آرشیف

2020-9-25

شاه ولی آرین

په استقلال پورې اړوند څو ارزښتمن مفاهیم (شپږمه او وروستئ برخه)

د افغان دولت او طالبانو تر منځ په روانه سوله کې د امریکا لوبې:
 
دا چې سوله د افغانانو یو عیني او حیاتي اړتیا ده، نو ځکه د سولې د عملي کولو له پاره لارې چارې لټول، مطرح کول او د ټولو افغانانو ورته رابلل، هغه څه دي چې د اوسني زمان او شرایطو غوښتنه ده.
تر هغه ځایه چې ولیدل شوول، د سولې په روانو خبرو کې چې  د امریکا استازی زلمی خلیلزاد او طالب مشرانو تر منځ حتا د توافقنامې د امضا تر کچې تر سره شول، نه دا چې کومې مثبتي پایلې یې د هیواد والو په برخه کړي وي، بلکې نور هم افغان وژنو زور وموند او هیواد وال یې له سترو غمېزو او اندیښنو سره مخ کړل. 
 
ازموینو او په عمل کې وښودل شوه چې دغه هلې ځلې له پیله له تېروتنو سره تر سره شوي او لا هم له تېروتنو سره  دوام لري. 
 
زما په اند د دایمي او حقیقي سولې د عملي کېدو له پاره د لاندې فکتورونو عملي کول اړین او لازمي وو او دي:
 
۱- په هیواد کې د یو قوي، با ثباته نظام او دولت موجودیت چېټولو او یا اکثریت افغانانو ته د منلو وړ وي. 
 
۲- د ټولو افغانانو ترمنځ ملي یووالي او د هیواد لوړوګټو ته ژمنتیا. 
 
۳- د هیواد په دننه کې د ملي اجماع له لارې د سولې د عملي کیدو له پاره واحد غږ او موضیعګري. 
۴- سیمه ایزه اجماع او د ګاونډیو هیوادو د متقابله ګټو بیلانس او ورته پاملرنه.
 
۵- بین المللي اجماع د امریکا، روسیی، چین، جرمنی، انګلیس او هندوستان تر منځ د افغان دولت په موجودیت کې.
 
۶- د طالبانو د ډلوټپلو او ګروپونو تر منځ د عمل او نظر یووالي.
 
ترڅو چې پورتني فکتورونه د سولې په پروسه کې عملي نه شي،په هیواد کې د سولې روانه پروسه، هسي د وخت تیرول دی. 
 
د امریکا د لاسوهنو له امله په دولتي سیستم یا نظام کې، د ګوندونو، سیاسیونو، تنظیمونو او داسې نورو ډلو ټپلو تر منځ د قدرت غیر عادلانه ویش، د هیواد موجود نظام دومره سره پاشلی دی، چې سوله خو لا پر ځای پرېږده، حتا چې خپل عادي دندې نه شي تر سره کولای. دا ځکه چې بهرنیان او په خاص ډول امریکا او پاکستان نه غواړي چې په هیواد کې یو پیاوړی، ځواکمن نظام موجود وي. 
 
بله د اندیښنو وړ ستونزه دا ده او ولیدل شول، کله چې د سولې پروسه  پیل شوه په هیواد کې موجود نظام یا افغان حکومت، دومره بیچاره و، چې د سیاسیونو او ګوندونو د استازو په نامه د دولت او نظام د مشورې یا تفاهم پرته قطر، پاکستان او مسکو ته سفرونه وکړل، چې دا د یو هیواد د دپلوماتیکو اړیکو خلاف عمل و، مګر د هیواد بهرنیو د شمنانو او په سر کې امریکا روسیې او پاکستان د دې عمل له لارې د طالبانو بین المللي موقف د افغان دولت په پرتله خورا لوړ وښود.
 
په افغانستان کې د سرحدي، ستراتیژیکي، اتنیکي، قومي او مذهبي جوړښتونو پر اساس د اوسني وخت او شرایطو په نظر کې نیولو سره پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، چین، ترکیه، روسیه او حتا سعودی عرب هر یو زموږ په هیواد کې یوه ډله، یا قوم او یا مذهبي اغیزې لري، د مثال په توګه ترکیه او ازبکستان د اوزبکو، تاجکستان له دری ژبو، ایران له هزاره ګانو اوشعیه مذهب نه په مستقیمه او یا پټه توګه ملاتړ کوي او د خپلو اخیستل شوو ګوډاګیانو له لارې جګړو ته هم شدت ورکولاي شي او هم یې په نسبي ډول کنترولولی شي. 
 
