آرشیف

2015-2-8

دوکتور ص. سعیدي

«ډیورنډ لاین»، پاکستاني راکټونه او د جهانی لیکنه

په اجتماعی مسایلو او پدیدو کې ډیر عوامل تأثیر لري خو زمونږ د وطن او خلکو دتراژیدی په برخه کې د پاکستان پټه او مخامخ دښمني داده نوي پړاونه او لوړو مراحلو ته رسیږي. 
داسي ښکاري چې د پاکستان د جنرالانو په خاص ډول روستي ۴۰ کلن مجاهدت مطلوب پایلې او نتایج ورکوي او د افغانستان دخلکو او هیواد په مقابل کې پاکستانی جنرالان په خپلو دسایسو او فتنو کې قدم په قدم په ډیر قوت، مؤثر کار کوي او خپل شوم دښمنانه اهداف ترلاسه کوي.
دنور عواملو سره سره دادی د افغانستان دتجزیی برنامې، فدرالي او خراساني ځواکونه قوت نیسي او په داخل کې حاکم حلقات او ځواکونه افغانستان کې د فورمال سیاسي قدرت ته درسیدو په لار کې او یا سیاسي قدرت کې د پاتې کیدو په لار کې بهرنیو او په خاص ډول د پاکستاني جنرالانو ته دخدمت په لار کې سره مسابقې کوي اود پردیو دناروا ګټو او مقاصدو او دهغوی د راضي ساتلو په سر هڅې جاري دي. 
یو څه نور ناخلفه، غیرمشروع او مجهول الهویه عناصر، چې په اغلب ګمان پښتو او دري يې هم دبهرنیو په استخباراتي کورسونو کې زده کړی او په میډیا کې هڅه کوي ایراني فارسي او اردو خچ او اکسنټ يې له خولې و نه وځي ، منحط قومی ، سمتي امراض، تربنګۍ او فنتې عاموي او په فرهنګي برخو کې د هیواد افتخارات او عزت ته په ډیر قوت او پراخه حوصله کارکوي او د سپکاوي په لار کې په پوره قوت، سخت مصروف دي. دوی محسوسی لاسته راوړنې لري او حتی په ډیر سـپن سترګۍ د وطن تجزیه او د تیرو مظالمو پربرسیره کولو نورو بې عدالتیو ته لمن وهي او یو شمیر بې تجربې او معذور انسانان هم ددوی د ښکار پوره پوره قربانیان دي او عینی شواهد او براهین ښکاره کوي چې کار په دې برخه کې د منظمو بودیجو او مالی امکاناتو په لرولو سره په قوت صورت مومي. 
یو وظیفه لري چې زمونږ تاریخي او فرهنګی افتخارات توهین کړي، هغه کلتوریاو فرهنګی آثار او کتابونه له عامه ځایو راټول او محوه کړي چې افغاني هویت لري او پرځای په ښه قطع او صحافت خپل نشرات ځای پر ځای کړي، 
بل وظیفه لري سمتي او ژبه نیز فتنې را وپاروي، د افغانستان دتجزې په لار کې د تکتیکی او ستراتیژیکی کړنلارو په عملي کولو بوخت دي اول يې فدرالي کول غواړي او بیا يې تجزیه او په نورو پړاوو کې دقومي تصفیو د بهیر په عملي کولو د پاکستان او هند د تقسیم دوخت به شان سترو انساني تراژیدیو ته لمن وهل کیږي او زمینه سازي کیږي. 
بل وظیفه لري ملي عناصرو ته دسیسې جوړولو، سپکاوی واړوي او حتې ترور کړي، 
هغه بل بیا د بهرنیو استخباراتي کړیو په مرسته د ملي او وطنپالو عناصر په هکله داسې راپورونه او اسناد تهیه کوي چې داملی عناصرپرې وټکوي. دمثال په ډول دملی او وطنپالو عناصر داظهاراتو او میدیایی لیکنو او نوشتو هغه برخې د نړی دیموکراتیکو !؟ هیوادو استخباراتو ته په لاس ورکوي چې هغه په یوډول انحرافي تعبیر او برداشت ورڅخه کیدای شي. په دې توګه دا افغان دښمنه عناصر حتی بهرني استخباراتي کړیو ته هم په پوره مهارت فریب ورکوي. 
