آرشیف

2020-9-14

شاه ولی آرین

په دوحه کې د افغانانانو د خپلمنځي خبرو پیل

د دوه زره شلم کال د سپتمبر د میاشتې دولسمه د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې د افغانانانو د خپلمنځي خبرو پیل پرانست غونډه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د شلو په شاو خوا کې هېوادونو د دپلوماتیکو استازو په شتون کې جوړه شوه. دغه راز په غونډې پورې اړوند  نظریات له بېلابېلو مراجعو څخه وړاندې شوي دي، چې لنډيز یې په دې ډول دی:

د غونډې په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرداسې وویل:
« د انساني حقونو د خوندیتوب تر ټولو غوره لار جمهوریت دي. زموږ مرستې به دوام ولري او د دغو مرستو څرنګوالی د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې د پرمختګ او لاسته راوړنو پورې تړلي دي.»
عبدالله عبد الله په خپلو خبرو کې  هیله مند ي و ښوده، چې اوربند به رامنځته شې، له امنیتي ځواکونو، اساسي قانون او جمهوریت نه دفاع کوو، هغه زیاته کړه چې روان جنګ ګټونکی نه لري او د سولې په شتون کې د بهرنیوځواکونو شتون ته اړتیا نشته،  موږ نړیوال ملاتړ لرو، چې پر اساس یې هر ډول ګواښ ځوابولي شو.
ملا برادر په خپلو خبرو کې وویل: د سولې په خبرو کې د څو تنو د ګټو د خوندیتوب پر ځای باید پر ملي ګټو تمرکز وشي. هغه زیاته کړه، چې له ستونزو سره ـ سره باید خبرو ته ادامه ورکړل شې، ملا برادر وویل، موږ د دوحې تړون ته ژمن یو، باید مقابل لوری هم ورته ژمن پاتې شې.
د اسلامی همکاریو د نړیوال سازمان استازي په خپلو خبرو کې وویل: موږ د سولې له پروسې ملاتړ کوو، او له نړیوالې ټولنې هیله کوو چې په دې مهمو شیبو کې له افغانانو او افغان حکومت سره مل و اوسي.
ملګری ملتونه: افغانانو ته  باید سوله ایز چاپیریال را منځته شي. اوربند باید له شرطه پرته ومنل شې. ډاډه و اوسئ چې د سولې له دې پروسې ملاتړ کوو. پخوانی اوربند د ستایلو دی. افغانان باید د سولې له خبرو خبر و اوسئ.
دناټو سرمنشی په خپلو خبرو کې داسې وویل: موږ د تاوتریخوالی موخه پای ته رسولی ده. افغانستان باید نور د ترهګرئ او تروریستانو ځاله نه وي. نولس کاله وړاندې هم له افغانانو سره وو او اوس هم یو. افغانان سوله غواړی، نړیواله ټولنه د دوي د غوښتنو ملاتړ کوي او قرباني یې ستایې. افغان امنیتي ځواکونه د تیرو لسو کلونو په پرتله اوس ډیر ځواکمن شوي دي.
د جاپان استازی په خپلو خبرو کې داسې وویل:  موږ د سولې له پروسې ملاتړ کوو. هیله مند یو چې اوربند تر سره شي، او هم هیله لرو چې خبرې افغانانو ته له بحران نه د وتلو زمینه برابره کړي. هغه زیاته کړه موږ د بیا رغاونې په  برخه کې ژمن یو او له سولې وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړو.
انګلستان: دا یو پیل دی،  موږ په دې هیله یو چې افغانان یوه د حل لار و مومي او له بحرانه ووزي. هیله لرو چې لاسته راوړنو ته ورسیږو.
فنلند: د افغانستان ملګري و او یو به، ګڼ افغان کډوال مو منلي دي. اوس د دې وخت رارسیدلی دي چې د خبرو له لارې ستونزه حل شې.
هسپانیا: موږ د هغوې قرباني نه شو هیرولی چې ترهګری ځپلي دي، د دې پروسې درناوی کوو او ورته هیله مند یو.
د هندوستان استازي په خپلو خبرو کې وویل: زموږ هیله ده چې افغان خاوره هیڅکله  د هند پر ضد ونه کارول شې. هغه تاکید وکړ چې د افغانستان ګاونډ کې د ترهګری  په زیاتیدو هم باید خبرې وشې. هره پروسه باید د افغانانو په مشرئ وي.  هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې داسې سیمه نشته چې هلته د دوي پروژه نه وي پلی شوی. هندوستان د افغانستان په بیا رغاونه کې د دی هیواد لوی ملګری پاتی شوي دي.
پاکستان: افغان شخړې یوازې د سیاسي لارې حل کیدای شې. د سولې په سفر کې له افغانستان سره ملګری یو. له افغان شخړې نه یې زیانونه لیدلي دي. افغان ولس باید ځانته پرینښول شې، لکه څنګه چې پخوا پریښوول شول. ورانونکې به په راتلونکې کې هم د سولې د خبرو د ګډوډیدو هڅه وکړي.
د جرمنی استازی وویل: یوازې افغانان خپل راتلونکی ټاکلي شې. هغه زیاته کړه پلاوي باید داسې بنسټ کیږدی چې د ټولو حقوق پکی خوندي شې.
ترکیه:  اوربند ته باید لومړیتوب ورکړ شې. جګړې او خبرې په یوه وخت مخته نه شې تللي اوس چې سولې ته فرصت رامنځته شوی دی هیله ده چې له لاسه ونه وزی.
ازبکستان:  تیار دی چې د افغانانو د خپلمنځي ناستې کوربتوب وکړي.
ناروی: د ناروی استازي په خپلو خبرو کې داسې وویل: پیاوړې ارادې ستونزې هوارولای شې. (افغان سوله.)
 
