آرشیف

2021-5-4

شاه ولی آرین

پیغلوټه

 

چې مې سترګې د وصال په ننداره شـوې

ستـا د سترګـو دغـمزو پـه پـیمانـه شـوې

تـه پـیـغـلـوټـه د وطن، زمـوږه نـنګ یـې

اوس نـړۍ کې تـه داستان د زمانـه شـوې

ستا پالنه زمـوږ دَیـن دي هـر زمان کې

اوس خو جوړه په نړۍ کې افسانـه شوې

توره، ننګ سره ولاړ یو ستا په خوا کې

یـو وار بیا زموږ د تورو هنګامه شوې

غـلیمان دی شـرمنده تـل خوارو زار شه

چې تـری وینې د غازیانو نظرانـه شوې

اغوس دنمارک

۲۶/۰۴/۲۰۲۱

شاه ولی ارین