آرشیف

2020-7-9

شاه ولی آرین

په جمعیت تنظیم کې بدلون او ناندرۍ

 
د نړۍ په ټولو هیوادو کې سیاسي ګوندونه را منځته کېږی، پرمختګ کوي د وخت او شرایطو سره سم خپلو تګلارو او کړنلارو کې د هیواد او خپل ګوند په ګټه اړین بد لونونه راولي. دغه تحولات په پرمختللو هیوادو او همدا ډول غربي نړۍ کې خورا ډېر د ادلون بدلون په حال کې وي.
 
د مثال په توګه که یو سیاسي ګوند یا تنظیم ونه شي کولای خپله برنامه سمه عملي کړي او یا په ټاکنو کې د خپل هیواد والو رایې تر لاسه نه کړي، بې له دې چې څوک یې په مشر فشار راوړي، په خپله هغه د خپل ناکام سیاست له وجې استعفا کوي، همدا ډول د خپلو اصولو سره برابر په خپل وخت او اړتیا سره کنګره جوړوی او د ګوند په سیاست، پالیسیو او رهبري کې اړین بدلونونه راولي.
 
په وروسته پاتې ټولنو کې په خاص ډول زموږ په هیواد کې دغه ګوندونه د اصولو او د ګوندونو له قانون سره سم جوړ شوي نه دي او یا هم په قومي، ګروپي او سمتي تمایلاتو جوړ کړل شوي دي، نو ځکه د اصولو پر ځای نور قواعد په کې عملي کېږی، حتا دا چې کورنۍ بڼه غوره کوی.
 
د مثال په توګه د جمعیت تنظیم چې پخواني مشر یې برهاندین ربانی و، اسلامي په نوم ګوند چې مشر یې ګلبدین حکمتیار دی، د وحدت اسلامی تنظیم چې مشر یې عبدالعلی مزاری و. افغان ملت ګوند چې مشر یې غلام محمد فرهاد و، د خلق دموکراتیک ګوند چې مشر یې نورمحمد ترکی و، د پرچم ګوند چې مشر یې ببرک کارمل و او داسی نور واړه ګوندونه او تنظیمونه چې د نومونو له یادولو نه یې تېرېږم.
 
د دغو تنظیمونو او یا ګوندونو د جوړښت، اړتیاوو، ستروتېروتنو، نیمګړتیاوو او حتا خیانتونو په اړه چې د هیواد پر سر معاملې هم په کې شاملی دي او یا هم د ځینو دغو ګوندونو د فعالیتونو پر مثبتو برخو بحث دلته اړین نه بولم، مګر له پیله مې وویل، چې د دغو ګوندونو جوړښت له سره د منفی تمایلاتو پر بنسټ جوړ شوی وو، چې همدا عامل یې د هریو همدا اوس پر څو ګونو ډلو او ګروپونو ویش دي چې د یادولو وړ یې بولم.
 
د جمعیت یا شورای نظار تنظیم هم یو له همدغو نهادونو نه و او دی، چې د جوړیدو نه یې تر اوسه کارنامي او کړنې افغانانو او نړیوالو ته کاملا څرګندې دي.
 
دغه تنظیم لا پخوا په څوډلو ویشل شوی و، ځینو مشرانو لکه ملا نقیب په کندهار کې، د حاجی قدیر کورنۍ په ننګرهارکې، عطامحمد نور په بلخ کې، د احمدشاه مسعود د کورنۍ غړي او د پنجشیر ډله په پنجشېر کې، هر یو د ربانی تر مرګ وروسته ځانونه د دې تنظیم بلا استحقاقه مشران  ګڼل او ګڼي یې.
د بلخ د پخوانی والی او د جمعیت تنظیم د اجرایه ریس عطامحمد نور پر مشرۍ د جمعیت د رهبرۍ د شورا له لوري پر دغه تنظیم کې دغه بدلون  چې تنظیم له میراثی حالت نه د تنظیم د سرپرست مشر صلاح الدین رباني په ګوښه کیدو د یوې  کنګرې د اعلان له لارې یې د نوې رهبرۍ د راتګ خبر ورکړی دی دا یو نوښت او د تنظیمي او سیاسي دموکراسۍ له پاره لار پرانستل دي،
خوڅرنګه چې صلاح الدین رباني د جمعیت د رهبرۍ دا ګام په کلکه وغنده، او عطا نور او نور ورسره ملګري یې فرصت طلبه مامورین او د بن د کنفرانس د سازشنامې مسؤلین وبلل، لیدل کېږی چې  دغه تنظیم به نور هم سره دړې وړې شي. 
 
