آرشیف

2020-9-16

شاه ولی آرین

په استقلال پورې اړوند څو ارزښتمن مفاهیم (لومړۍ برخه)

په دغه مقاله کې به، له ۱۷۴۷ میلادی کال نه بیا د ۲۰۲۰ میلادی کال تر ننه پورې له  استقلال سره تړلي دغو ارزښتمنو مفاهیمو او ځینو تاریخي پیښو او حوادثو باندې رڼا واچول شي:
 
ــ افغانستان د یو هیواد په توګه،
ــ په افغانستان کې استعماري سیاستونه،
ــ پر افغانستان باندې بهرني استعماري یرغـلونه،
ــ استقلال،
ــ د هیواد اصیل ملي قهرمانان او په نوم ملي قهرمانان او مارشالان،
ــ د افغان دولت او طالبانو تر منځ په روانه سوله کې د امریکا لوبې.

دا یو څرګند حقیقت دي چې تاریخي واقعیتونه او پیښ شوي حوادث هیڅوک مسخه کولای نه شې. کله، کله ممکن د زمان اوحاکمیتونو شتون، د پیښو تعبیریا اصلي بڼه بدله کړي او پیښې په خپله ګټه را وڅرخوي، خو د ټولنې په بهیر کې داسې حقیقي او ملي شخصیتونه شتون لری چې په ډېره امانت دارئ سره حقیقتونه او تاریخي پیښې ثبت او راتلونکو نسلونو ته په لاس ورکوي.
زموږ د هیواد تاریخ، له حماسو، قهرمانیوو، خوشالیو، دردونو، افتخاراتو او ناکامیوو،غیرت او پردیو ته د مریتوب، ناپوهیو، بیسوادیو له خوږو او ترخو حکایتونو او کار نامو ډک دی، چې په خواشینۍ سره کله ناکله مو د بهرنیو دښمنانو د توطیو په نتیجه کې د دوي د کورنیو لاسپوڅو له لورې پر حقیقتونو پرده وغوړول شې او پر ځای یې باطل حق وپیژندل شې او حق باطل.
مګر د تاریخ حافظه ډیره ستره او پیاوړې ده، تاریخي پیښې ثبتوي، ساتي یې او د راتلونکي نسلونو له پاره یې یوه ورځ نه یوه ورځ بیانوي او ولسونو ته یې په امانت دارۍ سره سپاري.
 
