آرشیف

2020-9-18

شاه ولی آرین

په استقلال پورې اړوند څو ارزښتمن مفاهیم (دریمه برخه)

انګریزي استعمار او د افغانانو مقاومت:
 
انګریزي استعمار زموږ په هیواد کې د استخباراتي جګړې، د افغانانو تر منځ د نفاق او فتنو تر څنګ دری ځلی مخامخ جګړی زموږ په ګران هیواد افغانستان کې تر سره کړی، چې دغه جګړې د باتورو افغانانو، ملي قهرمانانو، غازیانو او د اتلو شهیدانو د وینو په بیه هر ځل ګټل شوي، خو د مکار انګریزي دښمن او د سیمې د ځینو حریصو ګاونډیو د توطیو او دسیسو له امله افغانان هیڅکله بر لاسي نه شول تر څو یو ځواکمن حاکمیت رامنځته کړي.
کله چې امیر دوست محمد خان د هرات د نیولو وروسته د یو ځواکمن واحد افغانستان په توګه را څرګند شو، انګریزانوهڅې وکړي تر څو د دوست محمد خان په حکومت کې د ننه له دسیسو نه کار واخلي، مګر دا چې د هغه سره ورونه متعهد وو، دغه موخې ته ونه رسیدل، نو ځکه یې وغوښتل چې د مستقیم تجاوز له لارې د هغه حکومت ته سقوط ورکړي، نو ځکه یې په ۱۸۳۹ میلادی کال پر افغانستان لومړۍ افغان انګلیس جګړه تحمیل کړه. دا چې دغه وخت د انګریزانو له پاره د بربنډې جګړې امکانات محدود و، له بلې دسیسي نه یې کار واخیست او شاه شجاع چې ځان یې د افغانستان د پاچاهي اصلي وارث ګڼه رامخته کړ. انګریزانو د دغې ډرامې له مخه په افغانستان کې د مداخلې له پاره ظاهرآ قانوني لار جوړه کړی وه. هغوي د پنجاب واکمن رنجیت سنګ او شا شجاع سره په لاهور کې یوه معاهده امضا کړه چې د لاهور د مثلث په نامه یاده شوه.
د لاهور معاهده په داسې وخت کې د شاشجاع سره د افغانستان د پاچا په توګه امضا شوه چې امیر دوست محمد خان د افغانستان برحال پاچا و. د ګندمک معاهده په داسې شرایطو کې انګریزانو پر یعقوب خان امضا کړه چې انګریزانو نیم افغانستان نیولي و او کابل تر محاصرې لاندې و. امیر شیرعلی خان مزار ته تللي و او امیر یعقوب خان نوی له زندان نه خلاص شوي و، دا داسې حالت و، چې لکه یوډاکو د چا پر سر توپک کیږدي او ووایې دا ومنه چې ستا کور او ټول مال زما دي او کنه وژل کیږي. انګریزانو ټولې معاهدې له افغانستان سره په همدې منطق امضا کړي دي.

(نظیف الله نهضت، افغانستان او انقلاب بلجیم، بروکسل، ۲۰۱۶میلادی کال، ۴۴ مخ.)

د دیورند معاهده هم په داسې وخت کې امضا شوه، چې روس او انګلیس د شمال او جنوب نه پرافغانستان باندې د ګډ یرغل له پاره توافقات کړی وو.
 
انګریزانو په داسې حال کې په جنوبي سرحداتو کې د تهدید په ډول د ډیورند دمعاهدې د امضا له پاره عسکر ځای پر ځای کول او په شمال کې روسانو د افغانستان پنجده سیمه ونیوله او د لا پرمختګ ګواښ یې کاوه، په هیواد دننه د انګریزانو فتنې، او ملک التویفی وضعیت امیر مجبور کړ، نو ځکه د یوه یرغلګر او جنایت کار استعماری دولت او دهغوی د جاسوسي شبکو په فتنو کې تباه شوي او ځپل شوي افغانستان سره د غاصب انګریزي استعمار د ضد بشري جنایاتو، د قانوني کولو له پاره امضا شوي سند کوم قانوني اتبار نه لري.
 
پر افغانستان باندې بهرنیو یرغلونو ته لنډه کتنه:
 
هر کله چې زموږ پر ګران هیواد افغانستان د بهرنیو استعماري یرغلګرو تاریخ ته کتنه کوو، اړینه ده چې د ګران هیواد د افتخاراتو، قهرمان ولس د برم او د هغو ملي قهرمانانو د سرښندنو په هکله راتلونکو نسلونو ته یو څه ور په ګوته کړو.
 
تاریخ موږ ته د عبرتونو، ارزښتونو داستانونه را پر زړه کړي دي. زموږ پاکه خاوره د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د زبرځواکو په خاص ډول انګریزانو، روسانو او هم دا دي اوس د ناټو چې په سر کې یې امریکا قرار لري په هدیرو بدله شوي ده او په پای کې هر استعمار ګر په دغه خاوره کې داسې ماتې خوړلي  دي چې تیر تاریخ یې روښانه بیلګې دي، نو ځکه دغی خاورې ته د امپراتوریو د هدیرې نوم ورکړ شوي دي.هیله  داده چې ناټو او امریکا هم د انګریزانو او روسانو نه لا په بد او ناوړه سرنوشت له دې پاکې خاورې نه تور مخونه ولاړ شې.
 
