آرشیف

2020-3-30

شاه ولی آرین

څه به وای

وای چې مو په باغ کې تل ښکلا د مینې، څـه بـه وای 
وای چې مو په زړونو کې غـوغـا د مینې، څه به وای
 
هــره خـوا سنـدری، تـــرانې وای شـورو ساز د ژوند 
هسی مـو کـولای پټـپټـانه کې ادا د مینی، څـه بـه وای
 
ښکلی وای ښه پنځ او د نـښترو ډک اوچــت غــرونـه 
هسی ګـرزیـدای پـه کـې رسـوا د مـیـنی، څـه بـه وای 
 
هره خوا ساقی را چلولای ډک جامونه، ښو نغمو سره
ډکې پیالې تشې، جوړ محفل د مــیــنـې، څـه بـــه وای 
 
تـل چـې پـه ګلانـو بـــوراګان شـور او مستی کې وای 
هسی شنې غـوټـې وای په خـندا د میـنې، څـه بـه وای 
 
هـر کـله بـهار وای ژېـړ خــزان مـو هـیـڅ لیـدلی نـه 
ټـول ورتـه خـوشال وای په نـڅا د میـنې، څـه به وای 
 

د دوه زرم کال نومبر
آغوس
ډنمارک