آرشیف

2018-4-4

دوکتور ص. سعیدي

کندز کې بله غمیزه !

د بې ګناه انسان وژنه مبرر نه لري! 

الله (ج) دې د درواغن د پلار کور وران کړي! 
که څوک وایي او ټینګار کوي چې دلته په کندز کې په مدرسه کې چې د افغان حکومت له خوا بمبارد شوه، مسلح کسان او د طالبانو مشران نه وه، نو درواغ وايي او ټول په دې خبر یو او پوهیږو چې سیمه د مخالفینو تر کنترول لاندې ده.

الله ج دې شهیدان وبښي. دلته د دولت مخالف مسلح په یقین وه او دوی سوء استفاده کوله دې کې شک نه شته او درواغ مه وایاست. 

خبر داده چې د طالب د قومندان وجود او حتی د هیبتی ملا  وجود  د شاګردانو او خلکو، وړو او زړو مینځ کې ددې مبرر کیدای شي چې داسې قتل عام او بمبارد  وشي؟ که څه هم د مسلحو مخالفینو مهم کسان په کې وي؟ 

جواب په ښکاره نه دی او دولت نباید دا کار کړای وای.  

افغان حاکمیت ته به ملت ستر احترام ، حرمت او تعظيم کړای وای چې دوی همدا ویدیو او عکسونونه چې نن وزارت دفاع د عملیاتو  روسته وښودل چې د دښمن حضورهلته د ملکي خلکو مېنځ کې ثابتوي، د پوځي عملیاتو پرته ښودلای وای او ویلي وای: مونږ دغه مستندات، دغه ویدیوګانې او دغه عکسونه لرل. مونږ عملیات  ونه کړل چې بی ګناه کسان و نه وژل شي. او مونږ خپل بچي نه وژنو او زمونږ د سولې پيشنهادونه جدي او. یښتني دي! 

 دا به ستر عظمت او ستر کار وای نه داچې داسې عام خلک د دشمن په مېنځ کې تباه او برباد کړي. دا د  افسوس او تأسف خبر ده او دا تخلف او نایت دی چې نورمال انسان ته مببر نه لري. 

 کله به پوه شئ او کله د الله ج نه هیره پيدا کړئ او کله به دولت داري زده کړئ؟ 

الهی رحم! 

الله( ج ) دې شهیدان وبښي او زخمیانو ته عاجله شفا غواړو. کورنیو ته صبر جمیل او ه یو آواز وایو : مرګ پر پاکستان چې ورونه د ورنو سره جنګوي! 

ژوندۍ دې وي سولوه او نیک تفاهم!  

دوکتور صلاح الدین سعیدی

۳/۴/۲۰۱۸ 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