آرشیف

2020-6-4

شاه ولی آرین

په وړاندیز شوې کابینه کې د غلو تود حضور

(لومړی برخه)
 
 
د سیاسي هوکړې په هکله د هیواد والو اندیښنې او سوچونه کټ مټ په حقیقت بدل شول. د هېواد او ولس پر سر معامله ګرو یو ځل بیا وښوده چې دوي د هیواد او د هیواد ملي ګټو ته ژمن نه دي، بلکې د خپلو شخصي، ګروپي او تنظیمي ګټوپه باب فکر کوي او یوازې د ځانځانۍ او د خپلو بادارانو د ګټو او پایښت له پاره هلې ځلې کوي.
 
یو شمېر هیواد والو دا سوچ کاوه چې تېرو ترخو تجربو نه به زموږ سیاسیونو، د هیواد مشرانو د عبرت درس اخیستي وي، نو ځکه به په راتلونکي پنځوس سلنه ویش کې کار اهل د کار ته وسپارل شې، ځوانانو، هیواد ته ژمنو اود تعلیم خاوندانو ته به د کار شرایط برابر شې، خوکله چې مې په یو ټوپکي پلوه ویبسایت کې کابینې ته د عبد الله عبدالله له لوري ورمعرفي شوی لست تر سترګو شو، هک پک پاتې شوم او سوچ مې وکړ چې دا هیواد به هیڅکله د سولې ورورګلوۍ او پرمختګ پړاونو ته ونه رسېږی، تل به د دې هیواد پلورونکو مشرانو د معاملو دروند بار، د دې بیچاره ولس پر اوږو پروت وي.
 
مخکی تر دی چې د لست پر جزئیاتو او د اوسني وخت پر اړتیاوو بحث وکړم، معرفي شوی لست دلته د دوستانود معلوماتو له پاره رانقلوم:
 
۱- فضل احمد معنوی اداره لوی ځارنوال
۲- عبدالحفیظ اصولی مرستیال لوی څارنوالی در امور مالی و اداری
۳- کنشکاترکستانی وزیر کار و امور اجتماعی
۴- حمیدالله فاروقی وزیر تحصیلات عالی
۵- هارون چخانسوری وزیر معارف
۶- محمود کرزی وزیر‌ شهرسازی
۷- بسم الله محمدی وزیر امور داخله
۸- بشیراحمد ته ینج وزیر امور مهاجرین
۹- حاجی دین محمد  وزیر اقوام و قبایل
۱۰- انجنیر علی احمد عثمانی وزیر مخابرات
۱۱- فرخنده زهرا نادری وزیر اقتصاد
۱۲- حسن عبدالهی‌وزیر ترانسپورت
۱۳- سردار رحمن اوغلی وزیر زراعت
۱۴- انور الحق احدی وزیر صنعت و تجارت
۱۵- داکتر‌ نجیب پیکان رئیس اداره اترا
۱۶- انجنیر عاصم عاصم رئیس شرکت هوایی آریانا
۱۷- جنرال ظاهر ظاهر  معین اول وزارت دفاع ملی
۱۸- دگرجنرال جان احمد حق‌جو معاون شورای عالی مصالحه ملی
۱۹- عتیق الله بریالی لوی درستیز
۲۰- ادیب فهیم  معین سیاسی  وزارت خارجه
۲۱- ذبیح الله زیارمل ریس اداره عالی تفتیش
۲۲- داکتر مجیب الرحمن څمکنی والی کابل
۲۳- لوی‌پاسوال عبدالرحمن رحمن  فرمانده امنیه کابل
۲۴- همایون همایون معاون اول امنیت ملی
۲۵- استاد عنایت الله شاداب  ریس دانشگاه استاد ربانی.
۲۶- حفیظ منصور  ریس اصلاحات اداری و خدمات ملکی
۲۷- انجنیر امین حیدری معین وزارت حوادث
۲۸- داکتر میرویس بهاوی ریس تربیت بدنی
۲۹- نجیبه ایوبی معین مالی و اداری  وزارت فرهنگ
۳۰- سید هاشم‌ سادات معین صنایع وزارت تجارت
۳۱- داکتر قهار سروری معین علمی تحصیلات عالی
۳۲- اجمل سیلاب معین جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ
۳۳- انجنیر ناصر‌ تیموری معین وزارت انکشاف دهات
۳۴- معین مرستیال معین وزارت اقوام وقبایل
۳۵- شکیبا سیفی معین وزارت امور زنان
۳۴- راحله دوستم معین مالی و اداری وزارت خارجه
۳۵- عالم خلیلی معین مالی و اداری وزارت صحت عامه
۳۶- جنرال رجب معین وزارت فواید عامه
۳۷- داکترمحی الدین مهدی ریس رادیوتلویزیون ملی
۳۸- روح الله مراد معین عواید و گمرکات وزارت مالیه
۳۹- قربان حقجو ریس تدارکات ملی
۴۰- الحاج محمد فرهاد صدیقی رئیس اداره نورم و استاندارد
۴۱- مهندس ویس احمد برمک والی قندهار
۴۲- عبدالخالق بالاکرزی والی کندز
۴۳- انجنیر ضرار احمد عثمانی والی بلخ
۴۴- سناتور آصف عظیمی والی تخار
۴۵- جنرال غلام مصطفی محسنی والی بدخشان
۴۶- ظاهر قدیر  والی ننگرهار
۴۷- آخندزاده والی هلمند
۴۸- اسدالله شریفی والی زابل
۴۹- بصیر سالنگی والی نمیروز
۵۰- محمد نور رحمانی والی سرپل
۵۱- مجید روزی والی فاریاب
۵۲- مولوی حیات والی جوزجان
۵۳- عبداللطیف مراد والی کاپیسا
۵۴- عبدالجبار تقوا والی پروان
۵۵- انجینیر اسحق نظامی والی پنجشیر.»
 
