آرشیف

2020-9-19

شاه ولی آرین

په استقلال پورې اړوند څو ارزښتمن مفاهیم (څلورمه برخه)

پر افغانستان باندې د امریکا یرغل:

د ۲۰۰۱ میلادی کال د اکتوبر پر ۷ مه نیټه چې د ۱۳۸۰ هجری شمسی کال د میزان د ۱۵ می نیټې سره سمون لري د امریکا پر مشرئ د ناټو غړو د۴۹ هیوادونو عسکرو د ب ـ ۵۲ الوتکو پر مټ پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ. ظاهرآ امریکا له «ترهګری» سره د مبارزې، د مخدره توکو له منځه وړل، ښې حکومت دارئ او د ښخو د حقوقو د اعادې تر عنوان لاندې د خپل یرغل د مشروعیت له پاره تبلیغ کاوه او په دېر غرور یې اعلان وکړ چې طالبان له منځه ولاړل او بیا به هیڅکله سر راپورته نه کړي.
امریکایانو د خپل یرغل د مشروعیت له پاره د جمعیت له شوراې نظار سره د یرغل وروسته د فهیم، محمد یونس قانونی او عبد الله عبدالله سره یوه تړون امضا کړ چې په لاندې توګه دلته وړاندې کیږي.
نن ټکی اسیا د ۲۰۲۰ کال د جون ۲۰مه نیټه ډاکتر هاتف مختار.
 
د امریکایانواو شمالي ټلوالې ترمینځ د یرغل وروسته تړون:
                     (  جنوری ۲۰۰۲)
 
هیواد والو او ټولو نړیوالو ته جوته ده چې د اسلامی جمعیت د شورای نظار ډلې د خپل شخصي او ګروپي قدرت د تحکیم له پاره په یو ستر اوتاریخي نه بښونکې جنایت لاس پورې کړ،  لکه د یعقوب خان د ګندمک ، شاه شجاع او انګریزانو، ببرک کارمل او شورویانو، برهان الدین ربانی او پاکستانیانو او داسې نورو هیواد پلورونکو په شان یې د هیواد د خرڅلاو ننګین تړون له یرغلګر امریکا سره امضا کړ.
 
دغه هیواد پلورونکي تړون چې  د افسانوی ستر جنرال فهیم د ربانی د حکومت د جمهور رئیس د مرستیال، عبدالله عبدالله د بهرنیو چارووزیر اومحمدیونس قانونی د کورنیو چارو وزیرله خوا د امریکائی چارواکو سره لاس لیک شو، د ټولو بین المللي موازینو خلاف امریکائی قوواو، سیاسي دپلوماتیکو کارکونکو، اجیرانو او د دوي قراردادیانو ته دومره امتیازات ورکړل شول، چې خپله افغانان  یې په خپل ملک کې نه شې تر لاسه کولای.
 
ـ په قرارداد کې امریکائی اتباع او امریکا پورې اړوند نظامي، سیاسي، قراردادیانو اجیران بی له کنترول او ګرویژنو هیواد ته داخیلیدی او وتلی شي.
 
ـ د افغانستان په هر سیمه کې امریکایان کولای شې نطامي اډی جوړي کړي لازمه اراضی کولای شې د دوي په اختیار کې ووسي او د وتلو په صورت کې د ساختمان او تآ سیساتو اختیار به هم د امریکایانو په لاس کې وي،  چې تخریبوي یې او یا یې بیرته له ځانه سره وړي او یا یې کوم بل هیواد ته ورکوي ،لکه چې ولیدل شوول امریکا د خپلو قوواو د ویستلو په وخت کې خورا ډیر نظامي توکي افغانستان ته پری نښوول بلکه پاکستان هیواد ته یې ورکړل.
 
– امریکائی نظامي الوتکې د افغانستان له هرې سیمې نه بی له کنترول وتلي او را ننوتلي شې.چې د همدې قرارداد له مخې د هلمند له ولایت نه یورانیم او له نورو سیمو نه د میلیونونو ډالرو په بیه قیمتي ډبرې او مخدره توکي ویستل کیږي.
ـ دامریکائی چارواکو، نظامي کارکونکو، سرتیرو د جرمونو او قانوني سرغړونونه پوښتنې ګرویژنې یا محمکه د افغانستان د محاکمو حق نه دي او په امریکا کې به د دوي محکمه تر سره کیږي.
باید وویل شې داسې نور ډیرمهم مسائل شته چې امریکایانو ته یې بشپړ واک ورکړي دي، چې د افغاني او بین المللي او د بشري حقوقو د قوانینو سره په ټکرکې وو او دي.
 