د افغانانو هویت دانګلیس په رسمي مراجعو او کمپيوترو کې «افغانستاني» کوي ، د افغانستان د اتو پادشاهیو!؟ دتقسیم دانګلیس دخارجه چارو له وزارته رسول کیږي، دامریکې او انګیس بعضی پارلمانیان ددې برنامې او دافغانستان دویش سره موافقه کوي، دا پلان انګلیسي مقامات د پاکستان او بعضی امریکایی مقامات ته هم دتوافق لپاره لکه د (سي) پلان او «دمشکل نه دبیرون رفت» پلان په توګه مطرح کوي، په ناستو او مفاهمو کې لکه چې د افغانستان داسلامی دولت د کنړونو والي او یوشمیر افغاني پوځیان مطرح کوي، بهرني پوځي مقامات د افغانستان په پرتله پاکستانی مراجعو او دهغوی خبرو ته ډیر اهمیت ورکوي او د افغاني لوری اظهاراتو او نظر ته له سره پام نه کیږي. په زرهاو افغانان په خپل وطن او په بهر کې د جرم او تخلف دپوهیدو نه پرته د پردو په جیلو کې پراته او په دوامداره توګه په پته او روښانه توګه اعدامیږي او غرقیږي او څوک نه شته دهغوی خبر واخلي او قانوني مرسته ورسره وکړي. 
په افغانستان کې حاکم نظام نور اولویتونه لري او داسې ښکاري چې په قدرت کې دبقا لپاره هرې معاملې ته حاضر وي. 
د افغانستان د خلکو د تراژیدی لړۍ جریان لري او داتراژیدي دافغانستان دخلکو او سولې په ضرر ده. 
د ملي او سیاسي وطنپالو څیرو تورول او حتی فزیکی له منځه وړل او شهادت خو د پاکستاني ځواکونو د وطن د ملي شاعر مرحوم ملنګ جان له وخته تراوسه نه هیرودونکي حقایق او دجدي پام وړ ډیر ترخه او غم لړلي داستانونه او تراژیدی دي. 
دښاغلي حامد کرزي په حاکمیت کې د پردو او دهغه په جمله کې د پاکستان د استخبارتي کړیو پروني او نني معاش خواره او جیره خواره خو د تمامو شواهدو پراساس له حده زیاد دي. 
عملی او واقع شوي مثالونه يې دومره زیاد دي چې کتابونه پرې ډکیدای شي. داسې د پردو داهدافو خادم او دپردو د برنامو په عملي کولو کې ښکیل عناصر او هغوی وفادار دخپلو نایزه ګټو دساتلو لپاره د هیڅ کار نه دریغ نه کوي. 

په داسې حال کې چې پاکستاني نظامیان په افغانستان او دهغه په خلکو تجارت وکړ نو ولې یو شمیر جهادي او سیاسي شخصیتونه په مختلفو مناسبتو وايي چې ګویا پاکستان زمونږ سره دجهاد په وخت کې خپله ډوډې نیمه کړه او میلمه پالنه يې وکړه. درحالې چې د اوسني پاکستان د خلکو او حاکمیت ترمنځ غټ توفیر دې. پاکستاني جنرالانو تل خپل منافع سنجولي او دهغو په نتیجه کې ملت او خلکو قرباني ورکړئ.

سوال داسې مطرح دې چې پاکستاني ځواکونه او استخباراتي کړۍ دا دښمنانه ، دوه مخې سیاسیت د افغانستان په برخه کې ولې کوي؟ هغه سیاسیت چې دهغه په نتیجه او پایله کې دنړۍ او سیمې سوله په خطر کې او دهغه قربانیان نړیواله ټوله ، داوسني پاکستان خلک او ټولو نه دمخه افغانان دي؟ 
ځواب ښکاره دی. دوخت استعماری قوت په ۱۹۴۷ م کال کله چې د هند دآزادیدو په موخه هند تقیسماوه نو دهند پرځای يې د افغانستان بوغـټه برخه چې تقریباً ۱۲۴۸۵۰ کیلو متر مربع کیږي د موجوده خلکو سره چې په تاریخي لحاظ او دهغه وخت دبرحال حالت دواقعیت په اساس دافغانستان جزء وه پاکستان ته ورکړه او دپاکستان په نامه يې هیواد د معینو اهدافو لپاره منځ ته راوست. 
