آرشیف

2021-9-12

شاه ولی آرین

کوم ملي مقاومت؟

 

ټولو ته معلومه ده چې د هیواد په تېر تاریخ کې څو ځله د هیواد د ازادۍ، استقلال، پرمختګ او ځواکمن افغانستان په مقابل کې له همدې سیمې (پنجشیر) نه، د مقاومت په نامه بغاوتونه پیل شوي او د وخت د نړیوالو استخباراتي کړیو له لارې یې ملاتړ شوي او په ګران هیواد کې یې نه جبران کیدونکي غمیزې رامنځته کړي دي.

 

انګریزانو، فرانسویانو، روسانو، ایران، پاکستان، عربانو او امریکایانو هر یو په خپل وار سره له هیواده او په خاص ډول له دغې سیمې نه خرڅ شوې، هیواد دښمنه جاسوسان روزلي، سپورت کړي او د خپلو تیرو ماتو د جبران او قصور له پاره یې د خپلو شومو موخو د عملي کولو په لار کې زموږ پر هیوادوالو هیڅ ترحم نه دی کړی. په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي لحاظ یې افغانستان کلونه ـ کلونه شاته تمبولی دی.

 

له افغان انتر نشنال تلویزون سره د یونس قانوني مرکه زما د دې خبرې ښه بیلګه ده:

«نسل ما شش بار است که ګردش قدرت و فروپاشی نظامها را به تجربه میګیریم.»

 

نسل ما یې منظور له پخوانې شمالي او اوسنې پنجشیر نه دی. اوس به راشو دغو شپـږو ګردشونو ته چې دوي د کومو نظامونو په مقابل کې دریدلي او له فروپاشیو سره یې مخ کړي دي:

 

۱-  له انګریزانو سره په تفاهم کې د شاه امان الله د استقلال او سلطنت په مقابل کې د غله حبیب الله د سقاو د ځوی بغاوت او انګریزانو له پاره ستر خدمت ته جناب قانوي ملي مقاومت اوګردش وائې.

 

۲-  د سردار محمد داود د جمهوري نظام پر ضد د پنجشیر، شمالي او بدخشان نه د بغاوت پیل د یونس قانوني له نظره بل ملي مقاومت؟ دی چې په پایله کې دوي پاکستان ته وتښتیدل او هلته د «ای اس ای» نوکران شول.

 

۳-  د شورویانو په مقابل کې دریدل د یونس قانوني له نظره هم د دغه نسل بل ملي مقاومت؟ یاد شوی، حال دا چې د شوروي د تجاوز په همغه لومړیو کې یې د شوروي استخباراتو غلامي ته غاړه ایښې او یوه ورځ یې هم د شوروي متجاویزینو سره جګړه نه ده کړی او حتا اعاشه او بوټونه یې هم ورته شورویانو اکمالول تر څو یې د ګلبدین له اسلامي تنظیم سره وجنګوي، دا و د دې نسل بل ملي مقاومت؟.

 

۴-  د ډاکتر نجیب الله په حاکمیت کې له روسانو سره په تفاهم کې د ملګرو ملتونو د سولې د پروګرام په مقابل کې د تور مدیر په مشرۍ د ستمي پرچمیانو سره په همغږۍ کې د بیننسیوان د سولې د پروګرام په مقابل کې کودتا چې په نتیجه کې هیواد د سترې غمیزې سره مخ شو، دا د جناب قانوني بل ملي مقاومت؟ ښودل شوی دی.

 

۵-  د طالبانو په مقابل کې، د اروپا، امریکا په همغږۍ، د ب – ۵۲  بم غورزونکو الوتکو په زور د طالبانو نسکورول، او د بُن د منحوس کنفرانس له لارې د هیواد ټول سیاسي تسلط ۹۵ سلنه یوازې د پنجشیر ولسوالۍ کې انحصارول، او د هیواد په ملي ارزښتونه معامله د یوه ننګین پروتوکول له لارې چې د همدې ښاغلی یونس قانوني، عبد الله عبد الله او قسیم فهیم له لوري له امریکایانو سره لاسلیک او د هیواد ټول ځمګنی او هوائي حریم یې امریکایانو ته په لاس کې ورکړ، دا یې بل ملي مقاومت؟ یادولای شو.

 

۶-  د محمد اشرف غني د حکومت په مقابل کې داسې اپوزیسیون او بغاوت چې د هیواد په نظام کې له ۸۵ سلنې نه زیات د همدې نسل مشرانو امتیازات تر لاسه کول، دا پخپله د نظام د فروپاشۍ او د قدرت د ګردش بله ستره توطیه یادولی شو چې د یونس قانوني د ملي مقاومت؟ بله بیلګه ګڼلي شو.

 

حقیقت خو همدا دی، چې د نظام د ړنګیدو مسؤلیت یوازې د اشرف غني نه دی، بلکې د هغه د لومړي مرستیال او د امنیتی چارو مسؤل امرالله صالح، د دفاع وزیر بسم الله محمدي، د ملي امنیت عمومي رئیس چې له همدې نسل نه دي، تر ټولو نه زیات مسؤلیت درلود.

 

د همدې نسل بل هیواد پلورونکی مزدک داسې وائې:

 

کوم ملي مقاومت؟

 

په بل ځای کې بیا فرید مزدک داسې وائې:

 

«پشتون ها حق دارند کشور خود شان را داشته باشند وخود شان حکمران قلمرو خویش باشند.سرگذشت افغانستان نشان داد که آنها نمی توانند با رنگارنگی جغرافیای افغانستان بسازند، هژمونی آنها براین جغرافیا ممکن و عملی نیست. تنها گزینه ی پشتون ها  کشور شان در دو سوی دیورند است. شمال،غرب و شمال شرق،هزاره ها و شمالی آبستن دگرگونی و قیام اند.»

 

درنو لوستونکو!

 

هغه نسل چې د هیواد د ملي ارزښتونو په مقابل کې دښمنانه برخورد کوي، د هیواد تجزیه غواړي، ځانونه افغانان نه ګڼي د ملي بیرغ پر ځای یې تل خپل تنظیمی بیرغ رپولی وي، د هیواد او ولس مال یې غصب او چور کړي وي، هر یوه یې په میلیونونو ډالر غلا کړي وي،  څنګه به ځانته دا حق ورکړي، چې په افغان ولس د ملي مقاومت غږ وکړي.

 

اصلی خبره خو داده چې دوي د ملي مقاومت په نامه یوازې غواړي د تېر په شان په نظام کې همدغه نسل بیا غوښنه برخه تر لاسه کړي، د زمردو او لاجوردو غلا ته دوام ورکړي، د تاجک، هزاره، ازبیک ورونو له پاکو احساساتو نه د خپلو فامیلي ګټو او غیر عادلانه امتیازاتو د ساتلو له پاره ناوړه ګټه پورته کړي.

 

زه حیران دې ته یم چې افغانان د دغه نسل د تیرو څلویښتو کلونو عمل ته ولې نه ګوري او د دغو څو تنو غلو او هیواد پلورونکو او دا دی اوس نور هم لا رسوا کېږي، چې د هیواد ټول بیت المال یې خپل ولایت ته لیږدولی دی، ولی د دغو تش په نامه د ملي مقاومت په چیغو غولیدلی او د خپل ګران هیواد د تجزیې په لار کې په ناپوهۍ سره ځانونه قرباني کوي؟

 

پای