انګیزانو روسانو او امریکایانو،غربیانو د خپلو ستراتیزیکو موخو د عملي کولو له پاره زموږ په هیواد کې له لاندې فورمولونو نه ګټی پورته کړي  دي او کوي یې
 
۱ ــ دمتعددو سیاسيګوندونو جوړول او بیا حتا په هر ګوند کې فرکسونونه رامنځ ته کول او یو فرکسون ځانته نږدی ساتل. د همدېګوندونو تر منځ د اختلاف اور ته لمن وهل.
 
۳- د اقلیتونو غیر عادلانه او غیر قانونمندانه حمایت، را پورته کول او تشویق د دغو ملیتونو د اصلي استازو له لارې نه، بلکه د اخستل شوو او خرڅ شوو ګوډاګیانو له لارې ترڅو پرې اکثریت وټکوي کمزوری یې کړي ، ملي یووالي ګواښمن کړي او خپلې موخې تر سره کړي. اقلیتونه پر دې باید پوه شې چې د اکثریت ټکول کمزوری کول نه د دوي په ګټه دي او نه د هیواد، بلکه د هیواد د دښمنانو ژرندې ته اوبه ورکول دي.
 
۴- قومي تعصبونو ته لمن وهل، پښتون، تاجک، هزاره،ازبک، او داسې نور ملیتونه یو د بل پر ضد را پارول، په دغو قومي جوړښتونو کې مافیایې کړي جوړول، تقویه کول او د فقر، بی وزلۍ، بی وسۍ او بې سوادۍ په نتیجه کې د دغو هسي په نوم مشرانو تر تاثیرلاندې ولس راوستل.
 
۵- د څو تنو محدودو زورواکو،مادي او معنوي حمایت د ځمکو او عامه  شتمنیو، کانونو غصبول او ولس وږی تږی او بې وسه ساتل .
 
۶- رشوت ،چورچپاول، اداري فساد او د نورو منفي پدیدو تشویق او حمایت د ځوان نسل د کار او زدکړو مخنیوی تر څو د دښمن لیکو ته ودانګي او یا له هیواده فرار ته مجبور شې یا مخدره توکه ته مخ کړي.
 
۷- ضعیف او ګوډاګي حکمتونه جوړول، ساتل او په داخلي ستونزو اخته کول.
 
۸- د هیواد د مسلحو قوواو پاشل، ضعیفول او له منځه وړل، هوایې ځواک حذفول اوپر ځای یې تنظیمي، ګروپي او غیر مسلکي قوت جوړول چې هر لحظه یې هیواد او ملي وحدت له ستونزو او ګواښنو سره مخ کړي وي.
 
۹- د  سیاسي، ملي قوتونو او ملي شخصیتونو د یووالي مخنیوې او د پراخ تبلیغاتي چینلولو او مافیا یې رسنیو له لارې د بی بنیاده تهدیدونو او تورونو له لارې د داسې حرکتونو مخنیوې ، تهدید او داسې نور سل ګونه بیلګې شته چې امریکایان او ورسره نړیوال ستراتیژیک ملګري یې  په ګران هیواد افغانستان کې د خپل دوامداره شتون په خاطر تر سره کوي او قرباني یې زموږ هیواد او هیواد وال ورکوي.
 
زما له انده امریکا دری مهمې او اساسي موخې دلته په سیمه کې لری، چې غواړي په دوامداره توګه دلته پاتې شي.او ددغو موخو د کابو کولو له پاره ورته د افغانستان ستراتیژیک مو قیعیت د اهمیت وړ دي:
 
۱- په منځنۍ اسیا کې د هغه هیوادو چې د شوروی اتحاد نه یې ازادي تر لاسه کړي د خپل د نفوذ لاندې راوستل او یا نارامه کول او د هغوي له لارې روسیه تهدیدول او د سیاسي، نظامي او اقتصادي زواک مخه یېډب کول.
 
۲- د شانکهای غړو هیوادو د اقتصادي اتحاد تر څنګ د نظامي تړون نه هیره چې مبادا دغه هیوادونه  چېځنییې اتومي ځواک هم لری سره په یوه ستر منطقوي ځواک بدل نه شی او تر څنګیې د چین، هندوستان، روسې او ایران نه د وي ته د تهدید ویره.
 
۳- د ایران د نظامي او اتومي قدرت د لوړیدو مخنیوې او د پاکستان  اتومي سلاح نوره هم له نږدی نه تر څارنې لاندې راوستل.
نور بیا