آرشیف

2018-4-22

دوکتور ص. سعیدي

کم عقل واکداران او پاکستاني لوبه!

د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین په نامه د فرضي، قانوناً غیر موجودې،  تحمیلي کرښې په اوږدو کې د یو سرحد په توګه  او یا شاوخوا ته د افغانستان، پاکستان، ناتو، اروپایي پوځيانو  یا امریکایي پوځيانو لخوا  اساسي داسې تأسیسات جوړول، خار دار سیم په امتداد لږول او یا دروازې او دېوالونه جوړول د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین په نامه جعل ته رسمیت ورکول ، یو ملت جدا کول او په دې توګه د  پاکستان  جعل ته د رسمیت ورکولو زمینه برابرول، یا نا  آګاهانه، احساساتو کې  د پاکستان په ساز نڅيدل او یا هم آګاهانه ملي خیانت دی!
پاکستان په دغه خبرو چې حد مې مالوم کړه چې دفاع ترې وکړم، امریګایان او … دوکه کولای شي  او ښکاري چې  دوکه کړي، خوسلیم عقل ، عدالت او ريښتیا نه شي دوکه کولای. 
د افغانستان او اوسني پاکستان سره څه د پاسه ۲۶۰۰ کیلو متره  اوږدو کې له زرهاو کلو داسې ملت پروت دی چې ګ‌‌‌‌‌‌ډ تاریخ، ګ‌‌‌‌‌‌ډې مقبرې، ق‌‌‌‌‌ګډشهامتونه او ګ‌‌‌‌‌‌ډې کار نامې لري. 
د وقت استعمار د افغان د وقت حاکمیت ته په مراجعې سره دا ثابتوي چې ددې هیواد او سیمې اصلي مالک څوک او ددې سیمې د اصلي مالک یعنې افغانستان سره د توافق او تفاهم لپاره تهدید او زور کوي. هو یواځې او په مجردې د دیورن‌‌‌‌‌‌ډ د کرښې په نامه د توافق هڅه او توافق د افغان لوري  سره په دغه سیمه  د افغانستان د ملکیت ثبوت په دغو سیمو دی. 
له بلې خوا نړۍ ویل غواړم چې هیڅ سلیم منطق دومره اوږد خط په نظامی امکاناتو نه شي بندولای. د تروریستانو رسمي ځایونه او قرارګاوې داخل د پنجاب او اسلام آباد او باقي پاکستان کې د مخصوصو. پاکستاني  شناخت کارت سره مالومې دي او امنیت ساتل دا د ۲۶۰۰ کیلو مترو خط تړلو پورې اړه نه لري. د افغانستان د مرګ او ژوبلې  مفتي ادرس او پته او د تیلفون نمبر به زه درکړم؟ 
او هو افغان حاکمیت او نظامیان هغه وخت چیرې وه چې دا تأسیسات پاکستان جوړول؟
نو پاکستان مقصر دی خو مونږ هم په موقع دفاع ونه کړه! 
او هو دا کار د افغان حاکمیت چُپ پاتې کیدل، د خلکو او د ملت فاصله هم  زیات ګړه. 
اوس  بیا هم زمونږ د اردو سر ښندنې ستایو خو افغان لوری نباید د پاکستاني مکر ، فریب او خدعې، ښکار شي او ددغه خط په اوږدو کې  اساسي تأسیسات جوړ کړي!  دا خطاء او خام کار دی او دا کار له امنیته سره  هیڅ م‌ؤثر تړاو نه لري! 

٢١/۴/۲۰۱۸
دوکتور صلاح الدین سعیدی