پورتنی لست دا په ډاګه کوي چې د دې هیواد جوړیدل د داسې کسانو په موجودیت کې نه یوازې دا چې ناشونی کار دی، بلکې په یقین سره ویلای شو چې هېواد او خلک نور هم د سترو غمېزو او بحران لور ته را کشول کېږي. په دې برخه کې د هیوادوالو چوپتیا هغه ستره ګناه او مسؤلیت دی چې راتلونکې نسلونه به ورته په نیکه سترګه نه ګوري.
نور بیا

 
په وړاندیز شوې کابینه کې د غلو تود حضور
 
(دویمه برخه)
 
څلویښت کاله او په خاص ډول وروستي نولس کاله افغا ولس د خونړۍ جګړې په زغملو د سولې تږي او انتظار کې شپې او ورځی تېروی. تېر تاریخ وښوده چې څو واره هیوادوالو ته د سولې په لار کې د هلوځلو فرصت رامنځ ته شو، مګر د یو شمېر پردی پلوه، هېواد ته خائینو عناصرو له لوري دغه فرصتونه د معاملو او دسیسو ښکار شول، هیواد مو نور هم د نوو نیابتي جګړو ښکار او د دغو خائینو عناصرو بازار لا پسي تود او د چور،چپاول، د ځمکو د غصب او سلګونو نورو نامشروع امتیازاتو شرائط یې تر لاسه، مظلوم او بیچاره ولس یې د دغو ناخوالو قربانې کړل. ایا همدا هیواد پلورونکی نه وو، چې هیواد یې پر پخواني شوروی اتحار وپلوره؟ ایا همدا معامله ګر نه وو، چې د بینین سیوان د سولې پر پروګرام یې د یوې کودتا په تر سره کولو ناکامه کړ؟ ایا همدا هیواد پلورونکې نه وه چې د امریکا سره یې داسی ننګین پروتوکول لاسلیک کړ، چې د هیواد ټول فضائي حریم یې ورته ډالۍ کړ؟
 
