آرشیف

2016-12-12

دوکتور ص. سعیدي

ښه دولتداري کومه ده؟

 

په ښه دولتدارۍ کې باید کدر یعنې شخص او سیستم ‌‌‌‌‌‌دواړه  هماهنګ او جوخت باید مهم وګڼل شي او د هغو په انتخاب کې دقت وشي. خو دشخص او کدر پرځای اول باید سیستم درست اصلاح او  فعال کړای شي.

 خراب و نا مناسب سیستم ښه افراد همدپه خپل ځان کې منحلولای شي او یا افرازوي. داچې وړوکی فرد سیستم تغییرکړي دا به ‌‌‌‌‌‌ډېره نادره خبر وي، خو ناممکنه نه ده. هغه اداره ښه ده چې ښه سیستم پکې فعال وي او ضرورت نه وي د ادارې لمړۍشخص د ورځې 18 ساعته کار وکړي! 

داچې د میلاد النبي په رسمي ناسته کې : 

دشمني او عداوت په دشمني او 

عدالت تبدیل کړای شي اوددشمني او عدالت شر وبلل شي دا ستره خطاء او حد اقل د ستړیا نښه ده. الله تعالی دې پر افغان ولس رحم وکړي چې د عالم اسباب امیدونه په نااميديو تبدیلیږي. آيا شاوخوا آغا بلې ګان یاست که تریخ حقایق هم رسوئ؟ 

دا هماغه زما اعتراض ثابتوي چې دوامداره 18 ساعته کار در کار کوالیته ټیټوي او د اشتباهاتو موجب ګرځي. دا د منلو وړ نه ده. 

سیستم باید فعال شي او د ادارې اول شخص باید هماغه کار کې حضور ولري چې هغه د اول شخص بې له حضوره نشي کیدای. 

یا لیک نه رسي یا قدرت د جذب ضعیف شوای. دواړه حالته د منلو نه دي!  

د. صلاح الدین سعیدي 

11/12/2016

00447886474638