آرشیف

2018-9-18

دوکتور ص. سعیدي

پاکستاني تذكرې افغانانو ته!

یو حق دی او بل امتیاز. 
حق اخیستل کیږي او امتیاز ورکول کیږي.
هر څوک د نړېوالو اصولو پر بنیاد د هر مقیم هېواد قانون سره سم، داوږد اقامت پر بنیاد په یو هېواد کې د هغه هېواد د تابعیت او د هغه پر بنیاد د شناخت کارت یا تذکرې او بیا د پاسپورت  غوښتنه کولای شي. 
تابعیت تر لاسه کول متياز  او د هغه پر بنیاد تذکره او پاسپورت حق دی. 
که مونږ دیورندلاین په رسمیت نه پېژنو او له آمو نه تر آاسينه، اټکه او مارګلې د تاریخي او حقوقي مستنداتو په بنياد یو بشپړ افغانستان بولو چې بولو،  نو بیا ولې افغان دغه سیمو  کې مهاجر بولي چې خپل هېواد کې دی. افغان دغه سیمه کې مهاجر نه وه او نه دی. 
که نن پاکستان دغو خلکو ته او یا هرڅوک بل دغه خلکو مهاجر خطاب کوي، خطاء کوي. 
که د پاکستان حکومت دوی ته ددوی د تقاضاء، غوښتنې او یا مجبوریت  پر بنیاد شناخت کارت ورکوي نو اول باید د دوی د تابعیت مسئله حل شي! 
كه نن پاکستاني حاکمیت  دا کار کوي نو بیا ولې افغان حاکمیتونو دا کار پخوا ونکړ او یا حد اقل دغه خلکو ته د هغوی د غوښتنې پربنیاد افغاني شناخت کارت همدا اوس نه ورکوي؟ 
دا کار به د ویزې او سرحدي کنترول مسئله حل او د لر او بر يو افغان لپاره یو تاریخي قدم هم وي. 
دا به د امنیتي مسایلو په  برخه کې د ګیومتري او ګوتو د نشان او عکسونو د تثبیت مسئلې سره هم بنسټيزه مرسته وکړي. 
د افغان حاکمیت حد اقل اوس چې د پاکستان حاکمیت دا کار آسانه کړ د آمو نه تر آباسینه مېشته خلکوته د هغوی د غوښتنې پر بنیاد د تابعیت او د تذکرې مسئله حل او تاریخي بنیادي، زړه وراو شجاعانه قدم واخلي. 
دا کار به د  ډېرو عادي لارو د سترو مسایل حل او د مختلفو مثبتو ابعادو مثبته پایله به هم ولري. په یقیني ‌‌‌‌‌‌ډول دا کار  امنیتي مثبت ابعاد هم لري او نړۍ کې د نږدو او ورته ملتونو چې د یو مدت لپاره سره بیل کړای شوي دي معمول او د حل انساني تجربه شوې  لار ده.  

پای 
دوکتور صلاح الدین سعیدی 
١٨/٠٩/٢٠١٨