آرشیف

2019-9-16

دوکتور ص. سعیدي

نړۍ او پاکستان ته وړاندیزنه!
بعضې بل ته دوکه ورکول غواړي خو واقعیت کې ځانته دوکه ورکوي! ‌
واقعیت دادی چې د پاکستان په نامه د بل پرځمکه مصنوعي، جوړ شوای هېواد له مختلفو، جدا کلتورو او مختلفو ژبواو جدا جدا تاریخ لرونکو‌ یعنې پښتنو، بلوچو، پنجابیو، سرایکو ، بنګالیانو او … هېواد دی.
د دې هېواد؟! خلک د پاکستان د پوځ او دهغو د استخباراتي کړیو په زور له ١٩٤٧ز. كاله را په دې خوا په یوه بند او ستر جېل کې چې پنجاب جوړ کړای، په زور ساتل کیږي.
عامه او مشهوره تېروتنه ده چې ګواکې پاکستان دې د برتانوي هند له وېشه په کال ۱۹۴۷ز. کال کې مېنځ ته راغلای وي. اما واقعیت دادی چې  په برتانوي هند کې د پښتنو له سيمو  یواځې پېښاور او د دېره جات بعضې سیمې شاملې وې. داسیمې هم د ناروا ګندمک تړون(  ۲۶ مۍ ۱۸۷۹ ز. کال) او هغه هم د حواس بایللي شهزاده یعقوب له خوا چې د پلار له اته کلن سخت جېله راخلاص شوای وه، د استعماري انګلیس په مرکز یعنې ګندمک کې لاسلیک شوي  سند پر بنیاد په برتانوي هند کې شاملې کړای شوې وې. په دې توګه د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین د فرضي کرښې نه تر آباسینه، اټک او مارګلۍ پورې سیمې برتانوي هند اداري سیستم کې له سره او هیڅکله په برتانوي هند کې شاملې نه وې چې بیا د هند په وېش( ۱۹۴۷ز.)  کې د پاکستان برخه شوې وای. د فاتاسیمه هیڅکله هم د پاکستان حصه نه شمېرل کیده. له بلې خوا د پنجاب _  د پاکستان له بنده  یوه مستقله برخه په کال ۱۹۷۱ز. کال  یعنې بنګلدیش خپل استقلال واخیست.
دا ثابته ده چې  د تاریخ په اوږدو کې، بلوچانو، سرایکو او یو شمېر نور میشته اولسو د پاکستان په نامه غیر مشروع هېواد کې ساتل شوي دی.
اما مسلم او ثابته خبر ده چې دلته د شته ناخوالو په شتون کې او  د پاکستان  د موجوده بحراني اقتصادي حالت کې دا وطن د یو سترې ګ‌‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ او ستر ناورین سره مخامخ دی او مخامخ به شي. دې سیمه کې د بې شمېره د پنجاب او د فکستان د استابلشمنټ په لاس د بې شمېره تروریستي ‌‌‌‌‌‌‌ډلو روزنه، تمویل او پالنه او ددې امکان چې دا تروریستي ‌‌‌‌‌‌ډلې به وکولای شي حتی د اوسني فکستان په اتومي فن او تخنیک لاسبری پېدا  کړي هم ‌‌‌‌‌‌ډېره ممکنه خبر ده. حقایق او مستندات ثابتوي چې ننني  اتومي پاکستان کې   وضع له  د کنترول نه د وتلو حالت کې ده.
د افغانستان د اوبو او بندو جوړولو او اوبو او ځنګل مهارولو اقتصادي او سیاسي پروژې چې سابق یې اوبه او ګټه پاکستان ته تله د مهارولو حالت کې دي. 
د تاوژنو پاکستان ھند اړیکو له امله هند د خپلو ختیځو سیندو ( راوي، بياس او ستلج سيندو) اوبه په پاکستان وتړلې.
اقتصادي وضع په پاکستان کې په جدي توګه مخ په خرابېدو ده  او دا دی د پاکستان پور له ۲۹،۲ ټریلونه څخه ۴۰،۲ تریلونو ته لوړ شو. 
 
داسې ښکاري چې د پاکستاني استابلشمنټ د وینو او باروتو، د ترور او دهشت تجارت او صدور هم پاکستان ته اقتصادی او سیاسي نجات  ورنکړای شو او نه شي ورکولای. 
پاکستان د هند په وړاندې  د  پلوما په مسئله او د هند د هوایی حملې  د پاکستان د پوځ په تروریستی ملیشو یعنې لشکر طيبه باندې  هم تنها پاتې شوې او نړېوالو د پاکستان ټولو نارو او دوکو ته  نه وویلې. په دې توګه نړۍ عملاً په دې مسأله کې له هند سره ودرېده.
پاکستان د پلوما او د کشمیر  په  مسألو  او نورو مسایلو کې د هند مقابله کې عملاً  پاتې راغی او د رواني او اخلاقي لحاظه یې هم خپل توان او مورال له لاسه ورکړای. پاکستان پوهیږي چې له هند سره مقابله نه شي کولای.  او د پاکستان دوه مخی سیاست داخل او بهر کې  د افشاء کېدو حالت نه د رسوایي خواته روان دی.
په واقعیت کې دا پاکستاني جنرالان وه چې د افغان طالب یوشمېر مشرانو سره دوحې او قطر ته د سولې په نامه تګ او راتګ کاوه،  راتلل او تلل. دا مذاکرات د همدې پاکستاني دسیسو په اثر ناکامې شوې.
مونږ ولیدل چې د پاکستان نوم د ترور او دهشت له خړ نړېوال لست کې داخل شو او دا د وقت سوال دی چې له خړلسته به د پاکستان نوم تور لست کې شامل شي. ددوی تور لست ته داخلېدل د  لږو میاشتو خبر ده. دابه د پاکستان د دیر بد انجام  د پروسې تسریع وي او نړېوال بانکونه به ورسره د راکړې ورکړې امکان ونلري.
نو په دې شرایطو کې د نورو لازمو تدابیرو تر څنګه پاکستان ته په کار ده متناسبه نوي تدابیر هم ونیسي چې له سره د ژوند د بقا پروسه یې اوږده او یا له سره ممکنه شي. هغه د ټولو نه اول: 
او د عاجل خلاصون  لار د ترور او دهشت له تربیې ، تمویل او صدور نه لاس اخیستل دي او دوم کار دادی چې 
پاکستان باید خپلې قرضې ورکړي. پاکستان بله متاع او مال نه لري. طالب كله په امریکې، بيا په روس او کله په چین خرڅوي او خرڅ کړ، خو ښکاري ورته څه نور کول  هم په کار دي چې نجات ومومي او هغه: د خپل اتومی بمب او د هغه ټول  اتومی تجهیزات او تأسیساتو خرڅول او د هغو مقابل کې خپل پورونه پرې کول او تادیه کول دي. دا خریدار د پاکستان او امریکې قوي دوست سعودي عربستان دی کوم چې پاکستان او امریکېه ورسره ښې اړیکې لري، سعودي د خرید توان لري او سعودي د اتومي سلاح شوق هم لري. 
دابه د پاکستان او د پاکستان سره د نړۍ ستر تشویش هم حل کړي. دا کار به هغه ممکن کار وي چې نړۍ به د اتومي خطر څخه چې د تروریستانو لاس ته و نه غورځي، خلاص کړي. پاکستان به خپل قرضه ورکړي او سعودي به اتومي سلاح ته لاسرسی پيدا کړي.
پای
١٤/٩/٢٠١٩
د.ص. سعیدی 
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