حتي د هند لپاره د انګلیس دبهرنیو چارو وزیر سر مارتیمر ډیورنډ د ډیورند د تصوری او خیالي کرښې شرقي خوا د برتانوي هند جزء نه بلله او د برتانوي هند په اداري سیستم کې پيښاور او د دیره جاتو بعضې مناطق شامل وه. نو دهند د تقسیم په وقت کې حتې کیدای شو د هند د تقسیم مسأله مطرح وي نه د افغانستان. 
دده سره سره هغه وخت دانګلیس او امیر عبدالرحمن خان دتوافق؟! په اساس فیصله داوه که انګلیس د «ډیورنډ لاین» د خیالي کرښې په شرقي خوا کې پوځي عملیات کوي نو انګلیسي لوری ته به خبر ورکوي او که انګلیس مقامات په دې سیمو کې پوځي عملیات کوي نو افغاني لوری ته به خبر ورکوي (عبدالحمید مبارز – د افغانستان خارجي سیاست له …….. دچاپ کال ۲۰۱۲). 
دوخت داستعماری متداوله قراردادو نیټه د نړیوالو قواعدو او رسومو سره سم ۹۹ کاله ده او ددې تفاهمنامي او یا قرار داد هم ډیرې خواوې او نقشه مجهوله او غیر تعریف شوې ده. دعدم صراحت سره سره د انګلیسي ځواکونو فزیکي حضور په او تهدید، د امیر عبدالرحمن خان په مقابل کې دقیامونو د تهدید، د امیر عبدالرحمن خان د لسو کلو نه زیاد تبعید او د امیر شیرعلی خان او امیر دوست محمد خان د سرنوشت په لیدو اوبلاخره په لیرې پاتو مناطقو کې د تحریکاتو په اثر د معینو تحریکاتو د موجودیت، د سرتیمار دیورنډ د صریح التماتوم، چې یا به دا د انګلیس لخوا دمخه په انګلیسي ژبه جوړ شوي سند باندې امضاء کوي اویا جنګ، او د ډیورنډ دخپلو یادداشتو په اساس چې ددې خط شرقی خوا د هند برتانوی او انګلیسي قلمرو نه ګڼي او هلته امیر او انګلیس دواړه دپوځي عملیاتو صلاحیت لري، او لکه څنګه چې د نامه نه روښانه ده ، نه افغانانو دا خط د امیر او ډیورنډ خط بللی او د ډیورند لاين په نامه پیژنې او دافغانستان په تاریخ کې دپرله پسې ضد ډیورند لاین قیامونه او بلاخره د افغانستان داومې شورا ددې او ټولو څلورو تفامنامو د « ډیورنډلاین » دتفاهمنامی او یا قرار داد دفسخې فیصله چې سره راوخلو نو په داسې حالت کې پاکستان به څنګه اجازه ورکوي چې په افغانستان کې دې داسې حاکمیت مینځ ته راشي چې د پاکستان موجودیت په خطر کې واچوي او د ډیورنډ لاین مسأله چې کاملاً مشروع او برحقه مسأله دي مطرح کړي. 
ددې سره سره پاکستاني جنرالان ددې لارې اوس اوس ددنیا نه جزیه اخلي او خپل جیبونه يې ډک کړل او لیا ډکوي. 
دشرم خبر ده چې پاکستاني میدیا د ښاغلي حامد کرزي عکس دهغه د کورنۍ سره په پاکستاني کمپ کې نشروی او ورته حرام نمکه وايي. حرام نمکه او ذلیل خو د ټولو نه دمخه پاکستان دې چې دمسلمان ورور په وینو او حتې د افغانانو په هډوکو يې تجارت روان کړای او دا پروسه او تراژیدي لا جریان لري. 
