آرشیف

2015-2-9

دوکتور ص. سعیدي

ټاکنې – مناظرې او « ډیورنډ لاین »

په افغانستان کې د ولایتي شوراګانو او ۹۳ کال د جمهوری ریاست لپاره ټاکنې، په قانوني او دیموکراتیک ډول د سیاسي قدرت انتقال، ټاکنیزې مبارزې او خلکو ته مراجعه او هغوی ته خپلې برنامې او عملی کړنلارې وړاندې کول او په دې ډول دکاندیدانو د نسخو او برنامو مشروعیت د خلکو نه ترلاسه کول د افغانستان په تاریخ کې ستر بری او د ارزښت وړ مثبت بدلون ګڼم. 
داچې دا شکلي مثبت تحول او نیک بدلون به په عمل کې په واقعي بڼه څومره تحقق و مومي، آیا دقانون تر حاکمیت لاندې، شفاف او سرتاسري وي هغه جوانب او دقضیې پورې اړ سوالونه دي چې زمان او وخت به دهغه ځواب ووایي. 
د انتخاباتي او ټاکنیزو مناظرو او د افغانستان د جمهوری ریاست د کاندیدانو د مناظرو او برنامو پرمحتوی ډېر خبرې د دقت او پام وړ دي. داچې دابرنامې شعاري بڼه لري، او لازم مسلکی، د سیاسي تقوی لرونکی کاري تیم، منابع اوعملی نسخې نه مطرح کوي او ډیرځلي په هر قیمت دعوامو د ترلاسه کولو هڅې دي، هیڅ شک او تردید نه لرم. دایو تعداد کاندیدان په تیرو۱۲ کلو چې په حاکمیت کې و ونکړای شو په عمل کې هغه څه چې په صلاحیت کې یې هم عملی کړي، کدری سیاسیت او نورې عملي کړنلارې يې دهغه وعدو خلاف دي چې اوس يې خلکو ته ورکوي نو په یقین ویلای شو چې دا اوسنۍ وعدې به يې هم د تیر په شان عملي نه وي او وطن مصالح او منافع به قومي، سمتي، تعصبي، حزبي او سازماني ګټو قربانې کړي. اما هره موضع، نسخه او کړنلاره بیا هم دخلکو د انتخاب او ذره بین کې ترنظارت او کنترول لاندې ده او که معیار همدانسخې شي نو بیا خلک به هغه ریښتنې او عملی برنامې او نسخې د سیاسي نسبي او مقایسوي سپيڅلتیا سره د پرګمتیک سیاسیت په غوره کولو چې د لږ بد په انتخاب به ممکنو حالاتو په چوکات کې خپل تشخیص او خپل انتخاب به ولري. 
د افغانستان د جمهوری ریاست د دریو کاندیدانو په وروستی مناظره کې چې د افغانستان د خارجي سیاسیت او د « ډیورند لایـن» په هکله سوالونه مطرح شول او د کاندیدانو نظریات او ځوابونه وړاندې شول ډیرمطالب د دقت، مباحثې او پام وړ دي خو زه غواړم په دې لیکنه کې د « ډیورند لایـن» په مسأله او د کاندیدانو په ځوابو لاندې اړین بحث او کتنه ستاسې سره شریکه کړم.
« ډیورند لایـن» لاین یو تاریخي، ملی مسأله ده. نه موجود شرایط او نه په نږدې کلونه مونږ دافرصت ولرو چې په رسمي توګه دا مسأله مطرح او یوطرفه کړای شو. دااوس لپاره دا مسأله زمونږ اولویت هم نه دی او په آینده کې هم د سرحدونه دایجاد پرځای د فرانسې او جرمنی د نړیوال دوم جهانی جنګ د همکاری مودل مونږته زیاته مرسته کولای شي. خو په تأسف سره اوس اوس په تیرو ۴ لسیزو او په تیرو ۶۷ کلو کلو کې چې د پاکستان له موجودیته تیریږي د پاکستان اصلی ستابلشمنت (آی اس آی ) د « ډیورند لایـن» په ماهیت او اساس باندې د پوهیدو او د پاکستان د غیر مشروع والیې د ماهیت په پوهیدو ددې لحاظه ځانته ستر د موجودیت خطر احساسوي او په همدې خاطر هم پاکستان د خپل موجودیت په اوږدو کې د افغانستان په ارتباط د اوسني پاکستان په داخل او بهر کې په ډیره بیرحمانه توګه واظالمانه توګه د پښتنو او بلوڅ بر ضد برخورد کړای او کوي. د سولې خطر يې روزلای او دنړۍ سولې ته يې خطر ایجاد، تمول، تقویت او صادر کړای دی. پاکستان د « ډیورند لایـن» د مسألې او نورو مشخصو برنامو لپاره لکه لوی پاکستان او په سیمه کې د تجارتي اهدافو لپاره به په هیڅ صورت راضي نه شي په افغانستان کې دې په ځان متکي، مشروع او قوی دولت منځ ته راشي. په پاکستان کې د مجبورو افغانان د اجازې سره او یا داجازې نه پرته به دهغوی څخه د وسلې په توګه ګټه اخلي او داوسني افغانستان په داخل کې به خپل پلویان روزی او تمیلوي. قومی او سمتي تربګنیو ته لمن وهي او قومی او سمتي اقلیتونه به د شراو فساد لپاره هڅوي او د افغانستان په سیاسي نظام کې به هغه نظام ته کار کوي چې د پاکستان د استراتیژیکو اهدافو لپاره مرسته وکړای شي. دا تصادفی خبر نه ده چې پاکستان (دپاکستان جمهور رییس پرویز مشرف د خپل زعامت په وخت کې) کله هم د پښتنو حقوق د شمال ټلوالې لخوا د حق تلفی خبرې کوي او کله بیا هم په شمال افغانانو ته د دهغوی د حق تلفی او د پښتنو د تفوق وظلم خبرې کوي. هماغه سیاسیت چې په هند کې د هند مسلمانان د هند د حکومت په ضد لمسوي او بیا ښاغلی نواز شریف د پاکستان صدراعظم دافغانستان لپاره فدرالي نظام سپارښت کوي.

