آرشیف

2021-1-9

شاه ولی آرین

ګلمرجانیزم نړیوال شو

 
دا یو څرګند حقیقت دی چې په یو ملک کې ټاکنې د دموکراسئ یا ولسواکئ اصلي او محوري رکن او په حاکمیت کې د ټولو هغه هیواد والو چې د ټاکنو شرطونه پوره کولاي شي ګډون او برخه اخیستل اساسي دنده، حق او د رڼو او عادلانه ټاکنو د مشروعیت یو بنسټیز شرط بلل کیږي.
 
زما په اند د افغانستان د بحران له پیل او بیا وروسته د بن د کنفرانس نه جوړو شوو حکومتونو، هغو په نوم د نمایشي او ولس غولونکو دموکراسیو تمثیل کاوه، کوم چې غربیانواو په سر کې امریکا د خپلو موخو د عملي کولو له پاره ترې ګټه اخیسته.
 
سره له دی چې دغه بحث خورا ډیر ژور دي، کوم چې ورباندې غږیږو.ټاکنې په هر هیواد کې حیاتي ارزښت لری، اما په دې هم باید سره پوه شوو چې په افغانستان شانته یو هیواد کې چې څه کم څلویښت کاله د کورنيو او بهرنيو نیابتي جګړو په اور کې سوزیدلی وي، په داسې شرائطو کې يې، نه د یو ایډیال ټاکنو امکانات درلودل او نه هم نسبي ارماني داسې ټاکنی چې یو مشروع حکومت او نظام تری رامنځته شوی وای، امکان درلود. که چیرې بی پرې، علمي، اخلاقي او انساني قضاوت وکړو، ایا زموږ هیواد په داسې شرائطو کې د رڼو تاکنو له پاره جوګه کیدای شو؟
 
زه خو وایم نه، هیڅکله هم نه.
 
غواړم پر هغو لاملونو او فاکتورونو یو څه رڼا واچوم چې د ټاکنو د قانونیت او مشروعیت له پاره یې اړین بولم:
 
– د یوی ټولنې د عیني او ذهني شرائطو سمون د تاکنو له پاره د ولس عام پوهاوی او د هغوی د ټولنیز او سیاسي شعور لوړوالی، د ټولنې د روان بهیر سره برابره دموکراسۍ او د همدې دموکراسۍ د ماهیت نه د ټولنې د وګړو ښه عیني درک د ځان د ټاکلو او یا بل ته د رایو ورکولو په هکله.په داسې یو هیواد کې چې څه له پاسه دری لسیزی د یوې تپل شوې جګړې په اور کې کړیدلی وي او ټولې مادي او معنوي شتمنۍ، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه یې ګډوډ او ټولنیز جوړښت بنسټونه له طبعي او اصلي افغاني حالت نه د ملي او بین المللي دښمنانو د توطیو او لاسوهنو په نتیجه کې په ټوله کې زیانمن او له منځه تللي وي او یا د وسلوالو، جنګسلارو، مافیایې قاچاقبرانو په ولکه کې هیواد او وګړي یې یرغمل وي څنګه به وشي کولای چې په خپله اراده او خوښه چاته رایه ورکړي.
 
د هیواد د دموکراسۍ کورني ښامارانو او بین المللي مدافعینو چې په حقیقت کې د دې هیواد اصلي دښمنان دي، له پیله د بن د کنفرانس تیـږه د هیواد د بربادۍ او د دې غمیزې د دوام له پاره کږه کیښوده، د هیواد واک یې د څو غلواوهیواد ته خاینو او هیواد پلورونکو کسانو په ولکه کې چې ګویا دا کسان د پښتنو، تاجکو، ازبکو او هزاره ورونو نمایندګان دي، په غیر عادلانه انډول د دوی تر منځ وویشل او په یو جنګ ځپلي هیواد کې یې پرته د شرائطو په نظرکې نیولو سره د غربي یوازې په نوم دموکراسۍ اواز پورته کړ، چې دغه په نوم دموکراسئ د همغه پیل نه تر اوسه یوازی د ټوپکمار، جنګسالار، مافیایې حلقو او د هغوي د بین المللي پلویانو په ګټه د یوې وسیلې او وژونکې وسلې په توګه د بی وزلي ولس پر ضد کارول کیږی ، د اداري فساد په لوړه کچه موجودیت،د کار نه شتون، د خوراکي توکو د ارزښت لوړوالی د هیواد د محصولاتو د قیمت ټیټ والی او د بازارونو نه شتون د هیواد د وګړو ژوند دومره د ستونزو سره مخ کړی چې دی ته اړوزی خپله رای د۵۰ یا۱۰۰ډالرو په مقابل کې وپلوري.
 