ــ افغانستان د یو هیواد په توګه:
دا چې په قندهار کې د فیوډالي سیستم د ورو، ورو تکامل په نتیجه کې د خلکو پرله پسې مبارزو د بهرنیو تاثیراتو پر ضد په افغانستان کې د یو قوي مرکزي دولت د منځته راتلو زمینه برابره کړه. همدا وجه  د دې لامل وګرزیده، چې د هیواد په تاریخ کې دلومړی ځل له پاره په ۱۷۴۷میلادی کال د اکتوبر په میاشت کې، کله چې نادر افشار ووژل شو، لښکراو ځواک یې مات شو، د افغانانو د سترو قبیلو په یوه لویه جرګه کې چې نه (۹) ورځي یې دوام وموند، په پای کې همدې جرګې د خپل  مشر د ټاکلو له پاره یو دیني عالم ته چې د جرګې ټولو ګډونوالو ته د منلو وړ وو، واک ورکړ، چې پر هرچا یې ګوته کیښوده هغه به بادشاه وي.
دغه روحاني او سیاسي شخصیت چې صابرشاه نومیده په خورا دقت او سوچ  یې دغه استعداد په احمد خان ابدالی کې ولید، را پورته شو د غنمو وږی یې پر خولۍ ور وټومبه او د افغانستان د پاچا په توګه یې جرګې ته اعلان او وروپیژاند. چې له همغه تاریخ نه تر اوسه دغه هیواد د افغانستان په نامه یادیږي او تاریخي عظمت لري.
دا چې ستر احمد خان ابدالی ته د احمدشاه بابا لقب ورکړ شو، د ده د حکومت په پنځه ویشت (۲۵) کلنه دوره کې یې داسې چارې تر سره کړی، چې د خپل ولس او قومونو تر منځ یې د دوي په زړونو کې ځای وموند، هیڅکله یې د پادشاهی تاج پر سر نه کړ، د دربار مصارف یې راکم کړل د کارمندانو او ساتونکو معاش یې لوړ او په خپل وخت یې تر سره کول،  هغه وشو کولای په ډیره لږ موده کې غښتلی اداره، پیاوړی او منظمه اردو تشکیل کړي.
احمد شاه بابا د څلورو کلونو په شاو خوا کې د افغانستان سیاسي یووالي له امو نه دعمان تر بحر پوری او د سند له رود نه د فارس تر دښتو پورې ورساوه. ډیر فتوحات یې وکړل، څو واره یې پرهندوستان لاس اوږد وکړ، چې ډیره مهمه او تاریخي جګړه یې د پانی پت جګړه ده، ستره امپرتورئ یې جوړه کړه.
همدا ډول د کابل په ښار، قندهار، هرات، مشهد، اټک، پیښور، دیره جات، بهګر، سند، کشمیر، انواله، روهل کند، لاهور، ملتان په ښارونو کې احمد شاهي سکې د چلند وړ وګرزیدي.
احمد شاه بابا د۱۷۷۳ میلادی کال د جون په میاشت کې له دی بې وفا نړۍ نه د پنځوس کالو په عمر سترګې پټی کړی او د خپل عمر په ورستیو کلونو کې چې د مریضي په حالت کې و، خپل دویم ځوی تیمورشاه چې د ده په وینا تر ټولو اولادونو یې هوښیار او با تدبیره شخص و د ولیعهد او وروسته تر ده خپل ځای ناستی وټاکه.
(میرغلام محمد غبار،  افغانستان در مسیر تاریخ، جلد دوم صحافی احساني، قم،ص ص، ۵۹۴- ۶۱۹)
کله چې په دغه مقاله کې د مفاهیمو د ارزښتونو په هکله بحث کوم له تاریخي پیښو او حوادثو نه تیریږم، یوازې دومره ویلی شم چې د تیمورشاه او د هغه د ځوی شاه زمان د پادشاهی دورې هم د ستر احمدشاه بابا د امپراطوری د پولود ساتلو په لار کې تر ډیره حده د ستایلو وړ دي، تیمورشاه یو مدبر پادشاه و، خپلواکه حکومت یې په داسې حال کې تر سره کړ چې د فیوډالانو د ګواښونو سره مخ هم و. د ده د پادشاهی په وخت کې په نړۍ کې مهم تحول د فرانسې ستر انقلاب و، چې د فیوډالانو سیستم یې ونړاوه ۱۷۸۹- ۱۷۹۵،د تیمورشاه د شل کلنې پادشاهی په وروستیو کې کله چې دی پیښور ته ولاړ هلته ناڅاپه ناروغ شو، کله چې کابل ته راورسید ومړ. داسې ویل کیږي او امکان یې هم شته چې دا یو سیاسي مرګ و، چې د انګریزانو له لورې د زهرو له امله تر سره شوي وي.
دا یو حقیقت هم دی چې زموږ د هیواد د ارضی تمامیت بهرنیو دښمنانو په سر کې انګلیس، د ایران قاجاری شاهانو، روسانو او د شمال لوري یو شمیر فیودالي او قومي خانانو د تیمورشاه د یو شمیر نا اهله او بې کفایته، مقام او څوکې غوښتونکو اولادونو له ضعف نه په استفادې سره د ستر احمد شاه بابا د امپراتورئ دیوالونه سوکه، سوکه  ړنګ شول او هیواد یې د کورنیو جګړو او شخړو میدان وګرزاوه.
په دغه وخت کې د ایران د پادشاه فتح علی شاه قاجار په دربار کې د انګلیس نماینده او جاسوس«کاپیتان ملکم» د انګلیس د جاسوسي شبکو مشري کوله، دا هغه څوک و چې د افغانستان او شاه زمان پر ضد یې ټولې دسیسې جوړولي او عملي کولي یې.
دا هغه وخت و، چې د ایران پاچا د انګریزانو سره یو قرار داد امضا کړ چې په کې ویل شوی و(هر وخت کله چې د افغانستان پاچا دهند په لور د حملې فیصله کوي د ایران پاچا به په ټول قوت په افغانستان حمله کوي او د هغه وخت پورې به د سولې معاهده نه امضا کوي چې د افغانستان پاچا تعهد وکړي چې په اینده کې به د انګریزانو پر ضد اقدام نه کوي. همدا ډول فتح علی شاه قاجار تعهد وکړ چې که چیرې د انګریزانو او افغانانو تر منځ جنګ رامنځته کیږي ایران به د انګریزانو د مرستې له پاره لښکر ولیږي، د ایران پاچا ژمنه وکړه چې فرانسویان به د دښمن په توګه پیژني او د هغوي پرضد به اقدام کوي،هغوي به نه پریږدی چې د فارس په خلیج او د ایران په نورو برخو کې مستقر شي.) په دی توګه انګریزي شبکو په قومي مشرانو کې نفوذ پیدا کړ، تر څو د شاه زمان پاچا چې دوی تری خورا ویره درلوده د سقوط زمینه برابره او د تیمورشاه بل ځوی شاه محمود خپل سلطنت اعلان کړي.
(همان اثر صوص، ۳۸۸- ۳۸۷.)
لیدل کیږی چې د هیواد په ټول تاریخ کې استعماري ځواکونه او زموږ د هیواد دښمنان د هیواد ملي اتلان په نښه کوي او د له منځه وړلو په لار کې یې له هر ډول توطیو او دسایسو نه کار اخلی تر څو خپلو شومو موخو ته ورسیږی.
 
نوربیا