آرشیف

2020-8-16

شاه ولی آرین

کوچنی موټر مینځونکی (لنډه کیسه)

پرون هوا خورا توده وه، یو دوست مې له جرمني هیواد نه میلمه راغلی و. د سمندر تر غاړې مو ښه بنډار وکړ، تېر یادونه مو را تازه کړل، د بنډار یوه په زړه پورې، خو زورونکې کیسه یې راته وکړه چې تېر کال په ژمي کې کله چې کابل ته تللی و، ورسره مخ شوی و. ده ویل: 
« کله چې سهار له خوبه پاڅیدم، هوا ډېره سړه وه. د موټر ماشین او اوبه یخ وهلې وې، موټر نه چالانیده له ډېر انتظار وروسته د تودو اوبو له لارې ماشین تود او په ټیلو، تمبو مو موټر چالان کړ. پر لاره سرکونه یخ نیولی وو، په لس ګونه موټر بند پاتې وو، پر ما هم چې له متین لا لا سره مې وعده درلوده ډېر ناوخته شوې وه. په دغې سیمه کې د سرک تر غاړې د اوبو نل شتون لري او د ماشومانو ګڼه ګوڼه وي او له هرې خوا د موټر د مینځلو غږ را پورته کېږي. 

 

همدلته مې د موټر مخې ته، یخ وهلی، تور مخ، خیرن لاسونه، شلیدلې جامې پیوندي بوټونه په پښو او زوړ ستل په لاس، یو کوچنی ودرید، په خورا عاجزانه غږ یې راته وویل: 

 

کاکا جانه موټر دې ومینځم؟

 

ما ویل هو ځویه! ویې مینځه!

 

هلته د سرک تر غاړې د دیوال تر څنګ یې له کڅوړې نه د صابون دبلی راواخست چې خورا لږ صابون په کې پاتې و، کله چې یې له نل نه اوبه د موټر د مینځلو له پاره راوړې، ستل یې سوری و، نیمې به پر لاره بیرته ترې تویدې، زښت ډېر وزوریدم، ومې ویل:

 

ځویه! 

 

زه اوبه راوړم، ته یوازې ژرـ ژر موټر ومینخه چې له یو چا سره مې وعده ده. 

 

کوچنی خوارکی یو ډول خپل کار خلاص کړ، څنګ ته مې ودرید، ما ویل څو افغانۍ درکړم ځویه؟

مسکي شو. کاکا جانه څوک پنځوس راکوي، څوک هم سل او څوک مې لا یوه څپیړه هم ووهي چې موټر دې راته خراب کړ، ولاړ شې هیڅ پیسې هم رانه کړي. 

 

هو کاکا جانه، څه وکړم مجبور یم. 

 

مخکې تر دې چې پیسې ورکړم، په زړه کې مې څو پوښتنې راوګرزیدي، متین لالا مې سم له یاده ووت. ما ویل ځویه نوم دې څه دی، څوکلن یې؟

 

نوم می عصمت دی لس کلن یم. 

 

څومره وخت کېږي چې دلته موټر مینځې؟

 

دوه کاله کېږي. 

 

د ورځې څو افغانۍ کار کوي؟

 

له پنځوسو نه تر درې سوو پورې، چې یوازې وچه ډوډۍ او کله نا کله کچالو چای او بوره پرې رانیولی شم، غوښه خو مو کلونو کې خوړلې نه ده. 

 

په کور کې مو نور څوک هم کار کوي؟ 

 

نه کاکا، پلار مې د خلقیانو په وخت کې جنرال و اوس معیوب دی، هیڅ کار نه شي کولاي د تقاعد کومې پیسې چې کله اخلو، یوازې مو د کور کرایه پوره کوي، مور مې هم څو کاله د مخه چې د کور تر خوا مو راکټ را ولګید په غوږو کڼه شوه، کار نه شي کولاي، دوه درې واره یې کوښښ وکړ چې د سرک تر غاړې د خورا مجبوریت له مخې خیر او خیرات وغواړي، خو پلار مې پرې پوه شوو قسمونه یې ورکړل او حتی د خپل ځان وژنې ګواښ یې وکړ. پلار مې خورا وژړل او مور ته مې یې وویل: 

 

ما د خوارئ  او د غریبئ ژوند کړی، خو د بې همتئ او بی غیرتئ ژوند مې نه دی کړی، مرګ به قبلوو، خو د خیرات او نورو ته د لاس غزولو په پیسو به ژوند نه کوو. مور مې د دې له پاره چې پلار مې ځان وژنه ونه کړي، پر کور کیناسته نو ځکه زه مجبور شوم چې مکتب پریږدم او دغه کار ته مخه کړم. 

 

مور مې کله ـ کله کیسه کوي چې پلار مې جنرال و، ډېر عسکران یې تر لاس لاندې وو، ډېر زیات قدرت او شوکت یې درلود، مګر اوس هیڅ نه لري. 

 

کله چې مو کور ته د ګاونډیو زنانه راځي، زه یې اورم چې مور ته مې تعنې ورکوي چې ستا خاوند هم جنرال و، مګر تاسو اوس له ولږې مرئ، دا دي، د دې وخت جنرالان په رښتیا هم جنرالان دي، چې نه یوازې یو کور، بلکې کورونه لري، پیسې نه، بلکې ډالرونه لري، خوارو بیچاره ګانوو سپېره خوله اوس ناست یاستئ له دوي نه یې زده کړئ. 

 

هو، رښتیا د کوچني د خبرو په اوریدو مې خورا خوا بده شوه، سوچ مې وکړ چې که چېرې دا ماشوم رښتیا وایې، خو د داسې یو شخص لیدل به زما د ژوند له نادرو خاطراتو نه وي. 

 

ماشوم ته مې دوه سوه افغانۍ د موټر د مینځلو له پاره ورکړې، خورا خوښ شو. 

 

ما ویل کولای شم چې پلار دې وګورم؟

 

ویل یې کاکا زموږ کور د لیدو نه دی، که یې وګورې خوا به دې نوره هم بده شي. 

 

هو،کوچنی مې مجبور کړ چې خپل کور ته مې بوزي، کله چې ولاړم له نږدې نه مې د دوي د ژوند حالت ولید، په رښتیا هم خورا ډېر وزوریدم، هلته پوه شوم چې جنرال یانې څه، د کوچني نه مې د ده د پلار او مور تر مخه یوځل بیا وپوښتل چې دی د ورځې څو افغانۍ د موټرو په مینځلو کې تر لاسه کوي؟ ویل یې چې پنځوس، سل، کله دوه سوه ډیر لږ کله ـ کله درې سوه افغانۍ. ما وویل سر له ننه زه درته د میاشتی لس زره افغانۍ تنخوا درکوم، خو شرط مې دا دی چې ښوونځی به بیرته پیل کوې، او د ښوونځي له مدیر سره هم زه دا ستونزه هواروم. پلار او مور یې زما د خورا ډېرتاکید او ټینګار له امله غوښتنه ومنله، خو په رښتیا هم ما دلته  یو حقیقت وموند چې په دې هیواد کې د تیرو نظامونو ډېر نوم ورکې جنرالان، وزیران او د لوړو مقامونو شخصیتونه شتون لري چې د هیواد د خدمت په لار کې یې د یوه دینار رشوت او خیانت حتی خیال او فکر هم نه وو کړی، همدا اوس هم نه کورونه لري او نه قصرونه، تاریخ یې وینې، او نه یې هیروي.»

پای