اوس نو ایا د یو ملي او وطن پال شخصیت له پاره د رڼو او عادلانه ټاکنو د ګټلوامکانات لیدل کیږی؟
 
– بله اړینه موضوع د رڼو او عادلانه ټاکنو له پاره د یوه سیاسي خپلواک نظام شتون او د هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسون او شکایتونو د کمیسون بی پریوالی او په ټاکنو کې یې د هیوادوالو او مدنی ټولنو، سیاسي ګوندونو، ټولنیزو او فرهنګی ټولنو نظر او څارنه په نظر کې نیول مشروعیت ورکولی شې.
 
له پورتنیو توضیحاتو نه می موخه داده چې دغو د بی وخته او صادرشوو دموکراسیو پایله دا شوه چې په هیواد کې دری ځله د ګټونکي او بایلونکي تر منځ د نه منلو روحیه دومره په بی شرمۍ او سپین سترګۍ تر سره شوه چې د هیوادوالو او نړیولو له لوری ورته د «ګلمرجان یې نه مني» جمله په میډیا او رسینو کې خپره شوه.
 
زه نه غواړم چې د داسې هغو قانون ماتونکو څیرو نومونه واخلم چې یوازی یې عمل د شرمونکی پدیدی په توګه غندم او سوچ می دادی چې د داسی کسانو اعمال به دهیواد په تاریخ کې د تور داغ په توګه ثبت شي.
 
درنو لوستونکو دا می لوستلی او لیدلی وو، چې د پرمختللو هیوادو د پرمختګ، تخنیک کلتور او فرهنګ پر وروسته پاتی هیوادو اغیزی خپروي او د تکامل او پرمختګ علت یې ګرزی، مګر د پرون راهیسی په سوشل میډیا، رسنیو او خبرونو کې وینم، اورم چې پورته اصل چپه وخوت، اوس د وروسته پاتی هیوادو کړه وړه په ډیر پرمختللی هیواد کې هم خپلی اغیزی درلودلی شې. دادی، زموږ د هیواد دغه مشهورې جملې« ګلمرجان یې نه منی» په نړیوال ګلمرجانیزم واوښت او د یو خورا پرمختللی هیواد چې د نړیوالی دموکراسۍ سمبول و او دعوه یې هم لري دومره ژورې اغیزې وکړې چې د یو ستر زبرځواک هیواد چې د دنیا په نورو هیوادو کې د وګړو د دموکراتیکو حقونو دفاع کوي او د دموکراسۍ او د قانون د عملي کولو پلوي کوي د داسې یو هیواد د بایلونکي جمهور رئیس د پلویانو له لوري، د دغه هیواد پر کانګرس برید تر سره کېږی، چې د برید په نتیجه کې یو شمېر اعتراض کونکی تپیان او هم وژل کیږی.
 
 
 
زه په دی باور یم چې په نړی کې له ډېری پخوا هر هغه زبرځواک چې د نړۍ په نورو وروسته پاتی هیوادو یې د خپلو شومو موخو له پاره ظالمانه چلند کړی په یو ډیر لږ وخت کې له سترو ماتو سره مخ شوی دی. شوروی اتحاد د دوستۍ په پلمه پر افغان ولس خورا ډیر ظلمونه وکړل، په میلیونونو افغانان یې ووژل، پایله یې نړیوالو او افغانانو په خپلو سترګو ولیدله چې هغه ستر زبرځواک ټوټه- ټوټه شو چې لا تر اوسه یې بیرته راټولولی نه شې.
 
د امریکا لپاره به دغه بی شرمانه حرکت د دوی د تاریخ هغه توره برخه وي چې کلونه ـ کلونه به نړیوال ورته د شک په سترګو وګوري او جبران به یې د دوی لپاره ستونزمن کار وي، په پای کې وایم چې:
 
«مه کوه پر چا، چې وبه شې پر تا