نولس کاله د هیواد واکدارانو او د امریکا، پاکستان، ایران د ګټو ټیکدارانو چې ځینو یې حتا ګوډ خر هم نه درلود، مګر نن په میلیاردونو او میلیونونو ډالری، قطار،قطار مرمۍ ضد موټر اري، په هیواد دننه او باندی، بلډینګونه، بانکونه، د قیمتي کاڼو نندارتونونه او نور منقول او غیر منقول جایدادونه لري، ایا دا مظلوم ملت د دې حق نه لري چې ترې تپوس وګړي، چې دا مو له کومه کړي دي؟.
 
دا چې دوی د جګړی له برکته دومره امتیازات او شتمنۍ تر لاسه کړي، نو دوی به هیڅکله د سولې د راتلو سوچ ونه کړي او نه باید دا تمه ترې ولرو، ځکه جګړه د دوی په ګټه ده. په تېر کې د نولس کالو ازموینو وښوده چې د سولې د شوراګانو موجودیت هسې په نوم او باج ورکولو نه کومه بله مانا نه درلوده او د دغو شوراګانو په سلګونو غړو ته د هیواد د بیت المال نه باج او امتیازات ورکول د هیواد او هیواد والو د ملی ګټو په مقابل کې ستر خیانت یادولی شو.
 
بله ستره جفا د هیواد او هیوادوالو په مقابل کې د همدې نولس کلنې دورې فاسدو کړیو ته له جمهوري ریاست نه نیولې، تر  وزارتونو او ولایتونو په تشکیلاتو کې د بې شمېره سلاکارانو تر نامه لوړ امتیازات ورکول، هغه څه دي چې تل یې بار او بیه د هیواد مظلوم ولس ورکړې ده.
 
درنو هیوادوالو! په هېواد کې همدا څو تاریخ شرمولې څېره چې د هېواد ټول هست او بود د خپل ځان ګڼي او تل باید دوی په قدرت کې وي، ځامن او یا اولادونه یې باید د دوی ځای ناستي وي، تل یې د ملت پر ستونی پښې ایښي او د پردو د ګټو له پاره یې هیواد د سترو غمېزو سره لاس او ګریوان کړی دی.
 
ټول امتیازات باید د دوی وی، خو اولادونه یې باید په بهر کې خوشاله ژوند ولري، تحصیل وکړي او د هیواد په جګړه کې دې هرې خواته بیچاره او مظلوم ولس ووژل شي، دا دی د دی پلورل شوو مشرانو انصاف او عدالت.
 
ویل کېږي چې په یوه ټولنه کې چې یې د مشرانو قبرونه مجلل جوړ شوي وي، دا ډول مشران هیواد او خپل ولس ته ژمن نه، بلکې درغل او خائنان یې یادولی شو. تاسو وګورئ د هیواد له بیت المال نه په ملیونونو ډالر د څو تنو هیواد پلورونکو په قبرونو باندی لګول هیواد او خلکو ته ملي خیانت نه دی؟ که چېری دغه لګول شوې پانګه د هیواد په څو ولایتونو کې پر روغتونونو لګیدلي وای، اوس به د کورونا د وبا له پاره په دغو ولایتونو کې ستونزی خورا کمې وای.
 
پورتني یاد شوی مشران او په نوم سیاسیون چې عبدالله عبد الله او یو شمېر د ټیم ملګري یې په همدې کتګورۍ کې راتلای شي، تل هلې ځلې کړي تر څو هیوادوال متفرق وږی تږي، محتاج او له سواده محروم وساتل شي، دومره په خپلو کړاونو او دردونو کې اخته وي چې هیڅ یې د دوی کړنو ته د کتلو او څه ویلو مجال تر لاسه نه شې.
 