اندونیزیا: سوله په زور نه کیږی، بلکه د یو بل په منلو کیدای شې.
 
له بله پلوه ځلمی خلیل زاد هم افغانانو سره د مرستو خبره د مذاکراتو له وضعیت سره غوټه کړه او زیاته یې کړه سره له دی چې د مذاکراتو په پروسه کې ستر خنډونه او د غوښتنو تر منځ واټن موجود دی، خو ده هیله څرګنده کړه چې هلې ځلې به وکړی، چې د حل لارو ته نږدی شې.
 
تر هغه ځایه چې د بهرنیو هیوادو د استازو له خبرو څرګندیږی، اوس هم د نړیوالو په ‌ذهن کې د ترهګرۍ بیم شته او د دوي څرګندونی د جمهوریت او د نظام د لاسته راوړنو نه د حمایت ښکاره بیلګې دي.
 
زما په اند تر اوسه هم معلومه نه ده چې امریکا د پردې تر شاه له طالبانو سره په کومو مسایلو توافق ته رسیدلی او کنه، خو امریکا شاید په یو ډول نه  یو ډول وغواړي چې د ګاونډیو او په سیمه کې د افغانستان د جګری د خیلو اړخونو ته د ګټو او امتیازاتو ارزښت په نظر کې ونیسي که چېری په رښتیا هم په افغانستان کې د سولې د راتلو نیت ولري. مګر په هیڅ ډول ممکن دا نیت ونه لری چې له افغانستان نه په دایمي توګه ووځی.
تر هغه ځایه چې لیدل کېږي  دا د سولې د پروسې خورا حساس او پیچلی پړاو دی. افغانان د سولې تږي دي، هیله ده چې دغې سترې او پیچلی هیلې ته ورسیږي.
 
سره له دې چې ماته د سولې روانه پروسه یوه پروژه ښکاری، چې امریکا او ټرامپ ممکن د جمهوری ریاست د ټاکنو د مؤثر کمپاین په توګه ترې استفاده وکړي، خو د افغانانو، ملاتړ او د خوشالی احساسات څومره امیدونه را ژوندی کوي، هیله مند یو چې د افغانانو دغه خپلمنځی خبرې اترې برعکس له پروژې نه په پروسې بدل شې او دغه خبری د سراسری سولې پیغام زموږ هیواد او غم ځپلی ولس ته د ارامۍ یو ښه زیری شي.