په دې شرایطو کې دپاکستان لاس بر او خپل سیاسیت ته به دافغانستان په هلکه تغییر ورنه کړي اویا یې تغییر نه شي ورکولای. 
په داسې شرایطو پاکستاني راکټونه او نورې سترې ضد افغاني برنامې په ښکاره او پټه حتې دداخلي خدمتګارانو په حاکمیت او ګواکې اپوزیسیون کې په کار اچولي او په پاکستان کې خود موجوده سیاسي افغاني ځواکونه خو چې ، تړلي چرګان دي ، په ډیر جرئت او په آزادنه توګه استفاده کوي او د وطن په ضد يې استعمالوي . په دې پروسه کې که چا د پاکستان دکړنلارو او برنامو سرغړونه وکړه د ملا برجان، ملا برادر او أغاجان اوپه سلهاو پټ او برالا د پاکستان داستخبارتو وژنې مرګ او ژوبلې، تهدید او دسایسو سره به مواجه وي او دي. داحقایق اوس اوس له هیڅ چانه پټې نه دي پاتې.
دادې ددې منحوسې او کړغیړنې کرښې یعنی « ډیورند لاین» نه د روان کال د ډیسمبر د۱۲ نیټې پورې پوره ۱۱۹ کاله تیریږي. بعضی افراد او ځواکونه مطرح کوي چې ددې خبرې وخت اوس نه دی، پاکستان قوي دي او ….. نه پوهیږم دا مناسب وخت به کله راځي او مناسب په کله وي؟ پاکستان په کله ضغیفیږي او نړیوال به کله د پاکستان دومخي سیاسیت ته داوس نه ډیر او واقعي ډول متوجه کیږي؟ 
په دې برخه کې ځان غولول نه دي په کار. ترهغه چې دامسأله عادلانه اود تاریخي اسنادو په نظرکې نیولو سره دلوی او تاریخي افغانستان په جوړیدو حل نه او حق حق دار ته ونه رسیږي په افغانستان، سیمه او نړیواله سوله او مشکل به حل نه شي. 
پاکستان د خپل موجودیت له تاریخه او بیا په دې وروستیو ۴۰ کلو کې فشار واردوي او له هرې وسیلې نه استفاده کوي او داسې ښکاري چې د ښاغلي حامد کرزي رژیم به هم ترسخت فشار لاندي راولي ترڅو ترې دوم او دریم شاه شجاع جوړ او تاریخي خیانت ته يې مجبور کړي او د«ډیورنډلاین» پرې نهایی کړي. 
تراوسه خو افغاني رسمي مقامات او دښاغلي حامد کرزی د نطاق له خولې، ښاغلي جانان له خولې د «ډیورندلاین» نه دهغه خوا دراکټونو د راتګ خبرې مطرح دي او پاکستاني لوری ددې افادې مخالف ښکاري او غواړي چې افغاني لوری د «ډیورندلاین» پر ځاي د پاکستان نه او یا د سرحد نه د هغه خوا د افادو مطالب د افغانی لورې نه وواري.
داچې پاکستان به وکړاې شي خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي زمان په ددې پوښتنی ځواب راکړي. اما په وروستیو وختو کې بعضی روسي منابع داسې خبرونه خپروي چې د ښاغلی حامد کرزی او پاکستان جمهوری رئیس زرداری سره دا توافق اوس صورت موندلای، افغانستان او نړیواله ټولنه دپاکستان ترفشار لاندې دې ته آماده کړای شوي چې د «ډیورنډلاین» ومنل شي او نهایي کړای شي. هغه کار چې ددې حکومت صلاحیت نه دې او نه به يې ورسره ملت قبول کړي. 

په داسې شرایطو کې راشو د وطن تکړه شاعر، لیکوال او دقدروړ او دافغانستان دخلکو دګټو او منافعو په موضع کې دقوي او زړه ور ښاغلي عبدالباری جهانی هغه لیکنې ته چې د اکتوبر دمیاشتې د لمړۍ نیټې په لیکنه کې د «پاکستاني راکټونه » ترسرلیک لاندې داسې قوي مطالب او د نښې مینځونه ویشتي دي چې واقعاً دپام وړ او ورته باید په دقیقه توګه پاملرنه وشي او په دې برخه که دخپلو امکاناتو نه په استفادې خپل رسالت اداء شي. 
