آرشیف

2019-7-8

eazam

د مسلمان په غياب کي دفاع

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :

غيبت حرام او لويه ګناه ده، کله چي مسلمان له بل چا واوري چي د بل مسلمان غيبت کوي، نو د ده دنده دا ده چي بايد غيبت کوونکی له غيبته راوګرزوي، ور ته و دي وايي : له الله پاکه و ډار شه ! دا غيبت دی، ګناه لري !!

ځکه له منکر او بد کاره منعه کول پر هر مسلمان لازم دي .

په حديث کي راغلي دي : « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ ».( رواه مسلم )

 يعني له تاسو څخه چي چا منکر ( ناروا کار ) وليدی، نو په لاس دې منع کړي، که يې وس نه وو، په ژبه دې بند کړي ، که يې وس نه وو، نو په زړه دې منع کړي او دا تر ټولو کمزوری ايمان دی !!

همدا راز مسلمان بايد د مسلمان د نه شتون په وخت کي د هغه له عزته دفاع وکړي، غيبت کوونکي ته دي ووايي، چي دا خبري موږ ته نه دي معلومي، له الله پاکه و ډار شه، موږ د فلاني په اړه د ښو معلومات لرو !!

د مسلمان دفاع د هغه په نه شتون کي ډېر زيات ثواب لري :

عَنْ أَسْمَاءَ بِنْتِ يَزِيدَ، قَالَتْ : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: مَنْ ذَبَّ عَنْ لَحْمِ أَخِيْهِ بِالْمَغِيْبَةِ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ. (. رواه البيهقي في " شعب الإيمان مشکات ص : ۴۲۴ج : ۲)

ژباړه : له حضرت اسماء بنت يزيد – رضي الله عنها – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : چا چي د خپل ورور د غوښي له خوړلو ( د غيبت کولو ) د هغه په نه شتون کي دفاع وکړه، نو پر الله – جل جلاله – دا حق دی چي دی به له اوره ازادوي !!

په دې حديث کي د داسي چا لپاره د خاتمې د سمېدلو زېری هم راغلی دی .

د مسلمان دفاع د هغه په غياب کي ډېر ضروري او لوی د ثواب کار دی.

خو متاسفانه چي په دې کارعمل کوونکي خلگ ډېر کم دي،‌ډېر کم داسي ليدل کېږي چي د مسلمان دفاع کېږي .

په عمومي توگه چاپېريال داسي دی چي يو په چا پسي يوه خبره وکړي، پر ځای د دې چي مخاطب يې خبره رد کړي، يو دوه نوري دی هم ور سره زمزمه کړي او  په دې سره خپل ناروا مجلس ښه گرم کړي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام