آرشیف

2020-3-20

شاه ولی آرین

پردیسي

زما یادیـږې هغه ښکلی ګودر
 
هلته د ښکلو سارانیو پیغلو
 
د منګوټیو کتار
 
خوچا یې ونه لید پلو
 
نن یې په ځیر وګوره
 
دومره سزا او کړیده یې څه دي 
 
د دوې د کلی د الفت په ګودر
 
ولې اغزي شنه شوي؟
 
یا یې له کلې شړي
 
وایه ګناه یې څه ده؟
 
هغه د پت او عزت ښکلې نجونې 
 
نن یې سر توره وینم
 
یا یې بی کوره وینم
 
اوس نه ګودر، نه منګوټی، نه پلو
 
په پردیسي کې خیراتونه غواړي 

وږی ۱۳۷۱
پیښور 
شاه ولی ارین