به دې خاطر د تاریخی او حقوقي لحاظ په یقین ویلای شو چې:
« ډیورند لایـن» یو غیر مشروع، خیالي، تحمیلي کرښه ده چې افغان ملت لخوا له هماغه اوله تردې دمه نه ده منل شوې. دا خبر او عدم مننې یې په خپلو وینو د تاریخ په اوږدو کې ژوندی ساتلای دی. حتی دهغه نوم افغانانو خپل نه ګڼي او د « ډیورند لایـن» يې ورته وايي. هغه وخت چې د هند ویش (۱۹۴۷ م ) کال کې عملی شو، نو پکار او ممکنه وه هغه مناطق د ویش ترعنوان او حساب لاندې راغلي وای چې د هند په اداری خط کې شامل وه. د هند په اداری خط او حدودو کې هغه وخت د ګندمک د ګروي د ننګینی معاهدې پر اساس یواځې پیښاور او د دیره جاتو بعضې سیمې د هند په اداری خط کې شاملې وي. 
د ګندمک معاهده د یعقوب خان سره چې ۸ کاله يې دبالای حصار په زندان کې کړي او خپل حواس یې له لاسه ورکړي وه د خوشې کیدو سرسم ګندمک ته د انګلیسانو لخوا وغوښتل شو او په دې ډول د وقت استعماری انګلیس د یو شخص سره او یا هم یو هیواد سره چې خارجی سیاسی آزادی ورته به رسمیت نه پیژندله (افغانستان خپل استقلال په ۱۹۱۹م کال اعلان کړ.) په ګندمک کې داسې سند امضاء کړ چې د ګندمک سند يې بولي. یعقوب خان بیا د انګلیسانو سره هند ته فراری شو. 
د « ډیورند لایـن» تفاهمنامه چې د ګندمک د ګروي (لیز) تفاهمنامې ادامه وه په داسې حال کې امضاء شوه چې:
د هند لپاره د استعماری انګلیس د خارجه چارو وزیر سرتیمار دیورند د خپل هیئت او په هند کې د جوړې شوې تفاهنامې سره کابل ته راغی او  دافغانستان په شرقی او هرات برخه کې د انګلیسي پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړل شول. 
افغانستان خارجی سیاسیت کې استقلال نه درلوده او امیر عبدالرحمن خان ته انګلیسانو وویل: یا به داسند (« ډیورند لایـن» تفاهمنامه ) امضاء کوې او یا به جنګ ته تیاری نیسئ. ددې په څنګ کې ستاد تره زامن چې د تاج او تخت دعوی هم لري، حاضر دي دا تفاهمنامه امضاء کړي. له بلی خوا دامیر په ضد دهیواد په شمال کې قیامونو ته سازماندهی ورکړل شوه او وویل شول چې روسان د بدخشان په بعضې سیمو د ملکیت دعوی لري. ( آیا تاریخ تکراریږي؟)
په داسې شرایطوکې چې امیر عبدالرحمن خان په روسي او مرکزي آسیا مناطقو کې د یوولس کلن تبعید نه را راستون شوای وه او د امیر شیرعلی خان او امیر دوست محمد خان تراژیک سرنوشت هم ورته مالوم وه او د کوزی پښتونخواد افغانستان په بعضې مناطقو کې نا آرامیو ته هم لمن وهل شوې وه دسرتیمار دیورند په آماده شوي سند چې یواځې په انګلیسي متن وه او