آرشیف

2020-9-21

شاه ولی آرین

په استقلال پورې اړوند څو ارزښتمن مفاهیم (پنځمه برخه)

استقلال:
 
استقلال د یو هیواد سیاسي اقتدار او د هیواد د ولسونو هوویت دي. د افغانستان دولت سیاسي مدرن تاریخ په ۱۸ مه پیړۍ کې د دورانیو له سلسلې نه پیل چې په نتیجه کې ستر احمدشاه مقتدره او ستره امپراتورئ جوړه کړه، د ۱۹ می پیړۍ په ورستیو کې افغانستان د  یو حایل دولت په توګه د دوو سترو قدرتونو بریتانیا او روسانو تر منځ د« سیاسی لوبو» میدان وګرزید. چې په ۱۹۱۹ میلادی کال د افغان انګلیس د دریمې جګړې په بریالیتوب سره یې د غازی امان الله خان په مشرئ د راولپنډی د موافقې پر اساس سیاسي استقلال بیرته تر لاسه کړ.
 
امان الله خان د نړۍ د ستر استعماري قوت په مقابل کې د نظامي بری وروسته په نړۍ کې د شرق ستر ازادي بښونکې نهضت د مشر په توګه محبوب او وپیژندل شو. هغه د استقلال د ګټلو وروسته د دوهم مشروطیت له مشرانو او کدرونو نه نوي حکومت جوړ کړ، چې بیا یې ملي دموکراتیک انقلاب په هیواد کې عملي کړ او افغانستان ته یې د پرمختګ او ترقي په لور حرکت ورکړ. خو په خواشینۍ سره چې ډیر ژر د انګریزانو د دسیسو قرباني شو او خپلو سپیڅلو موخو ته ونه رسید.
 
دا چې استقلال د افغانانو شرف، عزت او وقار دي، پالل، لمانځل او د دې د قهرمانانو یاد د هر افغان په خاص ډول ځوان نسل دنده ده. هیواد وال او حکومتونه باید د دغې تاریخي ورځي لمانځه باید په شاندارو مراسمو تر سره کړي.
 
په خواشینۍ سره چې ځنې هیواد پلورونکی، ایراني، پاکستاني او انګریزي جاسوسان د دغې تاریخي ویاړ په رابطه غیر عادلانه تبلیغات کوي، چې ګویا کوم استقلال، یا افغانستان تل مستعمره وه او داسې نور.
 
دغو لاسپوڅو ته باید روښانه شې چې افغانانو تل استقلال درلود، د نړی هر استعماري تاقت ونه شو کولای دلته خپل مستقل حکومت ټینګ کړي، حتا لاسپوڅو شاهانو هم د استعماري ځواکونو په مقابل کې دریدلي دي. د بیلګې په توګه کله چې انګریزانو شاشجاع ته د هغه د صدر اعظم ملا شکور ګوښه کولو امر وکړ، شاشجاع سره له دې چې د هغوی یو لاسپوڅی هم و، دغه امر یې ونه منه، کله چې انګریزانوعملآ مداخله وکړه او ملاشکور یې ګوښه کړ شاشجاع د انګریزانو پر ضد د جهاد فرمان صادر کړ.
 
د هیواد ملي قهرمانان:
 
د نړی په ټولو هیوادو کې ملي قهرمانان شته او ځانته تعریف لري. ملي قهرمانان هغو ته ویل کېږي چې د هیواد د ازادۍ او استقلال په لار کې یې سرښندنې کړي وي، هیواد یې د اجنبي قووتونو نه ازاد کړي وي، د هیواد یوه برخه یې له دښمن نه تر لاسه کړي وي، یا یې داسې یو ستر نوښت او اختراع تر سره کړي وي چې ګټه یې د خپل هیواد ولسونو او نورو نړیوالو ته ور رسیدلي وي. چې زما په اند زموږ په هیواد کې ملي قهرمانان، ستر احمدشاه بابا، میرویس نیکه، شاه زمان، خوشال خان، غازی محمد اکبرخان، سردار محمد ایوب خان او غازی امان الله خان او ورسره یو شمېرد استقلال د ګټلود لارې غازیان، ملاله او غازی ادی دي، چې د دغه سمبول یا نوم حقدار کسان یې یادولي شو.
 
تاریخ پوه اکادمیسین کاندید محترم استاد محمد اعظم سیستانی هم د ملي قهرمانانو په هکله په یوه مقاله کې چې د افغان جرمن انلاین په سایت کې د استاد په ارشیف کې شتون لری خپره کړی چې  لنډیز یې داسې په پښتو لوستونکو ته  ژباړه او وړاندی کوم:
 
«کاش چې د ملي قهرمانانو له پاره په هیواد کې یوه حقیقي مقرره موجوده وای، چې د هغې پر اساس ملي قهرمان پیژندل کیدای او د هیواد ملي شورا د هغې په رابطه تصمیم نیولاي.
 