زما په شناخت او محاسبو که په مجموع کې داسې مطالب او لیکنې دبل چا لخوا وړاندې شي نو په لیکنه کې مطرحو ټپي شوو اړخونو به په پوره پوره قوت به لیکوال ته په مختلفو مستقیمو او غیر میستقیمو وسایل چې یو څه روشونه يې پورته مثال راوړل شول، ضرر رسولای وای او په تورو لستو کې خو شاملول او نورو افراطي شنو ټاپې او سرو ټاپو وهل خو ورته ساده کار دی. 
د جهانی صیب دالیکنه د یو بادرده او بااحساسه افغان په توګه په نثرکې د یو ښکلي شعردلوستو او اوریدو لذت لري او هڅه ده چې با احساسه وطنوال دافغاني ټولنې پر پرهارنو د پټیو ایښودو کار ته په لیا قوت مخ کړي. 
اما دجهانی صیب دالیکنه یوه افاده یوبل اړخ هم لري چې زه هغه دپاکستاني منابعو د موفقیت بیلګه بولم او زه يې دې لیکنې ته، مجبور کړم. جهانی صیب افغاني خاوره پاکستاني بولي او عدم دقت او تیروتنه ده. د ښاغلي جهاني په دې لیکنه کې لولو: ̎ څه باندې شپږ میاشتې کیږي چې د پاکستان څخه د کنړونو پر ولایت باندې راکټونه اوري…که دراکټونوشمیر ته وګورو دتلفاتو شمیر نسبتا کم دی. …. پاکستان دکلیو دتخلیه کولو سره علاقه لري…دپاکستان قواوو دافغانستان په سل هاوو کیلو میتره مربع خاوره لاندې کړې…پاکستان همدا اوس دطالبانوقواوې بربیلو بیلو ډلو ویشلي دي څو د ضرورت په وخت کې يې سره وجنګوي او پخپله ،دبل هروخت په څیر ، د خیر پر غوندې ورته کښیني. داهغه ترخه واقعیتونه دي چې زموږ دهغو منورینو دپاره يې منل ګران دي چې په لس هاوو کلونه يې د پاکستان جنرالان او سیاسیتمداران تورلینګی دال خواره بلل او پاکستان يې مصنوعي هیواد ګڼلی دی. ددې هیواد جنرالانولږترلږه، دجهاد دپیل راهیسی زمونږ پرهیواد باندې مستقیم او غیر مستقیم حکومت کړی دی او داوسني نظام تقریبا ټولو واکدارانو ته يې تنخواوې ورکړي او لا اوس به يې هم ورکوي. دکنړ او کابل سیندونه، دافغانستان دبل هرسیند په څیر، زمونږ ملی نوامیس دي او دناموس څخه دفاع دهرافغان ملي وجیبه ده…… ̎ 
سیاسي تحلیل زما په آند هغه د کوچنینانو د (پوزل) لوبې ته پاتې کیږي چې کوچنیان د لوی عکس او تصویر واړه واړه ټوټه شوې ټوټې سره بیا ځای په ځای کوي او په دې ډول د خپل ذهن او تصور امتحان کوي او بیا هغه لوې تصویر له سره جوړوي. که دا دلوی تصویر وړې پارچې او ټوټې په خپل اصلي ځای کې کیښودل شي اوکه مثلا غوږ د غوږ په ځای او سترګه دسترګې په ځای او لاس دلاس په ځای او همداسې نورې وړې پارچې په مناسب او اصلی ځای کې کیښودی شوې، نو ورکړل شوای او جوړ شوای تصویر به په ښکاره ډول څیره ښکاره کړي. که داوړې ټوټې په مناسب ځای کې ځای پر ځای نه شي نو بیا جوړشوای تصویر ښکاره ، درست او واقعی نه وي.
