آرشیف

2020-3-30

شاه ولی آرین

پـیـوستون

بـیـا دې د سترګـو پـه رپـا کې طـوفـانـونه وینم
چې خـوځـوېیـې پـټ پـټـانه کې موجونه وینم
 
بس کـه ظـلـمـونه نـور د قـهـر باران مه اوروه
چې دې اورښـتـه کې د هـجـر سـیـلابـونـه وینم
 
زه خـو مـیـن پــه اداګـانـو د دې سـتـرګـو ومـه
دبـڼــوغشو نـه یې زړه کېپــرهـارونـه وینم
 
دغسې شـوخې ستـرګې کـلـه مـا لـیـدلې نه وې
چې رپـولـو کېیـې بَـل پــه زړه اورونـه وینم
 
زه خـوسوالګـر ددغـه بڼ د دغو سترګوشومه
خـو پـه دې بـڼ کې وفــا نـشـتـه تاوانـونه وینم
 
د دغـــو ستـرګـو دغمزو انتظار ستړی کړمه
پسرلی لاړو تـر خــزانه مـات لــوزونـــه وینم
 
ارین سودا دې شوه نیمګړې بیا پر دغې لارې
یـاره کـه وشې پـیـوستون مات بـنـدیـزونه وینم
 

شاه ولی ارین
۲۰۰۴کال
کیف
اوکراین