امیر عبدالرحمن خان په انګلیسي هم نه پوهیده په یواځې ټوګه حتی د درباریانو له مشورې پرته دتحدید او فشار لاندې به مجهول شي او مجهول مطلب امضاء کوي. (۱۹۹۳م). مجهول ددې لپاره چې د تفاهنامې محتوی به د دواړو خواوو د هیأت لخوا په ظرف دراتلونکو دریو کلو په اوږدو کې یعنی تر ۱۹۹۷ م کل پورې روښانه کیږي. هغه کار چې تر آخره بشپړ نه شو. دا کمیټې خپل کار تمام نه کړ او حد اقل په دریو مواردو کې امیر عبدالرحمن خان علناً اعتراض کړای چې دا هغه نقشه نه وه او نه ده چې سرتیمار دیورند ماته ښودلې وه. د افغانستان د خارجه چارو د پخواني مأمور دخولې چې همدا اوس په امریکې کې اوسي د افغانستان په خارجه وزارت کې تر څوکلو د مخکې پورې د « ډیورند لایـن» د الحاقیه نقشې هغه نسخه موجوده وه کوم چې امیر عبدالرحمن خان پرې په سره قلم خپل ملاحظات، اضافات او تصحیحات کړي دي. په تأسف سره د بی بی سې لخوا د خلکو دغولونې لپاره ددې سند هغه کاپی ددې کال په اولو میاشتو کې داسې وښودل شوه چې ګویا نهایی سند دی. درحالیکه چې هغه سند دلته په لندن کې وجود لري چې د وقت د استعمار لخوا جوړ شوای او بیا وروسته امیر عبدالرحمن خان ته د سرتیمار دیورند لخوا وړل شوای دی. 
دا سند یواځې د امیر او انګلیسي جانب د نفوذ ساحه تعینوله او امیر ته وعده ورکړل شوې وه چې هر کال به ددې سیمو مالیه ټولیږي او امیر ته (ددې ګروي خط ) د امضاء په مقابل کې د څه نورو امتیازاتو سره لکه د افغانستان د وسلو دتیریدو اجازه او …ورکول کیږي. امیر کولای شي « ډیورند لایـن» شرقی خواته پوځې عملیات وکړي خو شرط يې داوه چې انګلیسي جانب ته به د عملیاتو دمخه معلومات ورکول کیږي او…. په ډیرو موارد کې د هغه جملې څخه د افغانې جانب د سلاح د حصول څخه مقابل لوری لمړی تخلف کوي. (آیا تاریخ تکراریږي؟)
ددې تفاهنمامې د امضا وروسته په کوزه پښتونخوا کې په لسهاوو قیامونه او اعتراضات وشول چې په ډیر شدت او خونړۍ توګه وځپل شول. د بڼو د خلکو قیام او ظالمانه ټکونه او دتاریخ په اوږدو کې داتفاهنامنه افغانانو ونه منله او نه مني. 
یو ملت چې تاریخی یووالی لري سره جدا کول د انساني لحاظه هم د منلو وړ نه ده. 
ددې پروسې آخرینه اوقانوني پای د افغانستان د اومې شورا فیصله ده چې دا او څلور متعلقه تفاهنامې یې ملغی اعلان کړې او په حقوقي لحاظ فسخ کړای شوې. 
ددې تاریخی، حقوقي او انساني شواهدو پر بنا دا چې د « ډیورند لایـن» په هکله څه فکر کوئ په ځواب کې وویل چې چې دافغانستان د خلکو پورې مربوط او اړه لري دقیق او درست ځواب نه دی. 
