)ددوی په مقابل کي ستاکفايت وکړي اوهغه دهرڅه اورېدونکی اوپه هرڅه خبردی!!
نودصحابه کرامورضوان الله عليهم اجمعين ايمان دنورولپاره معياردی،که دچاايمان ددوی سره برابروو،صحيح دی اوکه ترې مخالف وو،معتبرنه دی.
دادنبي عليه السلام دزياراودعوت پايله د ه چي داسي يوه سپېڅلې معاشره اودرښتينومؤمنانوټولۍ ئې جوړه کړه چي دنړۍ لپاره معياراونمونه شوه.
الله-جل جلاله- دي موږاوتاسوته هم په دې مبارک دين په صحيح توگه دعمل توفيق راکړي آمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام