آرشیف

2016-12-8

دوکتور ص. سعیدي

کوزه یې نه غواړي او تاسې ګرم یاست!

دا هغه اعتراض دی چې باربار د دوستانو او دښمنانو له خولې د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین د مخالف سره جوخت دلته او هلته مونږ ته پيشکش کیږي.
دا خبره او ملاحظه  له سره خطا او بیځایه خبر ده. 
اول: د كوزې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي. د برې خوا، پښتنو او افغان ولس   هغه آواز  هو ھغه اواز در رسي چې ای اس ای د هغو رسیدل غواړي. په لسهاو او سلهاو زره آوازونه او نارې چې وایي<<لر او بر یو افغان>> له سره جګیدو ته نه پریښول کیږي، وژل شوي او وژل کیږي. 

دوهم:
د پلار نیکه په قباله ځمکه له چانه پوښتنه ضرورت نه شته. 
دریم: زه دغه بحث ته اوس له سره حاضر نه یم او دا نه د نن سوال او بحث  دی چې ماسره زما ورور  غواړي که نه غواړي ګ‌‌‌‌‌‌ډ ژوند وکړي؟ دا زما د نن بحث له سره نه دی. زما بحث دادی چې <<دیورند لاین >> او دا فرضي، تحمیلي او د کاغذ پر مخ ویستل شوې غیر مشروع کرښه او چاړه مشروع دی که نه؟ زه ثبوت لرم چې مشروع وه او نه ده!
څلورم: د ملتونو حق دی چې تصمیم ونیسي چې څوک د چا سره کوم نظام کې ژوند غواړي او که نه غواړي او څه ‌‌‌‌‌‌ډول نظام
غواړي؟ اما دا بحث به هغه وخت مطرح شي چې د پنجاب ٢٠٠ زره اردو او جنایت کاره فوج له سيمې بهر شي او د وطن واګې خپله ولس تر لاسه کړي نو هغه وخت به بیا دا ستا سوال ته ځواب ورکوو. اوس دا سوال د ٣٨ كلو د پنجاب د جنایاتو روسته چې هر سر یې وواژه، مړ او لوټ کړ او دا ملت یې د خپل تاریخ او عزته بې خبر وساته نو اوس دا خبره له سره اوس مطرح نه ده. 
او آخرنۍ خبر: مونږ په ٢١ سده كې د سرحداتو د ایجاد پلویان نه بلکې د هغو ړنګول غواړو. د هیتلر د نسکوریدو روسته د آلمان او فرانسې سرحدات د یوې ښې بیلګې په توګه مطرح کیدای شي او دي.د مونږ نه بلکې د پنحال حاکمیت دې چې د سرحدونو د ایجاد لپاره کار کوي او یو ملت سره جدا کول غواړي. 
د تروریزم سره مجادله داسې نه ده چې پاکستان یې کوي. د تروریستي ‌‌‌‌‌‌ډلو ته هرکال رسمي بودیجه ورکوي او عالم غولول غواړي چې سرحد مې مالوم کړه چې د تروریزم مخه ونیسم. یا پاکستانی دوکه او فریب 

دی. 
لر او بر یو افغان
د. صلاح الدین سعیدي 
۸/۱۲/۲۰۱۶
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