آرشیف

2020-9-17

شاه ولی آرین

په استقلال پورې اړوند څو ارزښتمن مفاهیم (دویمه برخه)

(د انګریزی استعمار، روسانو او ایراني شاهانودسیسې او فتنې)
(۱۷۹۳ـ ۱۹۱۹)
 
کله چې شاه زمان د انګریزانو او د ایران  قاجاری پاچا د فتنو او دسیسو له امله د ملا عاشق الله له لورې چې د انګریزانو جاسوس و په خپله کلا کې په چل او فریب ونیول شو، دغه وخت کې شاه محمود له غزنی نه کابل ته ورسید او د شاه زمان د نیولو نه خبر شو، جاسوس ملا عاشق الله خپل ځوی شاه محمود ته ولیږه چې هدایت ترې واخلي. هغه د فتح خان ورور اسد الله خان د انتقام له پاره ولیږه چې هغه په ډیر بی رحمانه توګه د شاه زمان سترګې ړندې کړي او کابل ته یې راوست. چې دا د فتنه ګرو انګریزاي شبکو ستر جنایت او د افغانانو له پاره د ستر ناورین پیل و، چې په دې ترتیب د افغانانو ملي اتل د ملي خائنانو د خیانت ښکار وګرزید او د انګریزي کاپیتان ملکم پلان د اسلامي ورورولی تر نامه لاندې عملي شو او په هند کې د انګریزانو حکومت د شازمان له ویرې نه نجات پیدا کړ اوټینګ شو.
 
شاه محمود د شاه زمان له سقوط وروسته خپل سلطنت اعلان کړ، چې محمد اکرم امین الملک یې خپل صدراعظم مقرر کړ او فتح خان ته یې د شاه دوست او وزیر لقب ورکړ، چې له دې وروسته د وزیر فتح خان په نامه مشهور شو.
 
په دغه وخت کې کله چې انګریزانو، د ایران قاجاری شاه او روسانو د شاه محمود د کمزورئ نه پوه شول ،په ۱۸۰۳ کال کې د ایرن پاچا چې د شاه محمود دوست هم و د خراسان ولایت  ونیوه. نادر مرزا د خراسان والی یې د خپلې کورنۍ له ۳۸ غړو سره اعدام کړل. روسانو مروه ونیوله په پنجاب کې رنجیت سنګ له افغانستان نه د استقلال اعلان وکړ.
 
د شاه محمود ضعیف حکومت، د کابل د خلکو کرکه، د شاه زمان وړندولو، شاه شجاع ته چې د شاه زمان سکه ورور و د دې  زمینه برابره کړه چې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي، د کابل د خلکو قیام او پر بالاحصار حمله د دې علت شو چې شاه محمود سقوط وکړ او شاشجاع خپله پاچاهي اعلان کړه.
 
شاه شجاع په ۱۸۰۹ کې پیښور ته چې د افغانستان دوم پایتخت و ولاړ، دا هغه وخت و چې، د انګریزانو لومړی سیاسي هیئت د الفنستن په مشرئ د راجپوتانه، سند او دیره جاتو له لارې پیښور ته راغلل او د افغانستان د پاچا دربار ته ورغلل.
 
انګریزانو په دغه وخت کې د روسانو او ناپلیون له اتحاد نه چې غوښتل یې په برطانوي هند حمله وکړي په ویره کې وو، او هیله یې درلوده چې د افغانستان پاچا د خپلې خاورې نه د دغو لښکرو د تیریدلو سره موافقه ونه کړي. نوځکه انګریزانو خپل سفیر الفنستن شاه شجاع ته ولیږه چې د دې کار مخنیوي وکړي، چې د انګریزی هیئت له لورې ډیري ډالۍ شاه شجاع ته ورکړ شوی.
 
د الفنستن سره د ۱۸۰۹ میلادی کال دجون په ۱۷ مه نیټه د افغاني هیئت له لورې معاهده امضا شوه، چې د معاهدې مهم هدف د افغانستان له خاورې نه د فرانسوی لښکرو د تیریدلو سره مخالفت او د دواړو هیوادونو تر منځ د ښه مناسباتو جوړیدل وو.
 
همدا ډول په دغه وخت کې په کندهار کې د وزیر فتح خان او شاه محمود په پلوي هلې ځلې رواني وي، چې همدې موخې ته د رسیدو په صورت کې به شاه محمود چې ځان یې مستحق ګڼه وزیر فتح خان د تلاشونو په نتجه کې په ۱۸۱۰ میلادی کال شاه شجاع ناکانه او شاه محمود په داسې حال کې پاچا شو، چې د قدرت ټولې واکې په حقیقت کې د وزیر فتح خان په لاس کې وي. د هغه ۱۸ ورونه د هیواد په مهمو ولایتونو او مرکزي حکومت کې ځای پر ځای شوي وو.وزیر فتح خان په حقیقت کې پلان درلود چې پادشاهی د ابدالیانو له کورنۍ نه محمد زیو ته انتقال کړي، چې په دې کار بریالی هم شو.هغه د اقفانستان په تاریخ کې د تاج بخش لقب هم تر لاسه کړ.
 
دغه وخت په سند کې له ۱۸۵۹ـ ۱۸۵۰د انګریزانو والی هنری بارتل د وزیر فتح خان په اړه داسې لیکی«وزیر فتح خان یو لوړ شخصیت و، چې د فوق العاده نبوغ نه علاوه د حکومت کولو او جنګیدلو لیاقت یې هم درلود. هغه په خپل زیار او کار کې نظیر نه درلود. فتح خان ډېر ژر د لوی احمد شاه، شان او شوکت بیرته خپل هیواد ته راوړ. افغانانو هغه ته په ښه نظر کتل، حال داچې هغوي خپل پاچا شا محمود ته د حقارت په نظر کتل.»
 