په اجتماعی مسایل کې داتصویر ورکونه او تحلیل د مختلفو عواملو، ارقامو او فاکتونو په تغییر سره تغییر کولای شي. 
دښاغلي باري جهاني په دې مضمون او لیکنه که راغلي تحلیلونه او پایلي په ۹۹ مواردو کې ډیر قوت او پوره حسابي او دقت وړاندې شوي.
پاکستاني راكــټونه د پاکستان نه نه راځي او نه ویشتل کيږي، بلکی داراکټونه، دا پاکستاني راکټونه د هغه افغاني خاورې نه راځي چې دادی دا خاوره اوس اوس ۶۵ کاله د پاکستان په قبضه کې ده. د«ډیورنډلاین» د استعماري کرښې نه دا دې دروان کال ډیسامبر د ۱۲ نیټې نه دادی ۱۱۹ کاله تیریږي او ددغه ناسور زخم په اساس سیمه د جګړې او کړاو سره مخامخه ده. 
هو د راکټونو شمیر او دولتي پوستو او ټاڼو نه ویشتنه، داسې ښکاره کوي چې یو سري درې جانبه توافق شته او سیمه د کومې بلې برنامې او پروګرام لپاره آماده کول غواړي. حتی داسې آوازې، او ګونګسې هم آوریدل کیږي چې په سیمه کې د آغاخان د دولت د جوړولو احتمال هم شته. 
داسې آوازې هم شته چې پاکستاني مراجعو به داخبره نړیوالې ټولنې سره شریکه کړي وي چې زه دسیمې امنیت په هغه صورت کې نیولای شم چې د کنړ سیند ته ورسیږم. 
بیا هم هماغه پاکستاني پټ او دوه مخې د ساړه جنګ نسخې او په یو افراطیت د بل افراطیت دمهارولو نسخې.
هو طالبان به ځانته ملي آزادي بخش او اسلام ته خادم حرکت وایي اما به عمل کې ددوی د اجازی او بې اجازې دپاکستان دستراتیژیکي اهدافو او موخو ته کار ځینی اخیستل کیږي. پاکستان په دې برخه کې د پاکستان د جنرالانو داهدافو لپاره موفق وه. پاکستان بله نه شي کولای او بله به ونه کړي. 
دطالبانو د هغه مشرانو وژنه او بندي کونه چې دپاکستاني برنامو نه خارج او مستقل عمل کړای ددې ادعا کاملا ثابت او کلک مثال دی. ددې خبرې نور تأکید به دې افغاني ځواکونو ته نور هم هغه وخت ښه معلوم شي چې په یوه معامله کې پاکستان خپل اهداف ترلاسه کړي او د پرچون فروشی پر ځای پاکستان عمده فروشی ته تصمیم ونیسي او دغه افغاني سیاسي او نظامي ځواکونه په پوره ډول خرڅ کړي. دا خبره به زمان هم ثابته کړي. 
هوددې وطن منورینو او ټولو خیرخواه او با احساسه انسانانو ته په کار ده چې دې حقایقو او واقعیتونه ته پوره پوره پام وکړي، دغلفت او بې ځایه توجیهات او خوبه بیدار شي او خپل رسالت مخکې له دې چې ناوخته شي ادا کړي.
ټولو بادرده افغانانو او نیکې ارادې خاوندانو او سوله پالو ته په کار ده چې د افغانستان خلک، افغانستان او سوله وژغوري. 
تکبر، کینه ، تعصب ، پروني محاسبات، بې ځایه دښمنې او ترببګنې پریږدي او داکشتی د غرقیدو نه وژغوري. هغه کشتی چې په هغه کې به د امتیاز او بې امتیازه سرنشینان یو ځای غرقیږي. 
راځې د امید او خیر لاسونه په قوت ورکړو اود الله تعالی په مرسته په پوره قوت او صداقت خپل رسالت اداء او حالت ته تغییر ورکړو. 
ان الله لایغیر ما بقوم حتی یغیر ما بانفسهم- الایه – خدای هم نه بدولوی حال دهغه قوم – څوچې خپل حالت بدل نه کړي په خپله. پای