د هیواد د حیاتي او خورا مهمی اړتیا، سولې مشرۍ داسی کسانو ته په لاس ورکول او یا یې په سر کې موجودیت به له دې ولس اوهیواد سره ستره جفا نه وي؟. هغه پښتو متل چې وایی«چې د تارو یې قیضه وی د اس به یې ځه مزه وي»
 
اوس به راشو د کابینې د یوې برخې هغه خپور شوی لست ته چې د هیواد د مشرتابه له پاره وړاندې شوی او ډېر امکانات شته چې د تل په شان بیا د یوې نامشروع او قانون سره په ټکر کې معاملې له لاری په ولس وتپل شي. دلته د دری ژبې هغه متل چېوايی: «مشت نمونه خروار» د څو تنو په مخنۍ او تیرو کړنو رڼا اچول اړین ګڼم.
 
بسم الله محمدی د جمعیت (نظار شورا) برجسته غړی، احمد شاه مسعود ته نږدې کس چې د کورنیو چارو وزیر به کېږی، یو غېر مسلکي په فساد او د وسلو په قاچاق تورن شخصیت چې په میلیونونو ډالر یې د دفاع وزارت د کار په موده کې د کورنیو او بهرنیو د وسلو، لوژستیکی، تیلو او د سون موادو د مافیایی قراردادیانو له لاری تر لاسه کړي، حتا د اخستل شو وسلو کیفیت دومره په ټیټه کچه وو، چې استعمال یې ستونزمن کار و، همدا ډول ویل کېږی چې یو شمېر وسلې تر اوسه لادرکه دي. په کورنیو چارو کې یې د وزیر په توګه د دندی پر وخت شا وخوا اته میلیونه ډالر یوازی د پچو د اخستلو له لاری چورو چپاول کړی،چې ټولو هیوادوالو ته لکه لمر روښانه ده. په هیواد او بهر کې مجلل قصرونه د اولادونو یې په سرو زرو بې شمېره سینګارونه د دوی د نامشروع ملکیت او سرمایو روښانه بیلګې دي.
 
محمود کرزی د حامد کرزی ورور، د کابل بانک مشهور غل چې د هیواد د عامه ملکیت ډیری برخی یې غصب کړی او عینو مینه یې د چور او اختلاس روښانه بیلګه ده د ښار جوړونې د وزېر په توګه بله نمونه ده چې له تیرو کړنو نه یې داسی معلومېږی چې دغه موجود ښار به جوړ نه بلکه نور به یې هم په کنډوالو او د وینو په ویلو بدل کاندی.
 
ظاهر قدېر د مخدره توکو قاچاقبر، د ګمرګاتو مشهور غل په ننګرهار کې د ځمکو غاصب چې په خپله په جار وایی: «چې په میلیونونو ډالر، او د دیرشو په شاوخوا کې زره لرونکي موټری لری او دا ورته خدایتعالی ورکړی».
 
فضل احمد معنوی، انورالحق احدی، فرخنده زهرا نادری، ادیب فهیم، همایون همایون، راحله دوستم، عالم خلیلی، بصیر سالنګې او داسی نور ټولی ازمایل شوې هغه څېری دی چې دې هیواد او خلکو ته یې بي له جنایت او خیانته بله کومه لاسته راوړنه نه ده ورپه برخه کړې. یو بل افغان دښمنه څېره چې ځان افغان نه ګڼي او پشتون ستر قوم ته تل د افغان په سترګه نه ګوری خپل ځان نه شې اصلاح کولي د اداری اصلاحاتو د عمومی رئیس په توګه په ګوته شوی دی چې د تعجب وړ یې ګڼم.
 
په تاکید سره وایم، ای با شهامته افغان ولسه ، راویښ شئ د دغه له جنایت او خیانت نه ډک سیستم زنځیرونه ورمات کړئ خپل هیواد او ځانونو له دې تور او فاسد سیستم نه خلاص کړئ. دا دومره ستونزمن کار نه دی، یوازی صداقت، ایمانداري، ځواکمن هوډ او د ټولو په سر کې د ملي یووالي ته اړتیا لري.
نور بیا
 
د هیوادوالو د ملي یووالي پر لور!