آرشیف

2020-4-6

شاه ولی آرین

پـېـغـور

وران شوې کرار پاتې نه شوې
څومره په دوړو کې خړ پړ،ته ولاړ
خو چا ژړل او چا خندل درته
ما کتل تورې ببرسرې«غوټۍ»
هم د شنو دښتو لوڅې پوندې شپونکۍ
څومره حیران پاتې وو
هرخوااورونه اسویلو نه جګ شول
بل لور دودونه سوزیدو نه جګ شول
دلته وحشت په بله بڼه روان
هلته له ویرې د سقأ له ظلمه
بیا له کوپـړو نه د ماغزو په تمه
چې یې خوړو ته اوه،اته منجیله
ټولوو په پټه خوله او چوپه چوپتیا
ډیره وه ویره او وحشت
ډیر، وو ژړل او کتل
چاڅه ویلی نه شوول
ځینو خندل یایې نڅا کولې
څو تنو نورو لا بلوا کولی
ځینو بیا چیغې د اشنا کولې
خو وړو شور او واویلا کولې
ما ورته هم وکتل، ومې ژړل
خو په خپل زړه کې
لږ په تیاره کې
په سوزولو او وژلو کې
ژړاګناه وه
دوي ډیر خندل
آ د فرهاد د غره شکونې په دود
ډېرو سرونه او کوپړۍ ماتې کړې
د اکبرخان او ایمل خان بچیو
دغه کړۍ ماتې کړې
اوس هغه توره ببرسرې«غوټۍ»
څومره خوشاله وینم
هم لوڅې پوندې لمر وهلې شپونکۍ
خپلو بزو سره ورشو ته روان
زه یې ملاله وینم
خو موږ خوشاله نه شوو
یو وار مو بیا وژړل
په چیغو، چیغو نه په تیاره کې
بیا د وطن د خوشالی په هیله
اوس هم څه ستونزې پاتې
دغه وران شوی سوزیدلی وطن
راته سور اور پاتی دی
د اکبرخان او ایمل خان د بچو
راته پیغور پاتی دی
 

۱۹۹۶جرمنی
اشافنبورګ

شاه ولی ارین