آرشیف

2017-7-31

دوکتور ص. سعیدي

په پاکستان کې سیاسي قدرت !

د پاکستان له  غیر مشروع او د نورو په سیمه کې ناروا وجود د خپل تاریک او تور  تاریخ په اوږدو کې اصلي سیاسي او نظامي قدرت د پوځيانو (ای اس ای) او پنجاب لاس کې وه او دی.  
د افغانستان، هند، کشمیر ، د پاکستان د اتوم بمب او د ای اس ای د استخباراتو استخبارات  د ای اس ای په لاس او اختیار   کې وه او دي. همدا وجه ده چې د ملکي حکومتونو په تلو راتلو په دغه  برخه کې د پاکستان سیاست ثابت پاتې دی.  
پاکستان ( استابلشمنت) د افغانستان او افغان ولس ( له آمو نه تر آباسینه ) دشمن وه، دی او زمان ثابته کړه او ثابته به کړي چې دشمن به پاتې شي.  

دا چې د پاکستان ګلخانان د ایمل ولی په شمول پرې پوهېدل نه غواړي او دلته بعضې افغان سیاستوال د اتمام حجت روسته هم دا توقع لري چې پاکستان به ګواکې د افغانستان او افغان ولس په هکله به خپل دوه مخی  سیاست بدل کړي خو زمان ثابته کړه چې داسې ونه شول.  داسې توقع د سیاست د الفباء نه بې خبري هم ثابتوي. 

هو د سلیم عقل او سلیم منطق حکم دا وه چې د ستر منطقوي او سیمه ایزو اقتصادي ګ‌‌‌‌‌‌ډو پروژ و په صورت کې به  پاکستان د افغانستان له نا آرامولو ، قتل او غارت نه لاس په سر شي، خو پاکستان دا کار ونکړ. 

علت دا دی چې پاکستان دخپل وجود عدم مشروعیت نه پوره پوره خبر دی. 

پاكستان  افغانستان اوسيمې ته د ترور او دهشت د صدور سیاست ته ادامه ورکوي او له دغه کار نه به لاس په سر نه شي.  

پاکستان حتی د برهان الدین رباني حکومت چې پاکستان کې جوړ شوای وه ونه زغمه. پاکستان افغانستان ته هیڅ حاکنیت نه غواړي او غواړي چې افغانستان خپله ٥ سوبه وګرځوي.  

پاكستان  افغانستان كې د امریکې له حضوره روسته هم وتوانيده     ٩-١٠ كاله  د افغانستان  امنيتي او پوځي ځواكونه اداره، محاصره او محدود وساتي. افغانستان ته درنې  وسلې او مهماتو د پاکستان په تحریکاتو او منطق اجازه ورنکړای شوه. د افغانستان اردو د استحکاماتو ،  هوایي ځواکونه، استخبارات ( پوځي استخبارات) د پاکستان په هدایت جوړ نه کړای شول. 

پاکستان عمل کې له افغانستان سره هماغه وکړل او کوي کوم چې د اسرائيلو حاکمیت له فلسطینیانو سره وکړل او کوي. 

 پاكستان د خپل تاريخ په اوږدو کې (٧٤كاله) انګلیسانو سره نږدې علایق لري. پاکستان کې سیاسي تغیرات د انګلستان له توافق پرته  مشكل خبر برېښي. داچې سیاسي تبعیدی، میا محمد نواز شریف له عربستان بیرته پاکستان ته راوستل کیږي  او صدراعظم په توګه غوره کیږه هم د سیمې د دایرکترانو کار دی. پور شواهد او قرائن ښکاره کوي چې د نواز شریف اوسنۍ استعفاء او عزل کیدنه  چې ظاهراً د محکمې لخوا اعلان شوه هم د امریکې د نارضایتۍ. په وجه له پاكستان په حسابي او پلان شوې برنامه ده. له دغه تغیر سره سره پاكستان ته د  انګلستان نوی سفیر هم راځي. 

داچې دا به د امریکې او انګلیسانو ګ‌‌‌‌‌‌ډ تصمیم وي که جدا ، دا به زمان جواب ووایي.  

یوه بله مهمه مسأله چې مطرح ده، هغه داچې پاکستان در تاریخ په اوږدو کې د یوې لن‌‌‌‌‌‌ډې ملکي دورې نه روسته پوځيان حاكميت تصاحب كړای او د اوږد زمان لپاره قدرت كې پاتې شوي. اما د څو کلو راهیسې د امریکې پارلمان فیصله وجود لري که چېرې پوځيان پاکستان کې کودتا وکړه نو له بلې مصوبې پرته به ته د کودتا له تاریخه د امریکې ټولې مرستې پاکستان ته قطع كيږي؟  له همدې وجهې دی چې اوس  پاكستان كې پوځيان داسې کارونه کوي چې  د کودتا پر ځاې له دوی خواهش وشي د امورو تنظيم او حاکنیت لاس کې واخلي. 

په هر صورت  له ياده ونه باسو چې  میا محمد نواز شریف هماغه شخص دې چې د افغانستان د اردو په کباړولو، ړنګولو او انحلال یې په ښکاره ‌‌‌‌‌‌ډول افتخار کاوه او کوي. داچې  یو شمېر افغان لوری یې هم په خدمت کې وه او یا دي هم ددقت، تاثر او تأسف خبر ده. امید دا شمېر افغانان   خپلو دغه اشتباهاتو ته  جدي پاملرنه وکړي. هماغسې چې افغان لوري ته ایراني په بوجو او خریطو پېسې ورکونه د افغان لوري نه ناروا مطالبات لرل، پاکستان هم دې وطن ، زمونږ ټاټوبي افغانستان کې خپلې لوبې وکړې او لیاکوي. وما علینا الا البلغ المبین

د. ص. سعیدی 

28/7/2017