آرشیف

2020-6-16

شاه ولی آرین

پـه ګـلو کې چې ګـرځي عاشقان پیداکېږي

پـه ګـلو کې چې ګـرځي عاشقان پیداکېږي
چې هرې خواته ولاړ شې بلبلان پیدا کېږي
 
رنګونـه د ګلانـو مې قـومونـه د وطن دي
نـفاق چې کړي نـا اهـله دښمنان پیداکېږي
 
بـاغونـه چمنونـه مو رښتیا پـه وچـیـدو دي
مالـیاریې وژل شـوی، قـاتـلان پـیـدا کېږي
 
ګـودر پـه غـاړه نـشته د منګیـوکـتارونـه
پـیغلـوټې رټـل شـوې جـاهـلان پېـدا کېږي
 
فـلک چیـغې کـړي پـورتـه چې دا څـه دي 
د شنه اسمان نه لانـدې، ظالمان پیدا کېـږي
 
زمان په تېـرېـدو دی د اریـن د زړه خبره
یو موټی شئ یارانو،ښه ګزران پیدا کېږي
 
اغوس دنمارک
۱۲/۰۶/۲۰۲۰
 شاه ولی ارین