(نظیف الله نهضت، افغانستان او انقلاب بلجیم، بروکسل، ۲۰۱۶میلادی کال، ۴۴ مخ. )
 
کله چې کامران د شاه محمود زوی د هرات والی وټاکل شو، دا چې د وزیر فتح خان سره یې دښمني درلوده هغه یې ځان ته راوغوښت لومړی یې بندی کړ او بیا یې دواړه سترګې ور وایستلی. د کامران دغه نا سنجشه عمل په افغانستان کې د یو بل ناورین پیل و. د اچې د وزیر فتح خان ورونه د افغانستان په اکثره ولایتونو کې په واک کې وو، دغه عمل د کورنیو جګړو او د هیواد د کمزوري کولو شرایط رامنځ ته کړل.همدا ډول کیدای شې چې دا په خپله د انګریزانو له لورې یوه توطیه و اوسی. چې د یو منظم پلان له مخې یې عملي کړه او له وزیر فتح خان نه چې یې ستر تشویش درلود له مخې یې لری کړ. د وزیر فتح خان له مړینې وروسته د هغه ۲۰ ورونه بی مشره پاتې شول، تر ډیرې مودې لا دوي په خپل منځ کې هم د مشر په ټاکلو نه بریالی کیدل، تر څو په پای کې دوست محمد خان ثابته کړه چې هم د سلطنت او هم د وروڼو د مشري وړتیا لري. هغه په کابل کې د چارو واګې په لاس واخیستی او بیا یې ټول افغانستان ته خپل واک وغځاوه. په دې ترتیب د ابدالیانو سلسله کابل کې په ۱۸۱۸ میلادی کال ختمه او د محمد زیو د حکومت د جوړیدو له پاره کار پیل شو.
 
په افغانستان کې ابدالی دولتونو تل له ایران سره دوستانه سیاستونه درلودل او د هغوي په کورنیو جګړو کې یې تل خپله بې طرفي ساتله، اما د ایران قاجاری دولت هره ګړی چې په افغانستان کې یې حالات ویجاړ لیدل، د افغانستان په خاوره یې بې له دې چې کوم بری تر لاسه کړي ناکامې حملې کولي. ایراني حاکمانو د افغانستان ولایت خراسان د اشغال نه وروسته له ۱۸۱۶ نه تر ۱۸۵۶ پورې اته ځله پر هرات حملې کړي او بیرته ناکام تللي دي. هغه وخت چې کامران د هرات والی و، ایرانیانو د روسانو سره په ګډه د هرات د نیولو له پاره حمله وکړه. به ۱۸۳۷ میلادی کال کې د ایران پاچا محمد شاه قاجار د ۳۶۰۰۰ کسیز لښکر او قوی ټوپخانو سره د هرات په لور حرکت وکړ چې هرات ته په نږدې کیدو سره د دغې اردو شمیر څلویښت زرو ۴۰۰۰۰ ته ورسید چې روسې قوماندانان هم په کې شامل وو. په مقابل کې په هرات کې د افغان جنګیالیو شمير ۶۰۰۰ تنه وو، یا نی د هر افغان عسکر په مقابل کې ۷ روسې او ایراني عسکر ولاړ وو، اما دا چې د هرات د خلکو مقاومت او یووالي د شهزاده کامران غښتلتیا دا ثابته کړه چې، که چیری افغانان متحد وي د هر ډول بهرنیو دسایسو او زور په مقابل کې جنګیدلی شې او بري هم تر لاسه کولای شې. انګریزانو هم پلان درلود چې که چیرې روسان او ایرانیان هرات ونیسی نو دوي به هم د جنوبي او شرقي ولایتونو د نیولو هڅه وکړي، خو د هیواد د اتلو خلکو یووالي او د هرات د خلکو ځواکمنې دفاع د روس او ایرن د بلې  ګډې حملې نیت له خاورو سره یو کړ، اما انګریزانو سوچ کاوه چې دوي به دغه هدف ته په یوازی توګه ځان ورسوي، نو ځکه انګریزانو یو کال وروسته په ۱۸۳۹ میلادی کال خپل زور وازمایه او په افغانستان یې حمله وکړه او د افغان او انګلیس لومړۍ جګړه پیل شوه.
انګریزانو د حملې تر مخه د خپلو جاسوسي شبکو له لارې لومړی وغوښتل چې د هرات حکومت ضعیف کړي، نو ځکه یې د کامران او یارمحمد خان تر منځ اختلافات رامنځ ته کړل او د دوي تر منځ په جګړه کې کامران ووژل شو. د هرات خپلواک حکومت ۲۳ کاله دوام وکړ تر څو چې امیر دوست محمد خان په ۱۸۶۳ میلادی کال هرات ته ولاړ هغه یې ونیوه او د کابل تر کنترول لاندې یې راوست او د ابدالی کورنۍ وروستئ واکمني یې ختمه او د محمد زایی کورنۍ واکمني یې هم په هرات کې ټینګه کړه، امیر دوست محمد خان د هرات له نیولو وروسته هلته ومړ، په دی توګه امیر دوست محمد خان افغانستان بیرته واحد کړ.
 
نور بیا