آرشیف

2020-3-18

شاه ولی آرین

یاد

چې له اشنا نـه بــیـلیـدل وپـه کې
دا د هجـرونو ځـوریدل و پـه کې
 
هسې شوه تـېـره نـاڅـاپې شېبه وه
چې د خـیـالـونـو ډوبول و په کې
 
آ دعـظمت د جګوغـرونـو پرښی
چې د بــازانـو الـوتـل و پــه کـې
 
هغه باغونه چمنونه څــه شوول؟
چې د طوطیانوچـغـېدل و پـه کې
 
بیا خـو به راشی د وصال پسرلی
چې د مـخـونـو ښکلـول و پـه کې
 
بیا د هــېـواد د ارمانـونـو پـه یاد
چـې د خـیـالـو پکارول و په کې

۱۳۷۸کال
دنمارک
 شاه ولي ارین