آرشیف

2020-9-15

شاه ولی آرین

په دوحه کې د افغانانو د خپلمني خبرو د پیل

ترټولو اساسي نیمګړتیاوي

په دی کې هیڅ شک نه شته چې په افغانستان کې د څلویښت کلنې اوږدی نیابتي جګړې او بیا راوروسته د شلو کالو جګړه د ناټو او امریکا په موجودیت کې د هیواد مادي او معنوي ارزښتونه له منځه تللي او یا هم د له منځه تلو په حالت کې دي.
په داسې یو له ستونزو ډک حالت کې د افغانانو د ډېر پخواني ارمان د سر ته رسیدو په صورت کې چې هغه په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات راتګ دي، دا دي اوس د افغانانو د امیدونو او غوښتنو فرصت رامنځته شوي دي.
د خپلمنځي خبرو له پیل نه څرګندېږي چې د جګړې د ټولو اړخونو په سیاستونو او کړنلارو کې  په ظاهری توګه نسبي بدلون رامنځته شوي دي. هیله ده چې دغه بدلونونه د هیواد د واقیعتونو او اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د حقیقت په لور مزل ووهي.
سوله د افغانانو ستره اړتیا ده او دا هغه وخت میسر کیدلی شې چې د جګړې اړخونه او هم د جګړې تمویلونکي دغه اصل او اړتیا ته لومړیتوب ورکړي.
په خواشینۍ سره چې د دوه کالو په جریان کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې روانې وي او بلاخره نتیجې ته هم ورسیدي، بهرنیانو د امریکا پر مشرئ سوله ترلاسه کړه، مګر افغانانو هیڅ تر لاسه نه کړل، چې دا په خبرو کې د امریکا ستره تیروتنه وه او هم د طالبانو د راتلونکې سیاسي موجودیت او سیاست له پاره ستره بدنامې او د افغان ولس په ذهنونو کې د طالبانو ټکونه وه او ده.
غواړم د سولې د خبرو د پیل په غونډه کې ځینو هغو نیمګړتیاوو ته د لوستونکو پام ورواړوم چې د سولې په روانه پروسه زما شک په واقعیت بدلولی شې:
۱- د سولې روانه پروسه ماته یوه پروژه او په ګران افغانستان کې د امریکا د ګتو د خوندیتوب، د ټرامپ د جمهوری ریاست د ټاکنو له پاره یو موثر کمپاین ښکاری، د سولې د پروسې دوه کاله دوام، د بندیانو د خوشی کولو په پروسه کې ځنډ، د طالبانو له لوری د جګړی شدت او د بیګناه افغانانو وژنه په دواړو خواوو کې، د امریکا سره سوله او اوربند او د افغانانو سره د اوربند نه مراعاتول زما د دې وینا روښانه بیلګه یادولای شو.
 ۲- امریکا له طالبانو سره شل کاله جګړه وکړه په دې جګړه کې هیواد وران ویجاړ شو، په زرګونو افغانان د دې نیابتي جګړی په دواړو خواوو کې قربانیان شول، ایا دا جګړه بر حقه وه او که ناحقه؟