د افغان انګلیس لومړۍ جګړه:
 
له ۱۸۳۹ میلادی کال نه تر ۱۸۴۲ کلونو پورې تر سره شوه، چې په دغه جګړه کې انګریزانو له شا شجاع نه ګټه پورته کړه او د سلطنت د وارث په نامه یې چې حق ورته ورسپاري زمو پر هیواد یرغل وکړ، اما باتورو افغانانو، غازیانو د وزیر محمد اکبرخان تر مشري او نورو غازیانو په سر ښندنو دغه جګړه وګټله چې د مکناټن د وژلو کیسه د ټولو افغانانو په ذهنونو کې شته. په دغه جګړه کې افغان قهرمانو ښځو چې شمیر یې تر څلور سوو زیات ښودل شوي هم برخه اخیستې ده چې غازیانو ته یې د جګړی لیکو ته ډوډی، اوبه، کارتوس او نور اړین توکي رسولي دي.په دغه جګړه کې د انګریزانو ۱۷۵۰۰ لښکرو داسې تاریخي ماته وخوړه چې ټول یې ووژل شوول او یوازی یو تن د برایډن په نامه ژوندی پاتې او ځان یې برتانوی هند ته ورساوه.
 
د افغان انګلیس دوهمه جګړه:
 
دغه جګړه په داسې وخت کې تر سره کیږي چې د انګریزانو مناسبات یو څه له روسانو سره سم نه وو، انګریزانو سوچ کاوه چې ممکن امیر شیر علی خان له روسانو سره ښي اړیکې ولري، نو ځکه یې کابل ته ګواښ وکړ، مګر امیر شیر علی خان ته دا هر څه بی مفهومه ښکاره شول او د برتانوی هند پرله پسی ګواښونو ته یې بی پروائې وښوده. بلاخره انګریزانو پر افغانستان برید وکړ چې دې جګړې له ۱۸۷۸ میلادی کال نه تر۱۸۸۰ د اپریل تر ۲۷ می نیټې دوام وموند.
د دې جګړې تاریخي لویه پیښه د میوند تاریخي معرکه ده چې د ۱۸۸۰ میلادی کال د جولای پر ۲۷ مه نیټه د کندهار د میوند په ولسوالی کې د برتانوی واک د اختتام او د ختیځو ولسونو د ازادي غوښتونکو پاڅونونو اساس یې کیښود. په دغه جګړه کې هم د هیواد د ښځو برخه د یادولو وړ ده په خاصه ټوګه قهرمانه ملاله:
 
که په میوند کې شهید نه شوی
خدایـږو لالیه بی ننګی ته دې ساتینه
 
خال به دیار له وینو کیـږدم
چې شینکی باغ کې ګل ګلاب و شرموینه
 
دا هغه لنډۍ دی چې د جګړې په میدان کې یې د افغان غازیانو مورال نور هم لوړ کړ او دښمن ته یې ماتې ور په برخه کړي.
 
د افغان انګلیس دریمه جګړه:
 
دغه جګړه په ۱۹۱۹ میلادی کال د می د میاشتی پر ۶ نیټه پیل شوه چې د همدې کال په اګست کې پای ته ورسیده. د اګست ۱۹ مه چې د زمری د میاشتی له ۲۸ می سره سمون لری، د افغانستان پاچا شاه امانالله خان د افغانستان د ازادئ اعلان وکړ او د خپلواکۍ سند یې امضا کړ.
 
امان الله خان واقعآ یو ملي قهرمان و. یو مترقي پاچا چې د مستقل افغانستان پرمختګ او ترقي یې غوښتله، هغه چې خپل ژوند یې د افغانستان پرمختګ ته وقف کړ او د شرق افتخار وبلل شو. مګر په خواشینۍ سره چې د انګریزانو د توطیو په نتیجه کې د انګریزی ملایانو، پیرانو له خوا تکفیر او مجبور شو د وینو د تویولو مخه ونیسی او خپل هیواد او پاچاهی پریږدی او ایتالیا ته مهاجر شې.
 
پر افغانستان باندې د روسانو یرغل:
 
د شوروی اتحاد سرو لښکرو د ۱۳۵۸ کال د جدی پر ۶مه نیټه له ځمکې او هوا نه پر افغانستان یرغل وکړ او یو مزدور او ګوډاګي حکومت یې پر افغان ولس وتاپه. د شوروی اتحاد لښکرو شاو خوا لس کاله پر افغانستان د هر ډول وسلو ګولۍ و اورولي چې په پایله کې یې تر یونیم میلیون ډیر افغانان ووژل، په میلیونونه یې معلول، معیوب او هیواد پریښوونې ته اړ ویستل. بلا خره د افغانانو د مقاومت له کبله روسان اړ شول چې په ۱۹۸۸ میلادی کال د می پر ۲۱ مه نیټه له سختې ماتې وروسته له افغانستان نه ووزي. اما په ډېره خواشینۍ سره چې هغه کسانوچې د مقاومت په نتیجه کې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ یا همداسې نوم ورکی پاتی شول او یا هم د یو شمېر په نوم د جهاد د ټیکدارانو له لورې هېر شوي، کورنۍ او اولادونه یې خیراتونه ټولوي او د جهاد امتیاز همدغه ټیکه داران تر لاسه کوي چې افغان ولس ته لکه لمر روښانه دي. له بله پلوه همدغو ټیکه دارانو قدرت ته تر رسیدو وروسته د جهاد او مقاومت پر ارزښتونو دومره بی شرمانه لوبې وکړي چې د افغان ولس افتخارات او اسلامي ارزښتونه یې له سپکاوي سره مخ کړل.
د هیواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه یې تالا والا کړل او د خپلو شخصي ګټو له پاره همدا اوس تر بل هر چا د سولې د لاری ستر خنډونه دي.
 
نوربیا