آرشیف

2020-11-30

شاه ولی آرین

څومره وه ښکلې

شین یې خال و په جبین څومره وه ښکلې
پـه ریـښتیـا وه ماجـبین څـومره وه ښکلې

پـــه حـیــا کـې وه روا نـــه لـکــه زرکــه
وه بـریـښنا د مـاسپښېـن څومره وه ښکلې

تـوروسترګو یې خنجرپه زړه را خښ کړ
دا شـېـره وه د ګـبـیـن څـومـره وه ښکلـې

پـټ پــټـاني او خـنـدا کې یـې اسېـر کـړم
غـنـم رنـګـه نـازنـین څـومـره وه ښـکلـې

پـه یـو ځـل رانـه یــوه شیـبـه پـنـاه شــوه
وه دګل په شان رنګین څـومره وه ښکلې

۰۲/۱۰/۲۰۲۰
کابل