آرشیف

2020-6-28

شاه ولی آرین

وطــنه! تېره افسانه مې یې، امان مې یې، زمان مې یې

مـیـنـه کـوم تـا سره  خپل ځان مې یي جانان مې یـې
عشـقـه تـه اواز مـې  د زړګـي ښکلي ارمان مې یـې
 
ته یي چې زه ژونــد کوم، عــزت لـرم هـوسا بـه یـم
ځـان مې یی، قـربان شـمه خـیـالـونه د جهان مې یې
 
څـومـره شوې ټـپي، ټـپي زخـمـو تــه دی مـلهم شمه
ژونـد مـې تـر ابـده یې تـاریـخ مې یي ایمان مې یـې
 
څوک چې تا ته بد گوري، سترگې بې ړندې شي ژر
واي دې هـر څه، تـه کـور مـدفن او قـهرمان مې یې
 
پاڅــوه یـو ځـل بیا مـیـرویس خان او احمـدخان دلـته
تـېـره افسانــه مې یې، امــان مـې یـې، زمـان مې یې
 
صـبــر وکـړه دغــه د وحـشـت دوره بــه تـــیـره شي
فــخــر د تــاریـخ مـې یـي ټـاټـوبـي د افـغـان مـې یـې
 
اغوس دنمارک
۲۲/۰۶/۲۰۲۰