آرشیف

2017-1-31

دوکتور ص. سعیدي

څوک پاتې راغلای؟

 

 
وایي ښاغلی اوباما د ترهګرو په ماتولو کې پاتې راغلای. 
وایو: مونږ افغانان یو مشکل لرو …او … 
زه چې دا واورم نا ارامه شم. دا افادې بې انصافه او یا حد اقل بشپړه جملې او افادې نه بولم. 
زه څه ټول  ملت پرې نا ارامه شي، بې وسې او ناهیلې شي او پر انصاف او عدالت بې باوره شي، اوسیلې کوي خو د لاسه یې تر دغه دم ګړۍ څه نه دي پوره او څه یې د لاسه لا نه کیږي او په خپلو خولو كې هم غرق دی. خو حقایقو باندې پوه دی. 

د نا ارامی لامل دا ندی چې ما سره به د اوباما غم وي چې ولې په پاکستان او … کې د ترهګرو په ماتولو کې پاتې راغلای او یا داخبره بې انصافي ده او ما سره به د اوباما سره د انصاف غم وي. اول داچې کاشکې مو یو مشکل او یو کړکیچ وای. زمونږ مشاکل، کړکیچونه او د اوسنۍ. بحراني حالت لاملونه ‌‌‌‌‌‌ډېر دي. 

هو انصاف نه دی چې پړه یواځې پر اوباما واچوو. د ترامپ ستر افراطي خیزونه او استکبار به د انساني تمدن او د امزیکې د استراتیژيکو تأریخي ماتو او د تمدنونو د تقابل بدترین پړاو وي چې د سترو بد عواقبو لامل به شي. اما زمونږ مشکل په افغانستان کې بې کفایته حاکمیتونه او د هغوی غلط کادري او اقتصادي سیاست، افغان ولس او هېواد ته د غیر متعهدو  او د شخصي ګټو اولویت ورکونکو او د زر او زور خدمتګارانو حاکمیت وه او دی. هو زمونږ د حماقت او معذور والې برخه،  زمونږ د ماتې او عدم موفقیتونو عوامل دي. 

زمونږ مشکل کاشکې یو وای. زمونږ مشاکل ‌‌‌‌‌‌ډېر دي چې د دې مشاکلو او کړکیچو د حل کلي په بعضې موارد کې زمونږ په لاس او بعضې مواردو کې زمونږ له اختیاره بهر وه  او ده. د هغو برخو چې لاملونه یې زمونږ له صلاحیته بهر دي د هغو مونږ دومره مس‌ؤل نه یو. نو په کار نه ده چې د نورو ټوپک په اوږه کړو او د نړۍ د پولیس د سرباز دنده او وظيفه لا پسې اجراء کړو او حتی د امریکې. د هیواد  د جمهوري خواهان او دیموکراتانو شخړه او تضاد مونږ دلته افغانستان کې ګرم کړو. 

پکار نه ده چې د سترو قدرتونو سره په غیر ضروري ټکر او تناقض د  خپل هیواد او خلک د مشکلاتو او رنځ لړۍاوږده کړو او ملت نور بیا هم د مشکل سره مواجه کړو. هو هغه عوامل چې د بهرنیو لاس کې دي  په هغه برخه کې مو تقصیر لږ دی اما هغه چې زمونږ په لاس کې وه او دي او همدغه برخه مو خرابه کړه او لا تراوسه له سره خپل تقصیر نه منو او یا تر اوسه د خپلې خطا سیاست ابعادو پوهیدل نه غواړو هغه ستر مشکل دی چې راتلونکي کې زمونږ د مشکل او تراژیدی د اوږدیدو لامل کیږي او لامل شوای دی. په رڼا ورځ درواغ او لیدونکي او لوستونکي سیاسي بې سوادان ګڼل د انسان خپله بې سوادي ده. فرصت مو لرل او یا یې فرصت لرو او امور مو په لاس کې وه او ‌‌‌‌‌‌ډېر کارونه مو/یې خراب کړل او اوس هم ددې پر ځای چې پر خبره ځان پوه کړو او عوامل یې پيدا او پر ګناهونو اعتراف وکړو او د مشکل او کړکیچ د حل لپاره ښه ممد  او همکار شو ، لا بیا هم خپل ځان فرشته بولو او حتې د مشری او امامت دعوی لرو. ټولې  هڅې او کوښښونه  داسې دي چې حالات کړکیچن کړو چې بیرته ماته قدرت لاس ته راشي او پاتې شي. 

هو تېره او د تېرې خطاء که عمدي نه وه او همدومره دې توان او پوهه وه او نیت دې د خیر وه نو کارونه درنه خراب شول چې شول. نو اوس خو سپين سترګي مه کوه او مونږ افغانان پر مشکل پوه یو او زمونږ مشکل یو مشکل نه دی بلکې مشاکل دي. 

د رنځ او مشکل دقیقه ارزونه او لاملونه میندل او دقیق دیاګنوز کول د تداوی او ښې تداوی برخه کې مرسته او اساسي مرسته کوي. 

نوکه د افراطیت او ترور په لمنځه وړلو کې  امریکه پاتې راغلې دابه درسته وي خو نور لاملونه یې په افغانستان کېې د ښې دولتدارۍ او ښه حاکمیت په ایجاد او مېنځ ته راوستلو مونږ هم پاتې راغلي او عالم ته رسواء شوو. نو پر ځای ده چې مکملې جملې او مکملې افادې وشي او هغو افادو کې خپل اخلاقی، سیاسي، ایماني او وجداني مس‌ؤولیت له یاده و نه باسو. انساني او اسلامي قوانین د جزایی مس‌ؤلیت د اقرار په برخه کې تأکید نه کوي او هر مسلمان توبې او دريښتنې توبې ته او عملا د تخلف د تلافي امر کوي. دا چې خپله انسان د تذکیې لپاره اعتراف کوي هغه زمونږ بحث اوږدوي خو دا باید په زغرده قبوله کړو چې پربهرنو باندې د پړه اچولو برخه کې د خپل سهم او ګناه ھیڅکله هم له یاده مه باۍئ! دا حالت د نورو اخلاقی مفاداتو سره سره د مشکل د حل لپاره ستره مرسته هم کوي او مونږ ته رسوي چې څوک، چیرې او دکومې وجهې بریا او یا هم پاتې راغلای دی. 

و ما علینا الا البلاغ المبین