د دې خبرې د سپیناوي باید امریکا افغان ولس ته ځواب ورکړي.
۳- د افغانانو په تاریخ او کلتوري مناسباتو کې د دوه اړخونو تر منځ د شخړو د له منځه وړلو په خاطر تل یو دریمګړی مخلص او دواړو لورو ته د اعتماد وړ کسانو د منځګریتوب پر اساس روانه ستونزه په اسانۍ له منځه وړی ده. همدا ډول د نړۍ په هیوادونو کې هم دغه اصل په ځینو توپیرونو سره عملي شوي او ښې لاسته راوړنې یې ورکړي دي، مګر زموږ د افغانانو روانه سوله یوازې د دوه جنګي ډلو تر منځ چې شل کاله یې یو بل سره وژلي، او په سر کې یې هم هغه څوک دیکتې کوي چې د افغان جګړې اصلي عامل دی.
د پورتنېو دلایلو په نظر کې نیولو سره که په رښتیا هم امریکا، افغان دولت او طالبان سوله غواړي او نړۍ واله ټولنه په رښتیا هم د سولې له روانې پروسې نه ملاتړ کوي، نو د سولې د خپلمنځي خبرو د پیل په غونډه کې باید امریکا او نړیوالې ټولنې پر دغو څو اساسي ټکو او اړتیاوو خپل دریځ روښانه کړي وای:
۱- اور بند د سولې د پروسې اساسي او بنیادي شرط او اړتیا ده چې په خواشينۍ سره یوازی د ترکیې د خارجه وزیر نه بل هیچا په غونډه کې پر دغه اړتیا په خاص ډول نړیوالې ټولنې د جګړې پر اړخونو د فشار په توګه بحث ونه کړ.
۲- سوله د دوو اړخونو تر منځ کله ـ کله په تاکتیکي ډول هم د یو مؤقت وخت له پاره رامنځته کیدای شې، او بیا ژر هم له منځه تللی شې، خو د دایمي سولې له پاره ضمانت اړین دی، چې دغه ضمانت کونکی د جګړې د اړخونو تمویلونکی، د نړی ځواکمن هیوادونه، د ملګرو ملتونو سازمان، اروپائی اتحادیه او د اسلامي کنفرانس غړو هیوادو له لوری باید تر سره شې، چې په دغه غونډه کې هیچا دغې مهمې اړتیا ته هیڅ پاملرنه ونه کړه چې دا په خپله د دایمي سولې د راتګ په لار کې ستره نیمګړتیا ده.
۳- سره له دې چې د فدراتیفې روسیې د بهرنیو چارو استازی کاملوف په غونډه کې ګډون درلود، خو دغه غونډه د بهرنیوچارو د وزیرانو په کچه جوړه شوی او ورته را بلل شوي وو، نوځکه د روسې او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو نه ګډون چې د افغانستان په څلویښت کلنه جګړه کې دخیل هیوادونه و او دی، بله نیمګړتیا حسابولی شو.
۴- د سولې له عملي کیدو وروسته د افغان دولت سره د مالي مرستو په مورد کې چې څلویښت کلنه جګړه کې یې مادي او معنوي زیانونه لیدلی دی د نړیوالې ټولنې، جهاني بانک، امریکا، روسیې او اروپایې اتحادیې چې ځنی یې د جګړو اساسي عاملین دي، کومه مشخصه اوعملي طرحه او یا تضمین په دغه غونډه کې چې ځای یې و اوهم یې د جګړې اړخونه ته اطمنان او زېری ورکولای شو هیڅ توجه ونه شوه.
۵- د هرې سولې په عملي کیدو سره یو شمېر مهاجرین چې د جګړې او ځاني خطرونو نه د خلاصون له پاره خپل هیواد پریښودو ته اړشوی، طبعي ده چې د سولې له منځته راتلو سره بیرته خپل هیواد ته راستنیږی، چې په دې رابطه هم د نړیوالې ټولنې په خبرو کې هیڅ ورته اشاره ونه شوه.
۶- د هیواد په څلویښت کلنه جګړه کې تر ټولو زیات پخواني شوروی اتحاد (روسیه) او امریکا د جګړې او ورانیو مسؤلیت پر غاړه لری، په اخلاقي توګه دغه دواړه هیوادونه افغانانو ته د ورپیښ شوو زیانونوتاوان باید ورکړي، افغان ولس د سولې د روانې پروسې پر دواړو لورو تعین شوو استازو غږ کوي، چې د سولې د خبرو د عملي کیدو او د دایمي سولی د رامنځته کیدو په صورت کې د دغو تاوان جدی غوښتنه وکړي.
سوله د افغانانو ستره اړتیا ده!
 
 شاه ولی ارین