آرشیف

2020-5-22

شاه ولی آرین

یوه ورځ خو د حساب به رارسېږي

 
یـوه ورځ خـو د حساب بـه رارسېـږی 
دغـدار خاین بـه هـر څـه را سپـړېږی
 
د ملت له مال، قصرونه چې جوړشوي 
یـوه ورځ به  د ملت پـه لاس نـړیـږی
 
د وحشت مـوده اوږه نـه وي خبـرشئ 
دا حتمي ده عـدالت تـه وړاندې کېـږي 

شه بـیدار ملته غله دې را حصار کړه 
که دی پرېښوول، دوی تښتی هم پټېږي
 
دوی پـروا د دیـن ایمان نه لري خلکو 
وجـدان نـه لري پردو باندې خرڅېږي
 
اریـن وایي یـو ورځ بـه داسې راشي 
دا مظلـوم ولس بـه خـا مخا جـګېـږي 
 

۲۱/۰۵/۲۰۲۰ 
اغوس دنمارک
 شاه ولی ارین