ملي قهرمان، مارشال، فیلد مارشال «نباید از کیسه خلیفه بخشش داده شود»
 
مګر اوس چې هر چا ډېر کسان وژلي وي، ډېر کورونه یې وران کړي وي، دولتي او عامالمنفعه مؤسسات یې سوزولي وي، پلونه او د برق پایې یې چپه کړي وي، هغوي ته ورکول کېږی.
 
تاریخ پوه اکادمیسین کاندید محترم استاد محمد اعظم سیستانی ددغو ارزښتونو له پاره څو لاندې شرطونه په نښه کړي دي:
 
– چا چې د ځای، مقام او قدرت له پاره د خپل هیوادوالو وینه نه وي تویه کړی.
 
– د ټولو هیواد والو په زړونو کې ځای او محبوبیت ولری نه د یوې سیمې او یو خاص ګروپ او قوم.
 
–  د ملي شتمنیو، فرهنګي میراثونو، کانونو په چور او چپاول او د مخدره توکو په قاچاق تورن نه وی.
 
–  په نظامي برخه کې د ثبات، امنیت او هیواد نه د دفاع، ملي یووالي او نورو ټولنیزو، فرهنګي، علمي
 چارو کې یې د عمل داسې ابتکار تر سره کړي وي چې نظیر یې نه وی.
 
– هیڅکله د پردیو هیوادو په خدمت کې او د جاسوسي سازمانونو او شبکو غلامي یې نه وي کړي.»
 
راځئ (تاسو او خدای) په هیواد کې د دغو یو ملی قهرمان او دوه مارشالانو ژوند او کارنامو ته یوه بې پرې کتنه وکړئ چې د پورته کتګوریو کومې برخې سره برابر دي.
 
– د کابل د ښار ویجاړول او د ۶۰۰۰۰ بی ګناه کابلیانو وژنه د دې ملي قهرمان او ګلبدین تر منځ په جګړه کې چور، غارت، او بی ناموسئ هر په هیواد مین افغان ته د هیرولو دي.
 
– د هیواد د معدنونو چور چپاول چې د کال سل میلونه ډالر د لاجوردو، کوارتز، او نورو قیمتي ډبروو له لارې همدا ملي قهرمان او کورنۍ یې تر لاسه کوي.
 
– همدا ډول له شلو نه د زیاتو هیوادو په استخباراتي شبکو کې تنظیم شخص څنګه ملي قهرمان کیدای شي.
 
ما خذونه:
 
۱- جنرال ګروموف، ارتش سرخ در افغانستان.
۲- سید عبد القدوس ،جنګهای کابل. صفحهای ۷۱و۷۲
۳- امریکائی لیکوال ستیوکول، جنګ ارواح.
۴- د داکتر نجیب الله په وخت کې د بهادرا کمار د هند د سیار سفیر مقاله چې د داکترمیر عبد الرحیم عزیز له لوری ترجمه شوي ده.
 
تاریخ ته وګورئ شهزاده کامران د هرات د هغه وخت حکمران لس کاله د دری هیوادو قاجاری ایران، روسانو او انګریزانو د داخلي توتیو او مستقیمو جګرو په مقابل کې د هرات ولایت وساته، اما احمد شاه مسعود او د هغه ډلې په څو ساعتونو کې د طالبانو په مقابل کې ماته ومنله او تر کولابه و ځغاستل ایا داسې کس د ملی قهرمان لقب تر لاسه کولای شې.
 
ټولو ته معلومه ده چې د طالبانو له سقوط وروسته د شورای نظار د ډلې د هغه تړون له امله چې فهیم، محمد یونس قانونی او عبد الله عبد الله له امریکا سره لاسلیک کړ او د هیواد ټول ځمکنی او فضائی حریم  یې امریکایانو ته په اختیار کې ورکړ، نو ځکه امریکا د دوی د دغه احسان په مقابل کې مسعود ته د ملي قهرمان لقب او فهیم ته د مارشالی امتیاز ورکړ.
 
ملي قهرمانان د افغانستان او روس په جګړه کې یوازی هغه نوم ورکي سربازان دي، چې نه یې قبر معلوم دي او نه یې څوک کومه پته لری، نو ځکه د احمد شاه مسعود ملي قهرمان نومول او د فهیم او دوستم مارشالي، هغه سربازانو ته توهین دی چې د هیواد د ازادی او استقلال په لار کې یې خپل ځانونه قربان کړي دي.
نور بیا