نوځکه د امریکا پاملرنه یوازې پاکستان ته چې د طالبانو نسبت نورو ته نږدې تمویلونکی دی، تېروتنه ده. که چېری رښتیا هم امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د وتلو او د دایمي سولې د راتلو تکل یا پلان لري، نو د یادو هیوادو سیمه اېزه اجماع اړینه وه او ده. ځکه چې دغه هیوادونه هر یو په افغانستان کې ځانګړي موخې، اغیزې او ګټې لري. 
 
سیمه ایزه اجماع، د دغو هیوادو د متقابله اړیکو، ګټو او موخو د بیلانس، تظمینونو، لاسوهنو او د جګړې د مهارولو اساسي لار ده، چې د امریکا، نه پاملرنه ورته د دی مانا لري چې یا امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي او یا هم ستره تېروتنه کويٍ. 
 
سیمه اېزه اجماع د پورتنیو هېوادو تر منځ د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس غړو هیواد او اروپایي اتحادیې د استازو په ګډون او منځګړویتوب د پورتنیو هیوادو د اندیښنو او لاسوهنو د مخنیوي یوازینۍ غوره لار ده چې په خواشینۍ سره امریکا ورته هیڅ پاملرنه ونه کړه. 
 
تر هغه ځایه چې لیدل کېږي د افغانستان جګړه یوازی د افغانانو تر منځ جګړه نه ده، بلکې هغه ناولې نیابتي جګړه ورته نوم ورکولای شو چې اساسآ د هند پاکستان، ایران  سعودی عرب، ایران اسرئیل، امریکا چین او امریکا روسیې د هغو تضادونو د اور د لمبو اغیزې دي، چې زموږ هیواد او هیوادوال یې د دې اوږدې څلویښت کلنې جګړې د غمېزې سره لاس او ګریوان کړي دي. 
 
بله د اهمیت وړ خبره د ناټو غړو هیوادو د نظامي شتون او په روانه نولس کلنه جګړه کې یې  برخه اخیستل دي، چې د غه هیوادونه سره له دې چې زموږ په هیواد کې حضور لري، اما د دغې روانې جګړې په هکله توپېریزې ستراتېژي او برداشتونه لري نو ځکه امریکا باید دغه غوښتنی او موخی په جدی توګه په نظر کې ولری. 
 
دا چې امریکا د طالبانو سره د سولې د موفقطنامې تر مخه ولی د نړیوالې اجماع پرته مذاکرات پیل کړل، ممکن دا د امریکا ستره تېروتنه وي او یا بیا هم یوازې له روسیې سره د کوم تفاهم پټه معامله وي، ځکه په دې وروستیو کې د امریکا، روسیې او افغان دولت ګډه ناسته د سولې د روانو هلو ځلو په هکله یې احتمالي بیلګه یادولی شو. 
 
زما په اند د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د پروسې په هکله د بین المللي اجماع پرته چې د امریکا، روسیې، چین جرمنی، انګلستان، هند، سعودی عرب، ترکیې اود افغانستان ګاونډي هیوادونه په کې شتون ونه ولري، د دایمي سولې عملي کیدل ناشونی کار دي. 
 
لیدل کېږی چې امریکا همدا اوس د سولې د پروسې په هکله له بل هر هیواد نه یوازې پاکستان ته اهمیت ورکوي، او تر ډېره حده یې غوښتنې په نظر کې نیولې دي. طالبانو ته ډېر امتیازات، بین المللي موقف لوړول او د هیواد په دولتي قدرت کې یې برلاسی کول د پاکستان غوښتنې دی او امریکا ځکه د پاکستان د دوه مخې سیاست سره، سره بیا هم په سیمه کې پاکستان ته ترجیع ورکوی چې له یوې خوا وېره لري چې ډېر پخواني ستراتیژیک ملګری او د اټومي سلاح لرونکی هیواد یې له لاسه ونه وزي او په بشپړه توګه د چین او روسیې متحد نه شې او یا دا چې اتومي سلاح د افراطیونو په لاس ورنه شي.
پورتنې لاملونه دا په ګوته کوی چې ممکن د سولی روانې هلې ځلې اومرموز وضعیت د امریکا د جمهور رئیس ترامپ د انتخاباتي کمپاین له پاره یوه پروژه وي،، نه د افغانانو له پاره د دایمي سولې د راوستلو له پاره هلې ځلې.
پای