آرشیف

2020-2-16

شاه ولی آرین

وحشتونه

دهـشـتـونـه وحـشتـونـه چـې خپــرېــږي
چـېـرتـه لـرې یا نـږدې بـه پـلانـېــــږي
 
د افغان ولس غــږ جـګ شو تـراسمانه 
چـا وانورېدل دا هــر څـه چې پیښېـږي
 
هرخوا بـم، توپ، انتهار ولس تـبـاه کړ 
سیاسیون، دولت، طالب کله پــوهـېــږي
 
جنـګ ـ وژنـه، علم او فـن راځنې اخلي 
که تعلیم ونه کړو، جهـل نه خـتــمېــږي
 
مشران ځینې د پــردیـو غــلامان شوول 
دا بـــیـــده مـــلــت بــه کله بــیـدارېـږی
 
په ولس کې داسې ستر قـهـرمـانـان شته 
یوه ورځ به خامــخا دوی را غـوړېـږي
 
بریالي که شوئ یووالي، ورورولي کې 
ارین وایي دا هیــواد به بیــا جوړېـــږی 

۰۲/۰۲/ ۲۰۲۰  
آغوس
 دنمارک
شاه ولی ارین