د جمعیت د تنظیم په هکله محترم قاضي نجیب الله  جامع  داسی لیکي:
 
«د جمعیت ګوند وجودی فلسفه د ۱۳۵۱ کال د اسلامي نهضت د سیاسي اسلامپالنۍ له اخواني ـ مصری ارمانونو څخه چې د اسلامي تجدد او د مسلمانو پرګنو د ویښتابه او یوالی بحث ده سرچېنه اخلي.
 
مګر د دغه جریان ارمانونه ډېر ژر د کونړ د جهادی جبهی پرخلاف قومي، صمتي او حتا د ژبي او اتنیکي غوښتنو پر بنسټ بڼه بدله کړله او د کمونیستي بلاک پر خلاف د افغانانو د ملي انقلاب او دیني حماسو د تاریخی ولولو او د ګران افغانستان د تاریخي خپلواکۍ مسیریې هیر او د افغانانو د وحدت پرځاییې د یوه قوم د مظلومیت او د بل قام د جبر ستمي او د فرید مزدک د لارویانو شعارونه بدرګه کړل.
 
پر همدې بنسټ یې د نورو جهادی ( اسلامی ګوند ـ وحدت ګوند ) ډلو سره د کړې توافق خلاف کابل ونیو، د واک د انحصار او د خپلو قومي ارمانونو د پلي کولو افراطي هڅه یې وکړه.
 
دوی په خپل سر په فاړسی نوی بانکوټونه چاپ کړل، ملي سرود یې فاړسی کړل، سیاسې قدرت یې پر خپل میل وویشل، د مجاهدینو د مختلفو تنظیمونو سره یې پر ژمنو کې ټګي بریګي وکړله، د هېواد له اداری سیستم څخه یې د پښتو ژبی پر ورکولو پیل وکړل، کابل یې تنظیمی جګړو ته ټیل وهل، له روسانو سره یې د ډاکتر نجیب الله د ملي مصالحی د بهیر خلاف پټي هوکړې او پروتوکولونه وکړل، پر شمال او جنوب یې د هیواد د ویش نغاره وډنګوله او پر ټوله کې یې پر افغانستان کې د دوو اسلامي حکومتونو چې یویې د افغان ولس د ملي او اسلامي انقلاب له لارې د اسلامی حکومت ناکامول او بل یې د طالبانو د اسلامي او ملي حکومت پر خلاف دامریکایی یرغل او اشغال څخه دفاع او ورڅخه ملاتړ وو.
 
د بېلګي په توګه استاد ربانی د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر میاشت کې د بی بی سی سره پر یوه مرکه کې له امریکایانو پر پښتون میشتو سیمو د غټو ـ غټو بمونو د غورځولو غوښتنه کړې وه.
 
د امریکا له یرغل او اشغال څخه وروسته دوی هر پښتون طالب او هر طالب القاعده معرفی کړل او القاعده چې پر امریکایی فتواه سره ترهګر او بی محکمي د مرګ وړ بلل شوی وو پر پښتنویې د هېواد د ۳۴ زیندانونو سربیره د باګرام او ګونتانامو وحشي او کرغیړن امریکایی زندانونه هم ډک کړل.»
 
لکه چې ښاغلي  قاضي نجیب الله  جامع د مخه ورته اشاره کړې،  په رښتیا هم جمعیت هېڅکله داسې یوتنظیم نه و چې حساب پری کیدای شو، ولي دا چې تصادفي پیښو، استخباراتی اړیکو او د نظامونو د کمزورتیاوو له امله دغه تنظیم تر اوسه په یو ډول مطرح او غوښنې برخې یې تر لاسه کړې دي. دا دی د اوسنیو ستونزو، کشمکشونو او انشعاب په نتیجه کې به نور هم سره وپاشل شې.
 
پای