آرشیف

2020-3-23

شاه ولی آرین

ښکلی

هــرخـواتـه چې ګـورې دا جـهان ښکلی 
وګـوره! جــهــان کې دی جـانـان ښکلی
 
بـل لـور تـه وحـشـي ظـالـمـان څه کوي 
وژني قـتــلوي څـــومـــره انـسان ښکلی
 
نــورې نـړۍ څـومره پــرمـخـتګ کړی 
مـوږه وروسـته پاتې، خو ارمـان ښکلی
 
ورور وژني، هـیـواد ورانوي څه لـره؟ 
لـږ دې شرم وکـړي، دی احسان ښکلی
 
غـواړي، درنه غواړي یوه ورځ حساب 
بـس کـړه ځـنــاوره، دی ایــمــان ښکلی
 
واوره لـــه آریــن نــه دا رســا چــیــغـه 
ویـښ شـه زمـا واوره دا پــيـمان ښکلی

 

۲۴-۱۲-۲۰۱۹ 
مالمو سویدن 
شاه ولی ارین