آرشیف

2018-2-11

دوکتور ص. سعیدي

پاکستان = دوكه او درواغ!

په تأسف او تأثر سره داسې ویل کیږي چې نن  ۱۱/۲/۲۰۱۸ په لندن كې د انګلستان د حکومت مقر ته مخامخ اعتراضیه غون‌‌‌‌‌‌ډه د ای اس ای  په هدایت او سپارښتنه د سیاسي تاجرانو لخوا لغوه شوه! 
هو. ای اس ای دې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته اجازه ورنکړه!
د پاکستان د آيين او د پاکستان په چوکاټ کې د پښتنو او بلوڅو د غمیزې مسأله، د سولې او استقرار او د تروریزم سره د مبارزې مسایل حلول او غوښتل هسې  یوه دوکه، سیاسي تجارت  او درواغ دي!
دپښتنو او بلوڅو ددې روستي قیام، مبارزې او حق غوښتنې ستره مشخصه دا وه چې هغه د ځوان نسل، ځوانو مشرانو او د تخنیک پر مټ د پاکستان له بیرقه پرته وه. اعتراضاتو کې د پاکستان بیرق وسوځول شو او د پاکستان بیرق چا نه وه په اوږه کړای‌. غون‌‌‌‌‌‌ډو د مشکل اصلی لامل، پنجابي شوونیزم او برتې، ظلم او تعدی ته لاس نیول کیده او هغه بیرغ چې ایمل ولي ورنه دفاع کوي او د پاکستان کې بچانې کوکارې وهي، نور اصلی تنطيمونکی نه ښکاریده.
د پاکستان یعنې پنجاب ظلم او ناتار د افغان اولس، پښتنو او بلوڅو د تراژيدۍ، قتل او کشتار  اصلي لامل پنجاب او ای اس ای دی. تر څو د پاکستان په نامه  سرطاني موجود له بیخه عملیات نه شي ، نه د تروریزم مسأله او نه د سیمې د بحران او د نه د پښتنو او بلوڅو د تراژيدی مسایل حلیدای شي! 
نړیواله ټولنه که دا مسایل حلول غواړي، هغه د پاکستان په نامه غیر مشروع حاکمیت په موجودیت کې نه شي حلیدای. سیمې ته د ترور، دهشت او جنایت راوستو کې ، ساتلو او تمویل کې د ای اس ای مستقیم لاس وه او دی!

١١/٠٢/٢٠١٨