باید په صراحت ووایم چې مسأله باید د حقوقو او تاریخی اسنادو او شواهدو په رڼا کې حل اول فصل شي. دا دافغانستان د خلکو د انتخاب او عدم انتخاب خبر نه ده او دا تأکید او ځواب په مناظرو کې دقیق او موجه نه دی. 
داچې د افغانستان خلک دې په دې برخه کې تصمیم ونیسي ددې په خاطر درسته خبر او دسوال ځواب نه دی چې تاریخي اسناد او شواهد، حقوقي اسناد او شواهد شته چې متخصصین د فن يې د حقوقي اوتاریخی لحاظه، تصمیم نیولای شي او استدلال کولای شي او کوي.
هو که سوال داسې مطرح شي چې داخلک غواړي سره یو ځای ژوند وکړي او مشترک نظام او حاکمیت او یا څه ډول حاکمیت ولري؟ 
نو بیا هم دا ځواب درست نه دې چط د افغانستان د خلکو دتصیم پورې اړه لري. درست او کامل ځواب به داوي چې دا چې دا دافغانستان او دمربوطه سیمو د اوسیدونکو کار دی او تصمیم دهغوی پورې اړه لري. 
حقوقي اصول او تاریخي اسناد، د خبرې منطق او اساس وايي چې د «ډیورند لایـن» د مشروعیت او عدم مشروعیت په هکله چې لمړی مرحله کې حلول په کار دي. بیا به دوم پړاو کې خلکو شریکول او هغه هم د افغانستان خلک او کوزی پښتونخوا، پښتنو او بلوڅو خلکو د نظر او انتخاب حق ته احترام کول درسته خبر اوکامل ځواب دی. 
له سره دمنلو وړ نه ده چې د پاکستان سره به دخبرو په ادامه پاکستان دخپلو مصالحه نه تیر شي. 
هغه کار د جناب حامد کرزي په ۱۳ کلن حکومت کې ونه شو. داکار بیا هم کیدونکی نه دی. خپل ځان ته قوت ورکول، مشروع حاکمیت جوړول او نړیوالو سره د قوي متقابل منفعت اساس خپل خارجی سیاسیت د سرو خطو په کاږلو او پیژندول به اساس عیارول په کار دي. 
زه په کلکه په دې باوریم چې زمونږ همسایګان او په خاص ډول پاکستان او نور خارجي منابع او هیوادونه به دهغه کاندید په ګټه به خپل امکانات په کار واچوي چې ددی کاندیدانو نه د خپلو منافعو او اهدافو دساتلو لپاره همدا اوس او دمخه تعهدات واخلي. 
په کار ده چې افغانستان د جمهوری ریاست کاندیدان دوطن او نړیوالو مربوطه مسایل ته مسلکی او کار پوه متخصصین استخدام او په مسایل د فنی او مسلکی نظر داخیستو او تر لاسه کولولو وروسته، خپل مواضع دواقعیتونه پر اساس د افغانستان دمنافعو اومصالحو پر بنیاد بناء او خپل سیاسي تصمیم خلکو ته وړاندې کړي. مطمیناً چې دا دخلکو انتخاب دی چې خلک دا مواضع او نظریات یا مني او یا ردوي.

 

پایان

دوکتور صلاح الدین سعیدی- سعیدافغانی ۰۸/۰۳/۲۰۱۴
 تیلفون: ۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