آرشیف

2016-4-7

eazam

په اسلام او ټولنه کي د نشيي توکو زيانونه: ۲ برخه

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :

۸ : نشه  کول د الله  پاک او د رسول الله صلی  الله عليه  وسلم نافرماني ده . 
۹ : نشه  کول د ستر او تاريخي دُښمن شيطان  خوشحاله کول او دهغه  سره دوستي کول دي .
۱۰ : نشه کول له انسان څخه د حياء او شرم صفت ختموي .
کله چي له انسان څخه شرم او حياء لاړه، بيا د هيڅ پرواه نه کوي او په ډول ډول گناهونو کي مُبتلاء کېږي او همدا راز بيا له سوال کولو او غلاوو هم مخ نه اړوي .
۱۱ : نشه د انسان د کورنۍ په ژوندانه، تعليم او اخلاقو ټولو ناوړه او اغيزناک اثر کوي .
۱۲ : نشه كول د حافظې د کمزورۍ او د
نسيان او هيري د ډېروالي  لامل دی .
۱۳ : مخدره مواد دساه بندئ مرض پيداکوي .
14 : د سينې ډېر ډول ناروغۍ ترې پيدا کيږي .
د سينې د حساسيت مرض له مخدره توکو څخه په عمومي توگه او  له مورفينو،هيروئينو او څرسو څخه په خصوصي توگه پيدا کېږي .
همدا راز ټوخی ترې پيدا کيږي, بلغم ترې پيداکيږي .
 ۱۵ :  نشه کول د بې روزگارۍ او بې کارۍ ستر لامل دی .
کار کول ور ته گران وي او څوک کار هم نه ور کوي ځکه اعتبار پرې نه کېږي .
۱۶ : مخدره  مواد استعمالول د انسان په هضمي طاقت اثر کوي او د خوراک هضمول ور ته گرانېږي .
۱۷ : نشه د ټي بي يا نري رنځ د پيداکېدو لامل گرزي .
18 : وينه وچوي .
۱۹ : د سرطان يا کېنسر د ناروغۍ لامل دی .
۲۰ : نشه کول د زړه د مختلفو ناروغيو لامل دی، لکه د زړه درېدل، د زړه د والونو سختېدل او د ويني د فشار  لوړوالي .
( نور بيا …)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام